مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پوروړى

سويتوزاز كوروچ/هرزوګوينا
ما له هغه سره د سفر پر مهال و پېژندل، موږ دواړو په يوه سراى كي شپه تېره كړه او منزل مو هم يو و، هغه د هيواد يو نامتو سړى و، ما له هغه سره په دې ملګرۍ وياړ احساساوه، د هغه نوم په ټوله هرزيګوينا كي انګازه كېده.
موږ دواړو څنګ پر څنګ سفر كاوه زه پر يوه غوره آس سپور وم، د آس د غوره والي دليل دا و، چي زه هغه څو ځلي غورځولى وم او عموماً ما هغه آس ډېر غورځوي چي ډېر غوره وي، زما آس په داسي حال كي چي سينه يې له غروره را ايستلې وه او غاړه يې آسمان ته نيولې وه، په شاهانه پرتم سره تګ كاوه.
زما د سفر ملګرى په پيل كي ډېر چوپ و، هغه پر خپله سپينه آسپه سپور و، او څلور پنځه نور باري آسونه هم ورسره وو، پر هغوئ توبرې پرتې وې خو بار پرې نه و.
هغه يو ځواكمن سړى و، جګه ونه آرته سينه يې لرله، سره له دې چي هغه په عمر پوخ و، خو روغتيا يې حالت يې بيا هم حيرانوونكى و، هر چا به په آسانۍ سره دا اټكل كاوه چي په زلميتوب كي به هغه څومره شاړ پاړ و، هغه خپلي دوديزي جامې اغوستي وې، چي ښكلي طلايي تڼۍ په كي ټگك وهل شوي وې او پر تندي يې يو برېښېدونكى ورېگښمين دسمال تړلى و، د دسمال څنډو له دواړو خواوو د هغه پر سينه ټالونه خوړل، د هغه كړه وړه، جامې او دبدبه دا هرڅه دومره په زړه پوري وو، چي سره له دې چي ما غوښتل ورته وګورم، ورته كتلاى مي نه شول، د هغه د دبدبې له امله ما له هغه سره په خبرو كي شرم احساساوه.
د هغه نوم "ډيكو مراووچ" و، د هغه په اړه ډول، ډول كيسې مشهوري وې، د مېړاني او ځيركتيا يې خورا زياته انګازه خپره وه، هغه د خپلي قانون ماتوونكي مبارزې له امله تر ليري، ليري پېژندل كېدى، هغه يو ډېر ځيرك سړى و، د هرزيګوينا يوه لويه سيمه يې په وېره كي اچولې وه، موږ دواړو د نابلدو غوندي په چوپه خوله سفر كاوه، دې چوپتيا زه ډېر ځورولم، د چوپتيا د ماتولو لپاره ما له هغه څخه وپوښتل:
"وروره! له تا سره دا دومره آسونه د څه لپاره دي؟ پر دوى خو كوم بار هم نه شته"
"شيان مي ښار ته وړي و او اوس له هغه ځايه تش را روان يم"
"شيان دي د يو چا لپاره وړي وو، كه سوداګري كوې؟"
هغه ماته رډو رډ وكتل، لكه زما پوښتني چي خوند ورنه كړ، زه ډېر پريشانه شوم، څو شېبې وروسته هغه ځواب راكړ:
"ما دغه شيان د ارواښاد علي ميوياګچ د كورنۍ لپاره وړي وو"
ما په حيرانتيا هغه ته وكتل، ځكه علي ميوياګچ د هغه د دښمن نوم و، زما له خولې څخه بې واكه ووتل:
"ته د هغه كورنۍ ته د سامان وړلو لپاره ورغلى وې؟!"
"هو! ځكه چي زه د علي ميوياګچ پوروړى يم او د هغه د يوه درانه پور تر پېټي لاندي يم"
هغه سر ټيټ كړ او آسپه يې پر غاړه په چلاخه ووهله، آسپه له مخكي لا تېزه روانه وه، اوس نو هغه د برېښنا په سرعت سره پر مخ ولاړه، په ما كي د نورو پوښتنو توان نه و، د آس جلو مي ايله پرېښود، او په داسي حال كي چي سندره مي زمزمه كوله، له هغه سره څنګ پر څنګ روان شوم، اوس مي ياد نه دي، چي ما كومه سندره زمزمه كوله، لكه چي زما سندري خوند وركړ، هغه تګ ورو كړ او ماته په ځير سره غوږ شو.
"په لوړ آواز ووايه"
هغه له ما څخه غوښتنه وكړه، ما هم سندره اوچته كړه، هغه پر تندي تړلى دسمال سست كړ، دسمال يې په غاړه كي را ولوېد، "ډيكو" زما له سندري سره په خوند، خوند سر ښوراوه، لږ وروسته زه چوپ شوم، هغه را باندي ږغ كړل:
"وړاندي پسې ووايه"
"نوره مي نه ده ياده"
لكه چي زما ځواب هغه ته خوند ورنه كړ، هغه يو ځل بيا مخكي شو.
