اينځرګل چې څنګه له ميدانه راووت او د خپل ملګري ګلاب شاه په موټر كې سپور شو ، نو
له ګلاب شاه يې لومړنۍ پوښتنه همدا وه .
- ګلاب شاه ! اوس هم ښكار كېږي ، كه نجونې له پانګوالۍ سره مغرورې شوي ؟
ګلاب شاه په خندا شو :
- يره ما ويل ته به د افغانستان تنګسو له زوره غورځولى يې ، خو چې وينم دې هماغسې
وږى او له زوره نه يې وليدلى .
ګلاب شاه هم په خندا ځواب وركړ :
- په څه شي به موړ شم ، زه پوهېدم چې يوه ورځ راځم ، بس همدا خبره وه چې واده مې
ونه كړ .
ګلاب شاه حيران شو :
- رښتيا ! تراوسه لا جره يې ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- بس قسم چې دا نجونې به را په ياد شوې كه مې هېڅ نجلۍ ته زړه ورته ، بله دا چې له
دې ځايه چې تللى يم ، په افغانستان كې مې كراره ورځ نه ده ليدلې ، ما ويل يوه ورځ
به راكډه كېږم ، بيا به ښځه او بچيان چا ته پرېږدم ؟ له وطنه مې لاس مينځلى و ، ما
ويل زما په ژوند خوولاكه په قرار شي .
ګلاب شاه په ټوكه وويل :
- هسې نه چې دلته دې ګلونه نه وي كرلي !!
اينځرګل ورغبرګه كړه :
- نه ولاكه مې هېچا ته د هېڅ شي وړانديز كړى وي .
بيا لږه شېبه غلى شو ، خو ګلاب شاه ژر وپوښت :
- څنګه غلى شوې بچوخانه ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- كه رښتيا درته ووايم ، زه چې تلم يوې ملګرې رانه حمل واخېست هغې ته مې سودا وه چې
څنګه به شوې وي ، هسې نه چې پلار شوى وم .
ګلاب شاه وپوښت :
- څومره وخت ورسره ګرځېدلى وې ؟
اينځرګل په بيړه ځواب وركړ :
- ايله درې مياشتې ، اوه لس كلنه وه ، لا اتلس كلنۍ ته هم نه وه رسېدلې ، خو د ظالم
لور ډېره ښاېسته وه ، كه چېرې وطن ته نه واى تللى ، واده مې ورسره كاوه .
ګلاب شاه وويل :
- شكر وباسه چې نه دي دې كړې ، ما چې كړې ، كومه ښه ورځ مې ليدلې ، دا ښځې له موږ
او تاسو سره نه جوړېږي .
بيا يې اينځرګل وپوښت :
- ښه د دې نجلۍ كوم ادرس درسره دى ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- نه ! � همدا چې خبر شوم چې داسې خبره ده ، پښې مې ترې وويستې ، ما ويل هسې نه چې
په كوم غضب وانه وړم .
ګلاب شاه وويل :
- ځه ! څه يې كوې ، اوس به واده وي .
دوى په خبرو خبرو كې بيا د ګلاب شاه كور ته راورسېدل .
د ماښامنۍ ډوډۍ وروسته چې ګلاب شاه د اينځرګل سره په پوره بنډار او اوږدو كيسو ستړى
شو ، دستي يې اينځرګل ته مخ ورواړاوه او وړانديز يې وكړ :
- اينځرګله ياره ! لويه لار دې وهلې ، ښه پوره به ستړى يې � بس اوده به شو ، او بيا
يې په خندا كې خبره داسې اوږده كړه :
- بس سبا ته د شنبې شپه ده ، پخواني يادونه به تازه كړو ، نوو ډيسكو ته به دې بوځم
، چې د افغانستان او جګړې ټول غمونه دې له سره والوزي .
اينځرګل يې خبره ومنله .
- بس چې څنګه دې خوښه وي ، كه نه زه خو د دې ورځې او شپې خُمار ، خُمار يم. ما په
افغانستان كې داسې ورځې ليدلي قسم په خداى كه به مې په اونيو ، اونيو سترګه پټه كړې
وي � زه له بې خوبۍ او ستړيا سره اموخته يم .
ګلاب شاه ورغبرګه كړه :
- ته خو به اموخته يې ، خو زه چې نه يم .
دواړو په كټ كټ وخندل او بيا بېده شول .
اينځرګل ښه درانه خوب يووړ ، خو په درانه خوب كې تېرو يادونو پسې واخېست، د شوبلو ،
راكټو او نورو وسلو مرګوني غږونو ، د كورنو د سوځېدو ، د ولږې ، تنګسو ټولې شېبې يې
كره شپه په خوب كې وليدلې .
