لا په شپږم ټولګي كې وم ، چې د اميب له نامه سره د بيولوژۍ د كتاب په مرسته اشنا وم
. په دې اړوند مې لوستي وو : اميب يو حُجروي حيوان دى � په سترګو نه ليدل كېږي � او
يوازې د مايكروسكوپ له لارې انسان كولى شي ، هغه وويني � هغه د هاضمې جهاز د ګډوډۍ
او اختلال سبب ګرځي ، او د اميبياز (اميبي پېچش) ناروغي پيدا كوي � خو په هغه وخت
كې ما د دغه حيوان او د هغه څخه د راولاړو شوو ناروغيو خيال نه ساته ، ځكه په هغو
كلونو كې د ډېرې خرابې حفظ الصحې سره سره ډېر كم ناروغېدم ، او چې كله به ناروغه هم
شوم ، له ګوليو او ستنو مې ډډه كوله ، يوازې كورنۍ دوا به مې كاروله ، او يا به هم
كوم يوناني طبيب ته ورتلم ، خداى به ژر ښه كړم .
وروسته له ډېرو كلونو كله چې د ځوانۍ باد زما په وجود راوالوت او ښوونځى مې هم په
بريالۍ توګه پاى ته ورساوه ، يوې سختې ناروغۍ راڅخه غېږه تاوه كړه . تل به مې له
سرخوږۍ ، پېچ ، نفخ او باد � نه سر ټكاوه . له دې سره جوخت مې رنګ هم مخ په زيړېدو
شو ، او ډنګرۍ ته مې هم مخه كړه . ما چې د خپلې كورنۍ عنعنې له مخې د معاصرو
ډاكترانو او درملو ډډه كوله ، له يوناني طبيبانو خورا ډېر درمل او دارو وخوړل ، خو
هېڅ شي ګټه راونه رسوله . په دې سبب له يوه كال يوناني تداوۍ وروسته اړوتم ، د ښار
يوه ډاكتر ته چې د داخلي ناروغيو تخصص يې له بهرني اروپايي هېواده راوړى و ، ورشم .
داكتر ته ډېرو ناروغانو وار نيولى و ، او د هر چا له خوا يې د تعريف او تمجيد خبرې
كېدې ، ما چې دغه خبرې اورېدې ، نو په زړه كې مې د ښه كېدو هيله په پوره كېدو په
نظر راغله . وروستى وار زما و ، كله چې ورحاضر شوم ، هېڅوك نه و ، او دا مې ډېره ښه
خبره بلله ، ځكه فكر مې كاوه ، چې ښه او ډېر به مې سر ترپايه وګوري ، وروسته له
كتنو يې لابراتوار ته واستولم .
سبا مې لومړى وار نيولى و ، دستي څنګه چې ورننوتم ، د لابراتوار د كتنې پاڼه مې
ورښكاره كړه . د سترګو په رپ كې يې له نظره تېره كړه :
- ما هم همداسې فكر كاوه .
غوښتل مې پوښتنه وكړم .
- � كوم مرض دى ؟
خو دى راڅخه ړومبى شو :
- اوبه مو د نل دي كه د څاه ؟
- د څاه دي صيب !
- څاه مو ژوره ده ؟
- نه په كرايي كور كې اوسېږو ، شاوخوا مو ټول كورونه خام دي .
ډاكتر د هر څه : كور ، حفظ الصحې ، اقتصادي وضعې � په هكله خورا ډېرې پوښتنې وكړې ،
او ما هم مناسب ځوابونه وركړل . وروسته له پوښتنو يې د نسخې په ليكنه پيل وكړ :
- دا نسخه به دې جوړ كړي ، خو ګوره چې د څاه اوبه ونه څكې ! � مېوه او تركاري بايد
تل په پټاسو پرېمينځې ! له ګرد او دوړو هم ځان لېرې ساته !
*** *** ***
د ډاكتر د لارښوونې سره سم مې ټوله نسخه استعمال كړه ، د روغتيايي رژيم ، پرهېز او
نظافت په هكله مې هم د هغه ټولې لارښوونې پرځاى كړې . په رښتيا چې دا هر څه ګټور
وختل ، د نسخې په پاى كې مې په روغتيا كې بدلون راغى . له وجوده مې هم د ناروغۍ
ډېرې نښې لېرې شوې ، بڼه مې بېرته تر او تازه شوه ؛ ډنګري هم څه نا څه وركه او له
منځه ولاړه ، د كسالت او ستړيا احساس مې هم مخ په كمېدو شو ، لنډه دا چې بېرته
پخواني حال ته د ورتلو په لاره سم شوم .
