- بهادرخانه ! دا د كافر لورانې خو سړي سيزي .
بهادرخان د زمان ګل په دې خبره ناببره ټكان وخوړ او خورا حيران دريان شو ،
بيا يې په شونډو د حيرانتيا موسكا په څپو راغله :
- دا څه وايې ، قوماندان صاحب ! كه موږ هر څه كوو ، هسې هم ستاسو په حساب د
سوچه مسلمانانو له قطاره وتلي يو ، په تاسو څنګه نن شيطان غلبه وكړه ؟
زمان ګل په بيړه ځواب وركړ :
- بهادرخانه ! څه مې زړه مې راسپړې ، دې ته ولاكه د چا نيكه هم ټينګ شي ،
نه ګورې هره يوه خداى لكه په خپل قلم چې رسم كړى وي .
بهادرخان ژر په خبرو كې ورولويد :
- نو تاسو خو درې نكاح ښكلې وطن كې پريښي !
زمان ګل په منډه ځواب وركړ :
- ته رښتيا وايې ، د طالبانو دې انصاف روزي شي ، كه نه واى راغلى ، چېرې دې
د كفر ملك ته راتلم ، سمه دمه پاچاهي مې وه . درېيمه ښځه مې كابلۍ او مكتبۍ
ده ، كله چې مجاهدينو پاچاهي ونيوه په هماغو ورځو كې مې راواده كړه.
بهادرخان بيا وپوښت :
- دا توره ښايسته ږيره � او دا خبرې ، قوماندان صاحب ، دا خلك به څه وايي؟
زمان ګل وويل :
- ته په حقه يې ، بهادرخانه ! ته دا وايې ، ما په تشو ښځينه عكسونو په كابل
كې په دومره خلكو لښتې ماتې كړي ، چې څه يې كوې � خو �
بيا څه ټكنى غوندې شو ، خو بهادرخان پرې نه ښود ، او ژر يې وپوښت :
- نو خو يې په څه كې ده ؟
زمان ګل موسكى شو :
خو يې دا ده بهادرخانه چې ملا عمر هم دلته راولې ولاكه دې نجونو ته تاب
راوړي، كه سپينه راباندې ووايي ، د دوې له لاسه هره شپه راباندې غسل اوړي .
بهادرخان ته په دې خبره خندا ورغله ، وروسته يې غوښتل څه ووايي خو زمان ګل
ترې ړومبى شو :
- بس څه يې كوې بهادرخانه ! هسې هم د خداى ګنهكاران يو ، له دې مې زيات
خراب كارونه كړي ، خداى دې راته عفو وكړي .
بهادرخان په خبرو كې ورولويد :
- نو څه غواړې امر وكړه ، قوماندان صاحب !
د زمان ګل چُرت په دې خبره خورا جوړ شو .
- بس دغه خبره كوه ، داسې وكړه چې په يوې شين سترګې مې ووله !
بهادرخان وويل :
- دا خو نو يو څه لګښت غواړي .
زمان ګل ژر ځواب وركړ :
- د لګښت په كيسه كې مه اوسه ! خو يو دوه لوټه به وي نو څه .
بهادرخان وويل :
- بس اوس (100) سل ډالره هم بس دي .
زمان ګل ژر جيب ته لاس كړ :
- واخله ! درې لوټه دې له سره ځار .
بهادرخان وويل :
- بس زه هم همدا اوس خپلې ملګرې ته وايم چې كومه ملګرې له ځانه سره راولي.
زمان ګل وخندل :
- چې ښايسته وي ، ګوره ! هسې بيزو ميزو نه وي ګوره !
بهادرخان ته هم خندا ورغله او ډاډ يې وركړ .
- بې غمه اوسه ، دلته كله بدرنګه نجونې شته .
زمان ګل وويل :
- بس نو په ور بسم الله كړه ، چې څنګه دې خوښه وي هماغسې وكړه ، كه لوټونه
كم شول ، بيا راغږ كړه ، بس چې ټوله مغازه هم اخلي ، له سر يې جار .
بهادرخان وويل :
- بس زه ځم ، بېګاه ته به ښه ميز جوړ كړو ، خو يوه پلمه بايد ولرو .
