مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ميداس-- [د يونان كيسه]

زرګونه كاله كېږي چې په يونان كې د ميداس په نوم يو پاچا حكومت كاوه. د ده خزانه د سرو زرو ډكه وه او سره يې ډېر خوښېدل.
يوه ورځ د خپلې ماڼۍ په باغ كې ناست و، چې ناببره يې يو بوډا سړى مخې ته ودرېده. يونانيانو پخوا په اسطورو او ارواګانو ډېره عقيده لرله او ميداس خبر شو، چې دا بوډا سړى سالي ينس نومېده، چې خلكو ته به يې خير رساوه. ميداس د ده په ليدو خوشحاله شو او د ده ښه درنه مېلمستيا يې وكړه. سالي ينس تر لسو ورځو د ده مېلمه و او ډېر ترې خوشحاله شو. كله چې د ده د تګ وخت شو، نو د ميداس نه يې پوښتنه وكړه، چې كه څه غواړې نو زه به ستا ارمان پوره كړم.
ميداس همدغه غوښتل، ورته ويې ويل:
زه غواړم چې ډېر سره زر ولرم. كه داسې وشي چې هر شي ته لاس وروړم، هغه دې د سرو زرو شي، نو زه به ډېر خوشحاله واوسم. سالي ينس وخندل او ورته ويې ويل:
ښه فكر وكړه، داسې نه شي چې په خپل ارمان پښېمانه شې.
ميداس وويل:
هغه څوك چې دومره سره زر ولري، ولې به پښېمان شي، زما همدغه ارمان دى.
سالي ينس په زوره وخندل او خپله سوټۍ يې راواخيسته او د ميداس له سر نه يې درې وارې تاو راتاو كړله او ورته ويې ويل:
ستا ارمان همدا اوس ترسره كېږي.
ميداس دومره خوشحاله شو، چې سمدلاسه يې نژدې ايښې څوكۍ ته لاس يووړ. څوكۍ د سرو زرو شوه. بيا يې پر مېز ايښى و لوښو ته وار په وار ګوتې وروړلې او هرڅه په سرو زرو بدلېدل. ميداس هومره خوشحاله و، چې هېڅ يې ونه ليدل، چې سالي ينس څه وختي له سترګو پناه شو.
ميداس ته دا هرڅه يوه لوبه ښكارېده. په ماڼۍ كې ايښي ډېر شيان يې د سرو زرو كړل. كتابونه، انځورونه، قلم، كړكۍ... بيا داسې وشول، چې دى له ماڼۍ نه بهر د باغ پر لوري لاړو. ګلونو ته يې لاس يووړ، سره ګلاب د سرو زرو شول. د ونوپاڼې شنې پاتې نه شوې. ټول په لمر كې ځلېدل او ميداس دې هرڅه ته خوشحال و. تر غرمې همدغسې لګيا و، چې د ډوډۍ وخت شو، نو بهر نه دننه لاړ او په مېز كښېناست، نوكرانو ورته د خوړو ښه ښه شيان راوړل، پاچا ډوډۍ ته لاس كړ، خو ډوډۍ هم د سرو زرو شوه. بيا يې زيتون راواخيستل، خو دا هم د سرو زرو شول، پنېر، غوښه، مېوه هرڅه به په سرو اوښتل. اوس خو دى وارخطا شوو ځكه هېڅ شى يې نه شو خوړلاى. د شرابو جام ته يې لاس كړ، خو جام او شراب هم په سرو بدل شول.
ميداس ډېر بېزاره شو، نه پوهېده چې څه وكړي. بهر ته د ماڼى باغ ته لاړ او فكرونه يې كول چې ځان به څرنګه مړوي. د سرو زرو شيانو ته ډېر خوشحاله و، خو اوس يې دا خوشحالي ورو- ورو په پرېشانۍ بدلېده. ده هم دغه چورتونه وهل، چې ناببره د باغ د يوې خوا نه يې وړې لور په ژړا ورته رامنډې كړې. ميداس د لور په ژړا خپه شو او پوښتنه يې وكړه چې څه شوي دي. لور ورته وويل:
وګوره، بابا زموږ په باغ كې ټول رنګين ګلان خراب شوي دي. د دوى رنګ چا وړى دى. خوشبويي هم نه لري. د رامبېل سپينې نازكې پاڼې كلكې او ژېړې دي. دا هرڅه چا بدرنګه كړل.