ناڅاپه هغه آسپه وګرځوله او پونده يې كړه، اوس نو د هغه مخ له سړك څخه لاندي د ونو پر لوري و، ما ورڅخه وپوښتل:
"چيري روان يې؟"
"تر دا ونو لاندي به لږ دمه وكړو"
زه هم په هغه پسي ورغلم، ونو ته چي ورسېدو، آسونه مو څر ته ايله كړل او او تر يوې شنې وني لاندي كښېنستو، سګريټ مو ولګول، شاوخوا چوپه چوپتيا وه، يوازي د آسونو د زامو خرپى او ليري د چارتراشو ږغ و، چي زموږ غوږونو ته را تلى، لږ وروسته ما له هغه څخه و پوښتل:
"ته د علي كله پوروړى شوې؟"
هغه ژوره ساه واخيسته او لاس يې وغورځاوه:
"ډېر وخت كيږي"
په حيرانتيا سره مي له هغه څه وپوښتل:
"ډېر وخت كيږي او پور لا پرې شوى نه دى؟"
"هو! د دې پور پرې كول ډېر وخت غواړي"
هغه له خولې څخه د لوګي يو څو خوړسكي په هوا كي خوشي كړې، ماته يې وكتل او بيا په داسي حال كي چي په هوا كي يې تش نظر ځغلاوه، وويل:
"دا يوه اوږډه كيسه ده، ملګرې! او زما لپاره ډېره دردوونكې ده"
په ډېر خواست مي ورته وويل:
"ماته خو به يې كوې؟"
هغه زما له هيلي اغېزمن شو او په خواشينۍ سره يې وويل:
"په اورېدو به يې څه وكړې؟"
ما ټينګار وكړ:
"كه مناسبه وي نو..."
د هغه ږغ داسي ښكارېدى، لكه له يو ليري ځاى څخه چي راتلى، هغه وويل:
"تا ته به څرګنده وي، چي د تركي واكمنو ظلم او تېري زه دې ته اړ كړم، چي داړه مار شم، موږ سربيان د تركانو په واكمنۍ كي اړ وو، چي په خپله خاوره كي د نورو تر ظلم او جبر لاندي ژوند وكړو، موږ ته هيڅ انساني حقوق را په برخه نه وو، آخر يو قوم او يا يو كس تر څو پوري د نورو تېرى و زغمي؟ هر ترك ته سر ټيټول او د هغه غلامي كول، زموږ لپاره ورځ په ورځ ناشوني كېدل، زه زلمى وم، هغه مهال په سربيانو كي د تركانو پر خلاف اور مخ په زياتېدو و، زما رنګه څو نور سرتيري هم وو، د مبارزې يووالي موږ سره يو ځاى كړي و، موږ به هر وخت له تركانو څخه د كسات اخيستلو او د هغوى د خوږولو خبري كولې، موږ يوازي شپږ كسه وو، چي وسله مو واخيسته او په ځنګله كي پټ شوو، له ځنګله څخه به موږ په تركانو پسې سترګي وړلې، چي څنګه به مو چانس برابر شو، نو پر هغوى به مو يرغل كاوه، فكر نه كوم چي داسي ورځ دي راغلې وي، چي موږ دي تركانو ته په يو ډول نه يو ډول زيان نه وي رسولى، ورو، ورو زموږ انډيوالان ډېرېدل، چي څومره انډيوالان ډېرېدل هغومره زموږ حوصله لوړېدل، يوه ورځ د دې لپاره چي زوړ پور مو پرې كړى وي، د "علي ميوياګچ" پر كور مو يرغل وروړ، موږ ته معلومه نه وه چي علي ميوياګچ د سيمي تر ټولو ياغي ترك دى او ټول شتمن تركان د هغه ملاتړ كوي، په دې يرغل كي د هغه د كورنۍ درې كسان ووژل شول، خو هغه خپله بريالى شو، چي ځان ژوندى وباسي، موږ هغه ډېر ولټاوه، خو پيدا مو نه كړ، موږ د هغه كور ولوټه او له لوټل شويو شيانو څخه ډك موټرونه مو خپل ځاى ته ولېږل.
