ډېر پخوا د ارام سمندر (بحر الكاهل) د وړو جزيرو نه په يوه كې يوه ښايسته
جينۍ اوسېده، چې اينه نومېده.
د دې مور پلار بېوزله وو، خو خپلې لور ته به خوشالېدل. د دوى د جونګړې سره
نژدې د خوږو اوبو يوه وياله بهېده، چې هر رنګه واړه ماهيان به په كې پيدا
كېدل. د اينه دا ماهيان خوښ وو او هره ورځ به يې په اوبو كې له دوى سره
لوبې كولې.
يوه ورځ دا د ويالې پر غاړه ناسته وه. دواړه پښې يې په اوبو كې وې او له
ځان سره يې يوه خوږه سندره ويله، په دې وخت كې ناڅاپه يومارماهي د دې پښو
ته نژدې شو. جينۍ لومړى خو ووېرېده،خو مارماهي د دې په پښو كې تاو راتاو شو
او بېرته لاړ.
اينې به هره ورځ دا مارماهي ليده، چې ترڅو به دې سندره ويله، هلته به
ګرځېده او بيا به لاړ. يوه ورځ اينې سندره ختمه كړه، نو مارماهي ناببره د
يوه ښكلي ځوان په شكل بدل شو.
اينه وارخطا شوه. خو ځوان ورته وويل:
وېرېږه مه، زما نوم ټونا دى. زه د تازه اوبو د ماهيانو ساتندوى يم.
اينه حيرانه هم وه او خوشحاله هم. بيا داسې وشول چې دا مارماهي به هره ورځ
د انسان په صورت شو او ښه ډېر وخت به يې له اينې سره خبرې كولې. د اينې دى
ډېر خوښ شو. خو اوس ستونزه دا وه، چې اينه د ماهيانو نړۍ ته نه شوه ورتلاى
اوټونا تر ډېره وخته د انسان په شكل نه شو پاتې كېداى.
يوه ورځ اينه چې د اوبو ويالې ته لاړه، نو ټونا له وړاندې نه ورته د انسان
په وجود هلته ناست و. خو دى ډېر خپه ښكارېده. اينې ترې پوښتنه وكړه، چې ولې
دومره خپه يې؟
ټونا ورته وويل:
زه نور دې ځاى ته نه شم راتلاى. ما ته په بل ځاى كې كار راكړل شوى دى. زه
درنه رخصت اخلم.
اينې چې دا واورېدل نو هغه هم ډېره خپه شوه.
ټونا ورته وويل:
زه نه غواړم چې ته په ما پسې خپګان وكړې او ز ه دا غواړم چې ټول عمر دې ستا
ښكلي مخ ته وګورم. زما سترګې به تل تا سره وي. خو ددې لپاره به ته يو كار
كوې.
اينې ترې پوښتنه وكړه چې څه؟
مارماهي ورته وويل:
سبا به ډېر سخت باران كېږي او په ټولو ويالو كې به سېلاب راځي. خو ته به
وېرېږې نه، زه به په دې سېلاب كې ستا كور ته درځم. ته به زما سر قلم كړې او
دسمندر پر غاړه په نرمو خاورو كې به يې ښخ كړې. ګوره چې دا ځاى درنه هېر نه
شي. په دې ځاى كې به ته زما انتظار كوې.
يوه ورځ به ته ما ووينې، زما سترګې به هم تا ويني.
هغه دا خبره وكړه، جينۍ يې ښكل كړه او د مارماهي په شكل بېرته په اوبو كې
ورك شو. اينې تر ډېره وخته هلته ژړل. بېرته چې كور ته راغله، نو مور و پلار
ته يې ټوله كيسه تېره كړه. هغوى ورته تسلي وركړه.
په بله ورځ اسمان خړ او باران پيل شو.په سمندر كې هم توپان و. ټولې ويالې
له اوبو ډكې وې او د باران له اوبو سره هرځاى سېلاب راغى. اينې د خپل كور
له كړكۍ نه بهر كتل، چې په دې كې يې مارماهى وليد. دې دروازې ته منډې كړې
او دواړه ورونه يې پرانيستل. مارماهي تر درشله راغى او د اينې پر پښو يې
خپل سر كېښود.
