دا موزيم د مشورو كسانو د څېرو په نامه شهرت لري ، ملا عبدالباقي سر وښوراوه :
- ښه !
او بيا يې مېلمه پال وپوښت :
- مشهور كسان لكه پاچايان او د ملكونو مشران !؟
مېلمه پال ژر ځواب وركړ :
- نه دلته عادي كسان هم شته ، هر هغه څوك چې په كوم څه كې يې ريكارډ ټينګ كړى وي .
ملا چې د لومړي ځل لپاره يې د ريكارډ كلمه واورېده په حيرانتيا يې پوښتنه وكړه :
ريكارډ يې لا څه ته وايې ؟
مېلمه پال دستي ځواب وركړ :
- داسې كار يې كړى وي چې هم حيرانوونكى او هم په ټوله نړۍ كې بل چا نه وي ترسره كړى
.
د ملا سر خلاص نه شو ، ځكه يې بيا وضاحت وغوښت :
- سر مې پوره خلاص نه شو .
مېلمه پال ريكارډ په تفصيل تشريح كړ :
- لكه له ټولو زيات اوږده بريتونه ولري ، ږيره يې بې سارې اوږده وي ، نوكان يې له
مترو واوړي ، يا تر ټولو اوږد عمر ولري . په هر شي كې يې چې په نړۍ كې سيال او مخى
نه وي ، هغې ته د ريكارډ لرونكى وايې .
ملا او مېلمه پال دا خبرې كولې چې ناببره د ملا سترګې د لينن په څېره ولګېدې، له
خولې يې په حيرانتيا ووتل :
- دا ملحد نو دلته څه كوي ، تاسې انګرېزان هم عجيبه قام ياست ! هلته مو موږ ته د ده
موريدان په غېږ راوستي ، زموږ شا راډبوئ او دلته يې نېغ په موزيمونو كې راځوړندوئ .
مېلمه پال ژر ورغبرګه كړه :
- دلته يوازې د سياست پهلوانان نه ، بلكې د مذهب او روحانيت ستر استازي هم وجود لري
.
دستي يې يوې څېرې ته ګوته ونيوه :
- دا پېژنې ؟
ملا چې څنګه څېرې ته ځير شو ، ژر يې ځواب وركړ :
- دا څوك نه پېژني ، دا خو خُميني دى كه نه ؟
بيا يې مېلمه پال ته مخ راواړاوه .
- څنګه يې موږ هېر كړي يو ، ولې زموږ وطن خو هم له وليانو او غازيانو ډك دى.
مېلمه پال وخندل او په خندا يې ځواب وركړ :
- غم مه كوه ! خپل وطندار به هم وګورې .
ملا دستي په خبرو كې ورولوېد او پوښتنه يې وكړه :
- بس دغه خبرې كوه ، نه چې موږ مو هېر كړي يو ، هسې خو زموږ ټول وطنداران بايد دلته
راځوړند واى ، دې لوى خوګ سره كوم بل نر غير له موږه افغانانو په غېږه ورتلاى شي .
مېلمه پال وخندل :
- يره قوماندان صاحب ! رښتيا وايې ، خو دلته له ټولو زيات د مشهورو كسانو ځاى دى .
ملا ته پوښتنه راولاړه شوه .
- تاسې وويل ښه او خراب دواړه ؟
مېلمه پال ځواب وركړ :
- هو چې په خپل عمل كې بېساري وي .
ملا وويل :
- چې داسې ده ، كارمل به هم په كومه څنډه كې راځوړند وي .
دوى په ورو ، ورو قدمونه اخېستل او يو په بل پسې يې د تصويرونو ننداره كوله چې د
ملا له خولې ناببره چېغه شوه :
- يا رب العالمينه ! له قدرتونو دې ځار شم ، دا خو زه هم دلته راځوړند يم .
بيا له حيرانتيا هك پك شو :
- دا څنګه سر مې خلاص نه شو . له ما خو ډېر لوى ، لوى قوماندانان شته چې تر ټولې
دنيا تللي او څو ځلې ستاسې مشرې او د امريكا مشرانو مېلمانه كړي . مېلمه پال ځواب
وركړ :
- خو ريكارډ يوازې تا ټينګ كړى .
ملا حيران شو :
- څنګه ؟
- ستا په لاس او امر چې څومره خلك وژل شوي ، د نړۍ هېڅ جلاد يې په نن سبا كې سيال
نه دى .
ملا وويل :
- خو ما بې ګناه خلك نه دي وژلي ، ګوره چې پام دې وي دې خبرې ته ، هغه هر يو يا
عسكر ، يا مامور سازماني يا حزبي و او يا هم دوى ته قريب څوك .
مېلمه پال وويل :
- چې هر څوك وو ، دا يوه خبره او دا چې څرنګه او په كومه بڼه ؟
ملا په خبرو كې ورولوېد :
- په دې هم خبر ياست چې څنګه مې وژلي ؟
مېلمه پال وويل :
- په هر څه ، دلته ان دا ارقام هم شته چې څو تنه مو په توپ الوځولي ، په څو تنو مو
چاړه راكښلې او څومره مو په ټوپك وېشتلي ؟
ملا حيران شو :
- دا څه وايې ؟ تاسو ته دا ټولې شمېرې معلومې دي .
مېلمه پال پاس څېرې ته وكتل او ملا ته يې كړل :
- وګورئ ! پاس د څېرې لاندې هر څه شته ، تاسو يوازې د دې كال په جريان كې 3500 كسان
له تېغه تېر كړي . دومره قتلونه په نړيوالو جګړو كې هم يوه تن په خپل لاس نه دي
ترسره كړي .
ملا استدلال وكړ :
- خود چې داسې ونه كړو ، په بل شان ستاسو او زموږ دا ګډ دښمن راپرزېدى شي؟
بيا يې په ورو له خولې ووتل :
- رښتيا وايې چې د زرو قدر په زرګر وي . تاسې مې په قدر هغه دى پوهېږئ ، خو خپل
وطنداران او خپل د جهاد ملګري څه څه راپسې نه وايې !