دا يرغل زموږ لپاره ډېر ګران پرېوت، علي ميوياګچ تر موږ څو چنده ډير جنګيالي را ټول كړل او په موږ پسې راغى، هغه موږ دې ته اړكړو چي په ځنګله او غرونو كي له ډېرو ځايونو په شا شو، موږ چي هر څومره په شا تلو، هغوئ په موږ پسې راتلل، په تېښته، تېښته كي موږ هغو غرنيو برخو ته ورسېدو، چيري چي غرڅنۍ هم نه تلې، علي او د هغه ملګري په موږ پسې را راوان وو، نور نو له دې پرته بله چاره نه وه، چي له دښمن سره د مرګ تر ګړيه و جنګېږو، د علي غوسه لوړه وه هغه له هر لوري موږ محاصره كړي وو، له موږ سره نور نه د خوړلو لپاره څه و او نه هم د څښلو لپاره، موږ له لوږي تندي او ستړيا څخه بې حاله وو او نور له ژونده نهلي شوي وو، په هيچا كي دومره همت نه وو چي د دښمن محاصره ماته كړي او ځان و باسي، موږ ټولو د مرګ تمه كوله، له ډېر چورت وروسته ما دا پرېكړه وكړه، چي بايد موږ خپله وړاندي ورشو او پر دښمن بريد وكړو، ما خپلو ملګرو ته وويل:
وروڼو! موږ له هري خوا محاصره يو، غله او دانه هم را سره نه شته، آيا دا به ښه نه وي چي موږ خپل وار د مخه كړو او پر دښمن باندي د ټكي غوندو ور پرېرزو، يا د مېړنيو غوندي سرونه وركړو؟ مرو خو هسي هم، نو ولي يو څو تركان له تېغه تېر نه كړو، كه چيري بخت ياري وكړه نو دا به زموږ لپاره يو ستر وياړ وي.
ملګري زما په مشورې را سره سلا شول، تر ټولو مخكي زه په داسي حال كي چي ټوپك مي ښوراوه، له سمڅي را ووتم زما په تقليد نور ملګري هم را ووتل، تركانو سملاسي پر موږ د ګوليو باران جوړ كړ، ما خپل دوه ملګري وليدل چي ولوېدل، د تېښتي چانس نه وو زه په داسي حال كي چي ګولۍ مي اورولې، مخ په وړاندي تلم، ملګري هم را سره وو سترګي مي له وينو ډكي وې، هـيڅ مي نه ليدل، ناڅاپه مي پر شا يو كلك ګوزار احساس كړ، ورېږدېدلم، هوښ او حواس مي له لاسه وركړل.
زه چي په هوښ كي راغلم نو ځان مي د علي ميوياګچ په كور كي و موند، زه پر يوه نرم بستر پروت وم او د علي په ګډون څو نور تركان پر ما را ټول وو، ما چي سترګي خلاصي كړې، نو علي راټيټ شو، زما لاس يې په لاس كي ونيو.
هغه په نرمه لهجه را څخه و پوښتل:
"څه احساسوې؟"
ما هڅه وكړه چي كښېنم خو د دردنو شدت كښېگناستو ته نه پرې ښودم، داسي مي محسوسه كړه، لكه په ملا كي چي مي د دويم ځل لپاره ګولۍ و لګېده، له دې سره يو ځل بيا بې سده شوم.
پوره يوه مياشت ما له مگرګ سره ډغري ووهلې، علي د يوې شېبې لپاره هم زه له پامه وا نه چولم، هغه په پوره پاملرنه او زيار سره زما پالنه كوله، هغه په خپل لاس زما ټپ مينځه او پټۍ كاوه يي، په خپل لاس يې ماته ډوډۍ راكوله، كه به ما لږه ډوډۍ خوړه نو هغه به په ټينګار په ما نوره خوړله، ډېر كله به هغه زما سر پر خپلو زنګنو كښېښود او زما په وېښتانو كي به يې ورو، ورو ګوتي را تېرولي، تر څو چي ماته به خوب راغى.
د هغه د دې زيار او هڅو نتيجه دا شوه، چي ما مرګ ته ماته وركړه، بدن مي په بېړه ځواكمنېده او ټپونه مي سره ورتلل، تر دې چي يوه ورځ د دېوال په مرسته پر خپلو پښو و درېدم.