زمان ګل په بيړه پلمه جوړه كړه .
- بس ورته ووايه چې زما كاليزه ده .
بهادرخان وخندل او په بيړه د ښار د لويې مغازې په لور وخوځېد . زمان ګل ته
يې مخ ور واړاوه او ترې وغوښتل :
- بس ته ځه كور ته ! زه هر څه له ځانه سره در وړم ، چې ښه ښايسته پخلى وكړو
.
بهادرخان څو قدمه وړاندې نه و تللى چې ودرېد او له ليرې يې زمان ګل ته غږ
كړ:
- قوماندان صاحب !
دا شراب مراب به څنګه شي ؟
زمان ګل حيران شو :
- ولې !؟
بهادرخان وويل :
- بې له دې شيګڼي نجونې يارانې ته ښه نه راضي كېږي .
زمان ګل ژر ځواب وركړ :
- ځه ! څه يې كوې ، څنګه چې دې خوښه وي ، چې هغه بله لويه ګناه كوو ، دا يې
پرې له پاسه ! خداى دې راته عفوه وكړي .
*** *** ***
ماښامنۍ ميلمستيا جوړه شوه ، زمان ګل او بهادرخان دواړو هر يو له راغليو
نجونو لاسونه تاو كړل او بيا د ماښامنۍ په خوړلو شول . د زمان ګل ملګرې
زمان ګل ته څه وويل ، خو زمان ګل په روسيې نه پوهېده . له بهادرخان نه يې
مرسته وغوښته :
- بهادرخانه دا څه وايي ؟
بهادرخان د هغې خبره په بيړه وژباړله .
- قوماندان صاحب ! دا وايي چې ډېر ښكلى يې .
زمان ګل ځان ته غره شو :
- ورته ووايه چې ستا سترګې ښكلې دي .
بيا نجلۍ د شرابو پياله ډكه كړه او زمان ګل ته يې ونيوله ، بهادرخان وويل :
- قوماندان صاحب ! ناتاشا وايي چې شراب ورسره وڅكئ .
زمان ګل وشرمېد :
- او كه دا كار ونه كړم .
بهادرخان ځواب وركړ :
- ناتاشا وايي چې خفه كېږم .
بهادرخان وخندل .
- بس ورته ووايه چې تا دې خداى هېڅكله نه خفه كوي .
او بيا يې په بيړه له هغې سره جام پورته كړ ، زمان ګل ته شرابو خورا خوند
وركړ ، او د نشې په منځ كې يې وويل :
- يره دا د كافر شى خو بلا شى دى � بس انسان سم دم زمرى كړى ، له نجلۍ سره
يارانه خو رښتيا له همدې شي سره خوند كوي .
بيا ناتاشا له لاسه راونيو . موزيك او ساز يې لږ لوړ كړ ، خو زمان ګل
بهادرخان ته وويل :
- بس ورته ووايه ، چې زما دا نخرې نه دي زده ، ته دا راوښايه او زه به سم
دم كوچانى اتڼ .
او بيا څلور واړه تر ناوخته تاو راتاو شول .
ناتاشا وروسته بله پوښتنه د زمان ګل مخې ته كېښوده .
بهادرخان يې ژر وړانديز وژباړه :
- قوماندان صاحب ! ناتاشا وايي چې ږيره كه وخرييي .
زمان ګل حيران شو :
- ورته ووايه ، دا به يو بل وخت وكړم ، اوس دې ترې تيره شي ، خو لږ وروسته
ژر راضي شو .
او پرته له دې چې د هو ځواب وركړي ، په منډه تشناب ته لاړ او په دم ګړۍ كې
خرييلې ږيره بېرته راوګرځېد ، له ناتاشا يې غېږ تاو كړه ، د هغې د شونډو په
رودلو شو او پرله پسې يې د شرابو له جامونو هم غړپونه پيل كړل او چې ښه
پوره يې په شرابو ځان ولمباوه ، نو د بې خودۍ په عالم كې له ځانه سره داسې
په خبرو راغى !
- بهادرخانه ! ناتاشا ته ووايه !
بهادرخان ژر وپوښت :
- څه ؟
زمان ګل په خبرو ورګډ شو .