اينې په ژړا- ژړا د مارماهي سر ښكل كړ. بيا يې يوه چاړه راواخيستله او د
هغه سر يې پرې كړ. باران اوس تم شوى و. اينه د سمندر غاړې ته ورغله او په
يوې غونډۍ كې يې مځكه نرمه كړه او د مارماهي سر يې په كې ښخ كړ.
اينه به هره ورځ دې غونډۍ ته ورتله او كوم ځاى چې يې د مارماهي سر ښخ كړى
و، هلته به ناسته وه. كله به يې سندره ويله، كله به په ژړا شوه. كله به
ډېره خوشحاله وه، په خوا و شا كليو كې خلك خبر شول، چې اينه لېونۍ شوې وه،
څو ورځې چې تېرې شوې، نوپه دې غونډۍ به يې يو بوټي ته كتل، سندرې به يې
ويلې. داسې لكه چې مارماهي بيا راژوندى شوى وي. بوټى ورو- ورو لويېده. څو
كاله همداسې واوړېدل او دا بوټى يوه ونه شوه. د اينې له قد نه هم اوچته ونه.
دې به سر اوچت كړ او په ونه كې به يې كتل، چې وړې وړې غوټې به يې له تنې
راغوړېدلې وې. څو مياشتې چې نورې واوړېدې، نو يوه غوټۍ يې وليده، چې په شنه
غونډه مېوه بدله شوه. ورو- ورو دا مېوه هم غټه شوه. شين رنګ يې په نسواري
بدل شو او وېښته يې وكړل.
يوه ورځ اينې لاس وړاندې كړ او مېوه يې راوشكوله. د دې په نسواري وېښتو يې
لاس واهه او ويې ليدل چې د دې په يوې خوا دوه سترګې جوړې وې، د مېوې سر هم
هغسې و، لكه چې د مارماهي سر و او اينې داسې وګڼله، لكه چې ټونا راژوندى
شوى وي او ورته ګوري.
هغې ته د ټونا خبره ورپه زړه شوه، چې زما سترګې به تا سره وي او تا ته به
ګوري. اينې دا مېوه كور ته راوړه، مور و پلار ته يې ورښكاره كړه. هغوى داسې
مېوه چېرې نه وه ليدلې. اينې دې مېوې ته ټونا نوم وركړ.
د ونې نورې مېوې چې پخې شوې، نو دوى په كې يوه غوره كړه. بيا يې دا ماته
كړه، چې وګوري دننه په كې څه وو. دننه د دې تك سپين مغز له اوبو ډك و.
دوى چې دا سپن مغز وخوړ، نو د مارماهي په شان خوند يې كاوه. نور خلك چې خبر
شول، نو دوى هم ددې مېوې سرونه يووړل او بوټي يې وكرل.
د دې مېوې پوست دومره كلك و، چې دوى ترې لوښي جوړ كړل، د دې د نسواري وېښتو
نه يې پړي يا به يې پوزكي اوبدل. د ونې لرګى دومره كلك و، چې كښتۍ يې ترې
جوړې كړې. د مېوې سر به ډېره سپېڅلى ګڼل كېده. كله چې به مسافر د سمندر په
سفر روانېدل، نو هر يوكس به د دې مېوې يوه- يوه دانه په سمندر كې اچوله، چې
سفر يې بې خطره وي.
دوى داسې فكر كاوه، چې مېوه به د سمندر له اوبو سره نورو ملكونو ته ورسېږي
او دوى به يې هم وكري.
ډېرو خلكو چې خپل خپلوان يې ليرې تللي وو، د هغوى لپاره دا مېوه په سمندر
كې اچوله، چې ګوندې كه دوى وږي وي، نود دې سپين مغز به وخوري. اوس دا مېوه
كوپره يا ناريال نومېږي. د جنوبي بحرالكاهل په جزيرو كې اوسېدونكي اوس هم
په دې باور دي، چې انسان يوازې د كوپرې په ونه او د دې په مېوې ژوند كولاى
شي.