علي هره ورځ د بڼ سيل را باندي كاوه، زه چي به كله ستړى شوم، نو هغه به د دمي لپاره تر يوې وني لاندي كښېنولم، زما توان ورځ په ورځ ډېرېدى، كله چي يې زه وليدم، چي مخ په جوړېدو يم، نو د علي په څېره كي خوښي په غوړېدو شوه، يوه ورځ هغه په خندا را څخه و پوښتل:
"څه حال دي دى؟ آيا دومره توان لرې چي منډه كړې او ټوپونه ووهې؟"
_"نه! اوس هم ځان لږ كمزورى احساسوم"
هغه په داسي حال كي چي د ګوتو ټكان يې ايستل يوه زوروره خندا وكړه:
"ژر، ډېر ژر به بېخي جوړ شې"
څو ورځي وروسته هغه خپله پوښتنه بيا تكرار كړه:
"څنګه اوس دي د منډو او ټوپ وهلو توان پيدا كړى دى؟"
ما ځواب وركړ:
"هڅه كوم"
هغه يو لوري ته شو ما د علي په مخ كي ټوپ كړل، منډه مي كړه او وغورځېدم، هغه له خوښۍ ډكه خندا وكړه او ويې ويل:
"د دې معنى دا ده چي ته يو مخ جوړ شوى يې"
هغه زه په باغ كي پرېښودم او خپله كورته ننوت لږ وروسته چي بيرته را ووت، نو دوه ټوپكونه ورسره وو، نور د هغه د څېرې بڼه اوښتې وه او په سترګو كي يې د وږي پيشو غوندي ځلا وه:
هغه په داسي حال كي چي ماته وړاندي راغى، وويل:
"ما ته د دې كړې چي ته پر خپلو پښو ودرېږې، اوس نو ته د پخوا غوندي تكړه يې لكه تر ټپي كېدو مخكي چي وې، اوس ته د دې توان لرې چي پور را ادا كړې، ته زما ډېر دروند پوروړى يې، د دريو كسانو پوروړى مي يې و چي دوه پكي زما وروڼه وو"
د هغه په سترګو كي ويني ډنډ شوې او كښته زامه يې و رېږدېدله.
"كله چي ته ولګېدې او بې هوښه زما په پښو كي پروت وې، نو ما هغه وخت ته ډېر آسانه وژلاى شوې، خو پر تش لاسي دښمن بريد كول، د تركانو دود نه دى، ما غوښتل چي ته روغ رمټ او غښتلى شې، نو بيا دي و وژنم، علي ميوياګچ هيڅكله كوم مجبوره دښمن نه دى وژلى، ما كله كولاى شول، چي تا د بې هوښۍ په حالت كي ووژنم او پر خپله لمن داغ و لګوم"
"دا ټوپك هم زما د ټوپك غوندي دى، په دې كي هم زما د ټوپك غوندي ګولۍ شته، اوس به موږ دواړه ځنګله ته ولاړ شو او خپلي نښي به و ازمويو"
زما د ژبي قلم مات شو، د پخوا غوندي له هغه سره ځوړند سر روان شوم، موږ ځنګله ته ورسېدو.
هغه راته وويل:
"هملته و درېږه، چي چي ولاړ يې"
او بيا مخامخ راته ودرېد.
"موږ دواړه به يو ځاى ډزي كوو"
هغه ماته د جګړې چلونه را ښوول.
له دې سره زما حواسو بېرته كار پيل كړ، ما ټوپك و غورځاوه او يو څنګ ته ودرېدم، علي راته وويل:
"آيا ته فكر كوې چي زه به له يوه لوري ډزي وكړم؟ او نړۍ به مي پر مخ را تو كړي، چي ما يو تش لاسى دښمن و واژه، په غور واوره ته به هغه څه كوې، چي زه درته وايم، زه د دې مقابلې د پرېښوولو هـيڅ نيت نه لرم او نه هم له سيالۍ وروسته پرتا بريد كوم"
د هغه پر شونډو د بري موسكا خپره وه او زه غلى ولاړ وم.
هغه چيغه كړه:
"ټوپك واخله! كنه نو بيا دي موږك ګڼم"
زه ټيټ شوم، ټوپك مي له مځكي را پورته كړ:
"دې لوري ته وګړځه"
زه د هغه له امر سره سم وګرځېدم:
"ما ته نښه جوړه كړه!"
ما هغسي وكړل، هغه هم د ټوپك خوله زما پر لوري كړه، هغه ډز وكړ ګولۍ په ځنګله كي تېره شوه اوليري انګازه شوه، زما ياد نه دي، چي ما ډز وكړ كه نه، خو يوازي دومره مي وليدل چي هغه لړزېدلى پر مځكه ولوېد، زه په وير او غم كي ډوب د هغه لوري ته ورغلم او هغه ته نژدې پر مځكه كښېناستم، ارمان چي هغه ختم شوى وو.
له هغې ورځي راهيسي زه د هغه كورنۍ ته اوړه، تركاري او نور شيان ور وړم، پردې سربېره ميږي او وزې هم د دې لپاره و وړم چي هغوئ خپلي اړتياوي ور باندي پوره كړي"
ډيكومراووچ خپله كيسه بس كړه سر يې ځوړند كړ او د مځكي په توږلو يې پيل وكړ ما هغه ته وكتل، هغه د اوښكو د درولو ناكامه هڅه كوله، خو اوښكي يې په پرله پسې ډول تويېدلې او پر اننګو يې بهېدلې.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery