ماشوم چې کله په خبرو پيل وکړي،نو کيسې اوري، کيسې کوي او له کيسو څخه خوند
اخلي. په دې نړۍ کې د انسان له ژوند سره کيسې هم پيل شوې دي. هغه وخت چې
انسان په څمڅو کې اوسېده، کيسې يې کولې، د کوريا د قبيلې غړي به د ماښام تر
ډوډۍ وروسته تر اور چاپېره کښېناستل او کيسې به يې کولې. بيا دا کيسې له
يوې قبيلې څخه بلې ته ورسېدې.
وړونکي يې مسافر، سوداګر، سرتېري او جنګي بنديان وو. کډوالو به له خپلوسيمو
کډه وکړه، نو د کور له بار سره به يې کيسې هم له ځان سره يووړې.
بيا چي ليک او لوست پيل شو، نو ځينې کيسې وليکل شوې. نورو ژبو ته يې کډه
وکړه. ورو- ورو ځينو په کې دومره شهرت وموند، چې هېوادونو ورباندې دعوې
وکړې، چې دا کيسه ددوى د سيمې ده. کيسه هماغه وي، د اتلانو نومونه يې بدل
وي. خو پر ولسي کيسو هېڅوک دعوه نه شي کولاى، دا د انسان ګډه شتمني ده.
د دې کيسو جوړوونکي معلوم نه دي. چا په کوم وخت کې يوه کيسه واورېده، څه يې
په کې هېر کړل، څه يې له ځانه جوړ کړل، خو کله- کله اصلي کيسه او د هغې
پيغام پرځاى پاتې وي.
په دې ټولګه کې د نړۍ د ځينو سيمو کيسې شاملې دي. دا کيسې ژباړه نه ده.
کيسه مې په يوه يا بله ژبه کې ولوسته او بيا مې دپښتو ژبې لوستونکو ته
وليکله.
په ځينو کيسو کې پند او نصيحت شته، ځينې يوازې د انسان احساسات، د هغه
کمزوري او د هغه ارمانونه څرګندوي.
داسې کيسې اوس هم ويل کېږي او تر هغه مهاله چې ولسونه ژوندي وي،ولسي کيسې
به هم ژوندۍ وي.
په درناوي
صفيه حليم