*** *** ***
خو دا هر څه ډېر لنډ وو ، كال لا نه و تېر چې بېرته مې هماغه ناروغي او كړاو د وجود
مېلمه شو . دا ځل هغې داسې زما په وجود لنګر واچاوه ، چې د هېڅ درمل زور پرې ونه
رسېد ، كه جوړ به هم شوم ، دا به ډېر لنډ ، او د دوو دريو مياشتو به يې تېرى نه
كاوه . بله دا چې دارو درملو مې هم په وجود ډېره بده اغېزه وكړه ، د هغو د كارونې
په وخت كې به تل بې اشتها ، ګنګس او بې هوښه وم ، ګولۍ او شربتونه به مې هم په ډېرې
سختۍ له ستوني تېرېدى ، او د ستنې په ليدو به مې د ورايه په زړه ساړه ننوتل ، او
غونى به مې رېږدېده .
دې حال مې نه يوازې د هاضمې په جهاز ، اشتها � بده اغېزه وكړه ، بلكې عصبي سېستم يې
هم راته ګډوډ كړ ، حافظه مې تر ډېرې اندازې له لاسه وركړه ، په اندك خبره به خفه او
رنځېدم ، غوسه به مې هم ډېره ژر راتله .
*** *** ***
دې حال څو كاله دوام وكړ او د هرې ورځې په تېرېدو سره به مې حال نور هم خراب او
خړپړ كېده ، تر دې چې له ژوند نه مې لاس وڅانډه ، او د مرګ شېبې ته سترګې په لاره
كښېناستم ، نه يوازې مې لومړنى معالج ډاكتر علاج ونه شو كړاى ، بلكې د ګڼو
پروفيسورانو نسخې هم زما په اميب غالبې نه شوې . كله چې به مې درمل استعمال كړ اميب
به هم ورك شو ، خو چې يوې څو مياشتې به لا تېرې نه وى ، لابراتواري كتنو به بيا
اميب ښوده .
د ډېرو درملو استعمال تر دې زما په طبيعت او مزاج بد ولګېده ، چې په معاصر طبابت مې
بېخي باور لاسه وركړ ، او بېرته مې يوناني طبابت ته مخه كړه . خو يوناني طبابت هم
دا ځلې د پخوا په څېر نه و ، هېڅ يې د توانه نه پوره كېدل ، په دې وجه مې د هر څه
زړه تور شو ، او په دې لاره كې مې ټولې هلې ځلې او زيار بې ګټې په نظر راغلل . همدا
خبره وه چې ډېر به مرض نه وم پسې اخېستى ، هېڅ طبيب ته به نه ورتلم ، او نه به مې
په خپل سر كوم درمل اخېستل .
*** *** ***
داسې وخت راورسېد ، چې زه يو بهرنى اروپايي هيواد ته د تحصيل له پاره واستول شوم ،
ډېر خوشال وم ، نه يوازې دا چې ښه تحصيلات به وكړم او د بهرني متمدن فرهنګ او خلكو
سره به له نږدې اشنا شم ، بلكې په دې وجه هم ډېر خوښ وم ، چې هلته په اميب د ككړېدو
امكانات ډېر محدود و ، ځكه د نل اوبه ، عصري بيت الخلاوې ، كانكريتي سركونو او
پاركونو � موجوديت د اميب وېره له منځه وړه ، او زه په دې كلك باوري وم ، كه يوځلې
هلته د اميب له شره وژغورل شم ، بيا به هېڅكله له هغه سره مخامخ نه شم ، او نه به
هم له هغه څخه راولاړې شوې ناروغۍ زما په وجود كې ځالې وكړې . همداسې هم وشول ،
څنګه چې ورسېدو ، د ټول ګروپ صحي معاينات پرته له دې چې څوك روغ او كه ناروغ و ، تر
سره شول . لابراتواري كتنو زه نور روغ وبللم ، د وينې معاينې وې او كه د وجود د
مختلفو برخو دارډيوګرافي ټول سلامت وو ، خو غايط موادو دلته هم زما د اميب ګواهي
وركړه ، له هماغه پيله دستي بستر شوم ، او لا مې اوه ، لس ورځې نه وې تيرې چې روغ ،
رمټ له روغتونه رخصت شوم ، د روغتون د داخلي ناروغيو ټولو ډاكترانو تصديق كړه ، چې
زه اوس روغ يم . خو له دې سره سره بيا هم زه په خپلې روغتيا باوري نه وم ، او ګڼله
مې چې بيا به راباندې هجوم راوړي، خو زما خيالونه او تصورات ټول غلط وختل . زه بيا
دلته ډېر كلونه ناروغ نه شوم، په بريالۍ توګه مې خپل لوړ تحصيلات پرمخ بيول . له
شپږ كلن تحصيل وروسته مې د لوړو تحصيلاتو عالي دېپلوم په لاس راوړ ، او بېرته هېواد
ته راستون شوم .
*** *** ***
پوره څو مياشتې وې ، چې ښه روغتيا مې لرله ، راسپارل شوې چارې مې په ډېرې ښې توګه
پرمخ بيولې . هاغه پخوانى اندېښنې چې د وېجاړې روغتيا په هكله راسره ملګرې وې ،
ټولې هېرې شوې وې . او ځان مې پوره روغ ، رمټ انسان بللو ، خو لا څلور � پنځه
مياشتې نه وې تېرې ، چې بيا د نس په درد ، د هاضمې د جهاز په ګډوډۍ اخته شوم ، خو
دا ځل ما د پخوا په څېر نه ګڼله چې بيا د اميب په منګولو كې پرېوتى يم ، بلكې تصور
مې كاوه ، چې د نامناسبو خوړو په وجه راته موقتي كوم رنځ پيدا شوى وى ، په بيړه
ډاكتر ته ورغلم ، د تكليف ټول حكايت مې ورته تېر كړ . ډاكتر د خپلو معايناتو وروسته
لابراتوار ته بيا واستولم دا ځل بيا لابراتواري كتنو اميب ښوده . كله چې ډاكتر ته د
دوهم وار له پاره د لابراتواري كتنې د پاڼې سره ورغلم ، ډېره مې بڼه خرابه وه ،
ډاكتر لكه چې سمدستي د پاڼې په ليدو سره په هر څه ورسېد ، په دې خاطر يې د ډاډينې
له پاره وويل :
- كوم سخت رنځ نه دى � روغېږي .
په شكمنه توګه مې خبره ورغبرګه كړه :
- ښه ! � خير يوسې ډاكتر صاحب !
ډاكتر بيا پاڼه مخې ته كېښوده ، او ځانه سره په خبرو شو .
- اميب � هى هى � په دې وطن كې څوك له دې بلا خلاصېدى شي ؟
دا مې نن لسم ناروغ دى ، چې په اميب ككړ دى .
او بيا ما تكرار كړه :
- تاسې رښتيا وايي ، زه اميب لرم .
- بلې ! � د نظافت پام ساته ! � دا نسخه دې ضروري ښه كوي .
پوښتنه مې وكړه :
- پرهېز مې څه شيان دي ؟
ځواب يې راكړ :
- نور هر څه خوره ! يوازې له خامې مېوې او تركارۍ څه وخت پرهېز وكړه ! � د څاه اوبه
هم درته ښې نه دي . يا اوبه ګرموه ، او يا د نل اوبه كاروه � له دوړو او ګردونو هم
ځان ژغوره .
دستي يې په خبرو كې ورټوپ كړل :
- په دې هر څه پوهېږم � زه د اميب سره پوره بلدتيا لرم .
ډاكتر چې څنګه واورېدل ، په بيړه يې په نسخه كې كوم بل قلم هم ورزيات ، او درې وړې
كرښې يې په پاڼه راښكودې ، چې د نسخې د درې ځلې تكرار معنا يې وركوله . بيا يې وويل
:
- چې داسې ده � دا نسخه به درې ځلې استعمالوې � ضرور به ښه شې .
د ډاكتر نسخه مې راواخېسته ، او زړه نازړه مې د هغې په استعمال پيل وكړ . پوره څو
مياشتې ناروغي وركه وه . ګومان مې وكړ ، لكه چې له شره يې خلاص شوم ، خو يو كال تېر
نه و ، چې بيا ناروغي تكرار شوه . او په دې توګه مې بيا د څو تېرو كلونو حال واحوال
شو � ښه كېدم به ، او بېرته به ناروغېدم . د مطلقې روغتيا پته هېچېرې نه لګېده ،
ټولې هيلې برباد شوې . بېرته د مرګ نيټې ته سترګې په لاره شوم .
*** *** ***
دا ځل مې پرېكړه وكړه ، چې هېڅ طبيب ته به ځان نه ورښايم ، يا به ومرم ، او يا به
پخپله ښه شم ، خو يوه ورځ چې مې ناروغي د مرګ اندازې ته راورسېده ، پلار او ورونو
مې زما د ټينګار سره سره بيا د هاضمې جهاز د ناروغيو يوه پروفيسور ته بوتلم .
پروفيسور چې ځان يې په ټول هېواد كې د هاضمې جهاز د ناروغيو يوازېنى او بې جوړې
متخصص باله ، زما د ناروغيو د ټولو سوابقو په هكله له ما وپوښتل ، او كله چې زما د
تېرو نسخو او خپلو كتنو خلاص شو ، د مخه تر دې چې نسخه وليكي ، راته وويل :
- كه لابراتوار ته دې هم ولېږم ، بل څه نه ليكي � نورې ناروغۍ هم لرې ، خو اساسي
ستونزه ستا اميب دى .
په بې صبرۍ په خبرو كې ورګډ شوم :
- دا څنګه اميب دى ، چې نه ترې خلاصېږم ؟
پروفيسور په ارامه توګه ځواب راكړ :
- د اميب علاج سخت هم دى او اسان هم .
پوښتنه مې وكړه :
- څنګه ډاكتر صاحب ؟
- داسې چې هغه درمل ډېر زيات دي ، چې اميب له منځه يوسي ، خو خبره دا ده چې دلته د
اميب د همېشنۍ وژنې شرايط ډېر نامناسب دي . ګرانه !
ما په غوسې سره وويل :
- نو چې داسې ده ، نسخه د څه له پاره ؟
- ځواب يې راكړ :
- نااميده كېږه مه ! نااميدي بلا ده � كه نسخه بشپړه استعمال كړې ، او زما لارښوونې
ومنې ، خداى به دې ښه كړي .
په بې پروايۍ سره په خبرو كې ورولوېدم :
- نو تاسې خو وايي ، چې دلته د اميب د وژنې شرايط ډېر نامناسب دي .
په بيړه يې زما خبرې پرې كړې :
- رښتيا درته وايم � اساسي نسخه دا نه ده ، اساسي نسخه زموږ د هېواد حفظ الصحه ده ،
په دې شېبه كې مې په غيرارادي توګه له خولې ووتل :
- نو دا حفظ الصحه به كله ښه شي !؟
ډاكتر په ورين تندي راغبرګه كړه :
- كله چې جګړه پاى ته ورسېږي ، او زموږ هېواد د تمدن او پرمختګ په لور لوى ګامونه
پورته كړي � . ايا تا په هغه هېواد كې هم كله اورېدلي وو ، چې څوك دې په اميب ،
اسكارېس ، جارديا ، تينا � ككړ شوى وي ؟ او كه داسې څوك وو هم، د ګوتو په شمار به
وو ، خو زه په ازموينې سره درته وايم ، چې دلته به هېڅ كورنۍ نه وي ، چې په دا څېر
پرازيتي ناروغيو دې نه وي ككړ .
زه بيا په خبرو كې ورګډ شوم ، دا ځل مې ډېر مزاج تريخ شوى و .
- دا خو نو ډېر كلونه نيسي � تر هغې وخته به زه � .
ډاكتر مې دستي خبره پرې كړه :
- دا د ډاكتر له پاره نه ښايي ، خو تاسې ما اړ باسئ چې درته ووايم .
په وارخطايۍ مې وويل :
- څه بايد راته ووايې ؟
ځواب يې راكړ :
- بايد درته ووايم ، تر څو چې زموږ همدا حال وي ، د دې ناروغيو علاج هم ډېر ناشونې
خبره ده .
بيايې نسخه راوسپارله :
- خو خداى مهربان دى . ښه به شې � نااميده كېږه مه !
او ما لكه د ډاكتر خبره چې هېڅ نه وي اورېدلي ، په مات زړه د ډاكتر نسخه كله چې له
كتنځي راووتم ، په ناخوداګاه ډول څيرې څيرې كړه � بيا هېچا ته ورنغلم او ټول فكر او
هوس مې له هغې ورځي دې ته راګرځېدلى دى چې كله به جګړه پاى مومي ، او كله به موږ د
تمدن په لور اوچت ګامونه اخلو ؟
جلال آباد ، د 1373 كال د وري 25