ميداس ورته وويل:
دا ګلونه او دا بوټي خو اوس ډېر قيمتي دي. په دې يو ګل ته ځان ته ډېرې ګلدستې اخيستلاى شې.
خو شهزادګۍ هم هماغسې ژړل، ويل يې:
زما قيمتي ګل نه دى په كار... زما سپين، سره، كاسني او ګلابي ګلونه په كار دي. زه د ګلونو وږمې غواړمه.
ميداس نور د خپلې لور ژړا ته نه شو ټينګېداى. ژر يې ورته پر سر لاس كښېښود چې هغې ته تسلي وركړي. خو شهزادګۍ د سرو زرو په يو بوت بدله شوه.
پاچا چې د لور دا حال وليد، نو د ډېره غمه يې په سترګو كې اوښكې راغلې. هماغلته كښېناست او په چيغو چيغو په ژړا شو... يوه خبره يې بيا بيا كوله، چې: زما سره زر نه دي پكار.... زه خپله لور غواړمه.
د شاهي ماڼۍ سره نژدې يوه شنه غونډۍ وه او خلكو باور كاوه، چې ټول ارواحان او اسطورې هملته اوسېږي. ميداس سمدلاسه دې غونډۍ ته وختلو او سالي ينس ته يې اوازونه كول، چې ستړى شو، نو يوې ونې ته يې ډډه ولګوله.
هم دلته وخت سالي ينس ورته مخې ته ودرېده او پوښتنه يې ترې وكړه، چې ولې داسې غمژن يې.
ميداس د ډېر غم او ستړيا نه خبرې نه شوې كولاى. سالي ينس ورته بيا وويل:
تا سره خو ډېر سره زر دي.. نو ولې ژاړې.
ميداس ورته په پښو پرېوتو او ويې ويل:
تا رښتيا ويلي وو، زه پښېمانه يم... زه د دنيا هر يوشى د سرو زرو زغملاى شم، خو خپله لور... خپله نازولې لور د سرو زرو د بوت په څېر نه شم ليدلاى. زما د هغې خندا، د هغې خبرې يادېږي. زه په خېټه وږى يم. خو هېڅ شى خولې ته نه شم اچولاى. زه حريص وم... خو زه اوس پوه شوم چې په ژوند كې سره زر هرڅه نه دي. زه له تا ډېره بښنه غواړم، خو اوس له ما نه قدرت بېرته واخله، زه د يوه عام انسان په شان ژوند غواړم.
سالي ينس ورته وويل:
ډېره ښه ده، چې تا په خپله سزا وموندله او په خپلو كړو پښېمان يې.
بيا يې ورته د درېدو امر وكړ. ميداس د هغه له پښو راپاڅېد. نو سالي ينس د غونډۍ بلې خوا ته بهېدونكي سيند ته اشاره وكړه او ويې ويل:
دا سيند پيكټوس نومېږي. ورشه او د دې په اوبو كې ځان ووينځه. بيا په يوه منګي كې د دې اوبه راواخله او په ټولو هغو شيانو يې وشينده، چې د سرو زرو شوي دي.
ميداس په منډه د سيند پر لوري لاړ او د دې اوبو ته يې ټوپ كړل. ځان يې ووينځلو او بيا يې يو منګى راوغوښتلو، هغه يې د سيند له اوبو نه ډك كړ او خپل باغ ته لاړ، دا اوبه يې پر خپلې لور وشيندلې، هغه بېرته ژوندۍ شوه.
نو پاچا ښكل كړه او بيا يې نورې اوبه پر ګلانو او بوټو واچولې، چې هرڅه بېرته خپل اصلي حالت ته وګرځي.
په يونان كې د پيكټوس نومي سيند شګه زرينه ده او خلك باور لري چې په دې كې ميداس لمبلي وو، نو ځكه يې رنګ داسې دى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery