وايي چې يوځلې د يوه پاچا په زړه كې دا ارمان پيدا شو، چې سپوږمۍ ته لاس
وروړي. دشپې به يې سترګې اسمان ته نيولې وې او په دې به يې چورت وهلو، چې
څنګه اسمان ته وروخېژي او سپوږمۍ ته ورنژدې شي. ورو- ورو يې دا خبره دومره
زړه ته واچوله، چې د حكومت كارونه ترې پاتې شول. كله به يې خوب وليد، چې ده
وزرې كړې دي، په اسمان كې الوزي او سپوږمۍ په خپله غېږ كې نيسي او خپلې
كوټې ته يې راوړي. خو چې سترګې به يې وغړېدې، نو هېڅ به ورسره نه وو. د هغه
وزيرانو او مشاورينو ورته څو- څو وارې ويل چې سپوږمۍ ته لاس وړل، ناشونې
ده،خو پاچا د هېچا نه منله.
اخر يې يوه ورځ يې د ملك تر ټولو لوى نجار (تركاڼ) شاهي دربار ته راوبللواو
ورته يې امر وكړ چې د لرګو يوه دومره اوچته مناره جوړه كړي، چې دى ورباندې
وخېژي او سپوږمۍ راونيسي. تركاڼ چې دا واورېدل نو ډېر وارخطا شو، خو د پاچا
له قاره وېرېدو، هغه سره يې لوز وكړ، چې كار به ورباندې پيل كړي. پاچا ورته
دا هم وويل چې د لرګو دا مناره به د ماڼۍ په باغ كې جوړوي.
تركاڼ به هره ورځ سهار باغ ته راتلو او د منارې د جوړولو لپاره به يې مځكه
كچ كوله. كله به يې پر كاغذ كرښې كښلې او ځان به يې داسې بوخت كړى و، ته به
وايې په رښتيا په كار اخته دى.
همدغسې څو مياشتې واوړېدې، خو مناره جوړه نه شوه. د پاچا سخته تلوسه وه او
اخر يې يوه ورځ تركاڼ راوباله او ورته ويې ويل:
كه په درېيو ورځو كې دې منار جوړ نه كړ، نو سر به دې قلم كړم.
تركاڼ په دې خبره ډېر خواشينى شو او په باغ كې هاخوا دېخوا په ګرځېدو شو.
دوه ورځې چې تېرې شوې، نو پاچا ته ورغلو او ورته ويې ويل:
پاچا سلامت، د منارې د جوړولو لپاره مې پلان جوړ كړى دى، خو د دې منارې
لپاره به ډېر لرګي په كار وي. تاسو په ټول ملك كې اعلان وكړئ چې هر كور كې
كه د لرګي صندوق وي، دا دې باغ ته راوړل شي.
پاچا ترې پوښتنه وكړه، چې په صندوقونو به مناره څنګه جوړوي؟
تركاڼ ورته وويل:
كه دا صندوقونه د يو بل له پاسه كېښودل شي، نو يوه اوچته مناره به جوړه شي
او پاچا سلامت به ورباندې په اسانه سپوږمۍ ته وروخېژي.
پاچا د دې خبرې په اورېدو ډېر خوشحاله شو او امر يې وكړ چې كه د هر چا په
كور كې د لرګي صندوق وي، هغه دې د ماڼۍ باغ ته راوړي. د پاچا له خوا ورلېږل
شويو سړو به له خلكو صندوقونه اخيستل او تركاڼ ته به يې سپارل. په دې وخت
كې تركاڼ د صندوق له پاسه د صندوق ايښودلو كار هم پيل كړ.
د ښار وزګار خلك به د باغ خوا و شا ګرځېدل او منارې د جوړولو ننداره به يې
كوله. ډېر ژر د خلكو له خوا راوړل شوي صندوقونه خلاص شول. پاچا د منارې د
معاينې لپاره ورغى، خو د دې په اوچتوالي خوشحاله نه و، امر يې وكړ، چې ونې
دې پرې او نوي صندوقونه دې ترې جوړ شي.
د ملك ټول تركاڼان په كار اخته شول. صندوقونه به جوړېدل او د منارې بل سر
ته به يې خېژول. مناره ورځ په ورځ لوړېده او پاچا به ورته خوشحالېده. دشپې
به يې خوبونه ليدل، چې دى په مناره ختلى دى او سپوږمۍ يې په لاس كې نيولې
ده.
اخر يوه ورځ داسې هم راغله چې دا مناره دومره اوچته شوه، چې بل سر يې نه
ښكارېده. لوى تركاڼ پاچا ته وويل:
زه غواړم چې په دې مناره وخېژم، چې په خپله وګورم مناره له سپوږمۍ نه څومره
ليرې ده.
پاچا د دې خبرې په اورېدو په قار شو او ويې ويل:
په دې منارې د ختلو حق يوازې زما دى.
په بله ورځ د ښار ټول خلك د باغ چارچاپېره راټول شول، چې وګوري پاچا څرنګه
په مناره خېژي او سپوږمۍ له اسمانه راشكوي.
پاچا ورو- ورو په صندقونو بره ورختلو او ولاړو نندارچيانو خپله خپله رايه
وركوله. چې سپوږمۍمځكې ته راكوزه شي، نو په اسمان به څه پاتې شي. ځينو به
دا ويل چې سپوږمۍ به د ماڼۍ په كومه كوټه كې ايښودل كېږي. يو بل چا به ويل
چې د سپوږمۍ ځاى په باغ كې دى او د دې په راوړلو به ټوله مځكه رڼا شي.
پاچا چې د منارې سر ته وختلو، نو داسې ورته ښكارېده، چې سپوږمۍ ته يو څو
ګامه ورپاتې دي. بره نه يې په چيغه وويل چې كه يو صندوق بل هم راوړل شي، نو
دى به سپوږمۍ ته ورسېږي.
لومړى خو ښكته ولاړو خلكو هېڅ نه اورېدل، چې پاچا څه وايي، اخر چې د پاچا
ستونى په چيغو چيغو وچ شو، نو يو چا د هغه خبره واورېده. د بل صندوق لټون
پيل شو، خو دا يې پيدا نه كړ، يو څو كسان په صندقونو وروختل او په چيغو
چيغو يې پاچا ته خبر وركړ، چې بل يو صندوق هم نه شته.
پاچا ته سپوږمۍ دومره نژدې ښكارېده، چې اوس يې هېڅ نه غوښتل چې بې له
سپوږمۍ ورښكته شي. په چيغو چيغو يې بيا وويل:
د منارې لومړى صندوق چې پر مځكه ايښى دى، راودې ايستل شي او ده ته دې بره
راوخيژول شي، چې دى پرې وخېژي.
خلكو چې دا واورېدل، نو حيران شول. هر چا لوى تركاڼ ته سترګې نيولې وې. دى
په خپله هم په تشويش كې و، څو كسانو پاچا ته خبر وركړ، چې دا كار خطر لري.
خو پاچا شېبه په شېبه په قارېدل. ان تردې چې ګواښ يې وكړ، چې كه د هغه خبره
ونه منل شوه او دى راښكته شو، نو په ولاړو خلكو كې به هر څوك ووژني. تركاڼ
له وزيرانو مشوره وغوښته، اخر د مشر وزير په اجازه د پاچا نوكرانو د منار د
لومړي صندوق د راايستلو لپاره مټې ونغښتلې. خو د دې نه وړاندې ټول خلك له
هغه ځايه وشړل شول، وزيرانو او تركاڼانو هم ځان له هغه ځايه وايست او چې
لومړى صندوق له مځكې ليرې كړاى شو، نو مزدورانواو نوكرانو هم پښې سپكې كړې،
ټوله مناره په يو لوى درز سره د مځكې پر لوري راټيټه شوه. صندوقونه وو چې
مځكې ته راروان وو. مناره دړې وړې شوه.
په بله ورځ خلك د پاچا په لټه كې شول، خو د ماتو صندوقونو په انبار كې يې د
هغه مړى هم ونه موندلو.