- ورته ووايه ما وبخښي چې له دوې سره مې جهاد كړى .
بيا يې له ده وپوښتل :
- ته او خداى په دې خلكو جهاد روا و ؟
د بهادرخان هم شراب سر ته ختلي وو ، خو هوش يې له لاسه نه و وركړى زمان ګل
ته يې ځواب وركړ :
- له سياست نه تير شه ! قوماندان صاحب ! دا ووايه چې خوښه دې شوه كه نه ؟
زمان ګل ځواب وركړ :
- چې مې خوښه نه واى ، شراب مې چښل ، ږيره مې خرييله .
دا يې وويل او بيا يې جام ډك كړ :
بهادرخان هم جام په سر راواړاوه او بيرته د څنګ كوټې ته شو .
ناتاشا او زمان ګل بيا تر سهاره خوله پر خوله پاتې شول . زمان ګل په دې ورځ
نه يوازې له سوداګريزو چارو پاتې شو او تر ناوخته بېده پاتې شو ، بلكې دا
يې په وروستيو كلونو كې لومړنۍ ورځ وه چې د ګهيځ لمونځ ترې قضا كېده ، له
دې كبله څنګه چې له خوبه راپاڅېد ، په بيړه يې همداسې بربنډ ځان تشناب ته
ورساوه . لومړى يې غسل پرځاى او بيا په منډه د بربنډې ناتاشا تر خوا له
ځانه سره په راوړې مساله ودرېده او د قضا لمانځه په نيت يې غوږونو ته
لاسونه پورته كړل ، لمونځ يې هم په بيړه وكړ او چې څنګه يې سلام وګرځاوه
يوازې همدومره قدرې دوعا يې وكړه :
- خدايه ! ګنهكار ته دې معافي وكړه .
او بيا د ناتاشا د ليدو په نشه كې غرق شو ، سر ته يې ودرېد او له ځانه سره
بيا ګډ شو :
- يره نجلۍ ! په ولا چې د خپلې كابلۍ مينه مې در باندې ماته كړه .
غوښتل يې بيا بسترې ته شي چې د بهادرخان ټوخي له ليرې له دې پريكړې واړاوه
.
بهادرخان چې سر يې له ډېرو شرابو څښلو دروند و ، په خندا كې زمان ګل ته
وويل :
- قوماندان صاحب ! دا خو رڼا غرمه ده ، بس تيارېږه چې بازار ته ناوخته شو .
زمان ګل ژر ورغبرګه كړه :
- بازار په بلا ووهه ، دا د دنيا حرص دى ولاكه سړى په موړ شي .
بهادرخان موسكى شو :
- ښه سمه ده ، څنګه وه شپه دې ؟
زمان ګل ځواب وركړ :
- بس څه يې كوې بهادرخانه ! په وېښه او بېدنه سم له ښاپېرو سره وم ، سم دم
د كوه قاف غرونو كې ټوله شپه ګرځېدلى يم .
بيا څه پوښتنه په زړه كې وروګرځيدله :
- بهادرخانه ! دې شين سترګې ته كومه شرعي لار نه جوړېږي چې څلورمه مې شي؟
بهادرخان ځواب وركړ :
- قوماندان صاحب ! دا خو څه افغانستان نه دى ، دلته خو ازادي ده ، نه به ته
ټينګ شې او نه دا .
زمان ګل يې خبره تصديق كړه :
- يره دا خو دې رښتيا وويل ، اوس چې مې دا خوند وليد كله يوازې يوې ته
كښېناستى شم .
بهادرخان وپوښت :
- ښه دا نورې خبرې خو به پټې شي ، اوس به دې خلكو ته د ږېرې څه وايې ؛
قوماندان صاحب ؟
زمان ګل موسك شو :
- كه رښتيا درته ووايم دې ږيرې ته ډېر پخوا تخڼېدم ، بس په پلمې پسې وم او
بهادرخان كټ په خندا شو .
- او پلمه نو خداى داسې پلمه دركړه چې هېڅ چاره دې نه وه .
په دې خبره دواړو په كټ كټ وخندل .
براتسلاو � سلواك
د 2003 ميلادي كال د اكتوبر 10