ګهيځ چې څنګه له خوبه راپورته شو ګلاب شاه ته يې حال تېر كړ .
- يره ګلاب شاه اشنا ! افغانستان او هغه دربدرۍ مې ولاكه دلته هم كه آرام پرېږدي ،
يو څه بېګاه ته وكړه چې دا فكرونه مې په بله خوا ولاړ شي .
ګلاب شاه ډاډ وركړ :
- بې غمه اوسه ! داسې سرې او سپينې به درباندې وګورم چې په خوب كې به دې هم نه ولي
ليدلي .
اينځرګل له خوشالۍ وغوړېد .
- بس دغه غبره كوه ، او بيا يې ګلاب شاه وپوښت :
- څه فكر كوې ؟ اوس خو په هماغه دم كې نه يو ، څلوېښتم كې ورګډېږم او ګډا هم را نه
هېره ده .
ګلاب شاه وويل :
- په زړه څنګه يې ؟
اينځرګل په بيړه ځواب وركړ :
- په زړه خو ولا چې له ( 18 ) كلن نه هم په زور كې يم درې ښځې خو په شرط زړوم.
ګلاب شاه خوشاله كړ :
- بس دغه خبره كوه � دا نجونې اوس له ځوانانو نه پاخه ډېر خوښوي .
اينځرګل موسكى شو .
*** *** ***
د شپې لس بجې وې چې دواړه د براتسلاو يوې نوې پرانېستې ډيسكو ته ولاړل .
په ډيسكو كې ګلاب شاه اينځرګل ته مخ ورواړاوه :
- دا اوسنۍ ګډا زما هم ښه نه ده زده ، بس د دې بار مخې ته اودرېږه ! سترګې جنګوه ،
ضرور ښكار په لاس درځي .
ګلاب شاه لا خبره پاى ته نه وه رسولې چې اينځرګل يوې تنكۍ پېغلې په نښه كړ .
اينځرګل په ورو ګلاب شاه ته كړل .
- دا نجلۍ ډېره راګوري ، خو ډېره وړه ده .
ګلاب شاه وهڅاوه .
- ځه امتحان يې كړه .
اينځرګل ژر د ګلاب شاه خبره ومنله ، او نجلۍ ته په بيړه ورنږدې شو ، ځان يې په بيړه
وروپېژاند :
- زه اينځر يم .
- زه سونيا يم .
- سونيا ! څنګه دې زه څارلم ؟
- زما اسيايان او غنم رنګه نارينه ښه ايسي .
- خو زه او ته د عمر ډېر تفاوت لرو .
- ما ته مهمه نه ده ، زما پاخه ځوانان ښه ايسي .
اينځرګل سونيا وپوښتله .
- څو كلنه يې ؟
سونيا په بيړه ځواب وركړ :
- 17 او ته ؟
اينځر زړه نازړه له خپل عمره ( 6 ) كلونه كم كړل .
- زه ( 34 ) .
سونيا وخندل :
- زما د پلار په ځاى .
خو بيا يې جدي بڼه ونيوه .
- هسې ټوكه كوم ، كه ( 40 ) كلن هم اوسې ، پروا نه كوي ، خو له دې د زيات عمر
نارينه نه شم زغملى .
اينځرګل د خوشالۍ له احساسه سره سره خورا حيران و ، خو سونيا يې حيرانتيا ژر له زړه
والوزوله :
- ولې د نڅا ميدان ته نه راګډېږې ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- چې لږ مې سر ګرم كړم � بيا به درشم .
له دې وروسته اينځر تر سهاره اوږې وغورځولې . د نڅا په پاى كې سونيا له اينځره رخصت
واخېست او د بيا ليدو لپاره يې ځاى وټاكه ، كله چې يو له بله بيلېدل ، نو اينځر په
ورو خپلې شونډې د سونيا شونډو ته ورنږدې كړې ، ترڅو يې له رودلو لږ څه خوند واخلي ،
خو سونيا ژر ټېل واهه .
- نه ! نه ! دومره ژر نه ، زه دومره اسانه نه يم ، يوازې مخ يې د هغه په مخ ولګاوه
او د خپل كور په لور رهي شوه .
اينځر د تېرې شپې په څېر افغانستان او د جګړې كړاوونه په خوب كې نه ليدل ، دا ځل يې
ټوله شپه د خوبونو مېلمنه سونيا وه او چې څنګه له خوبه راكښېناست، بيا د هغې په
چُرت كې ډوب شو ، او مازيګر يې ملاقات ته ورغى .
سونيا له خوشالۍ په غېږ كې ونيو ، او اينځر يې شونډې لا خپلو شونډو ته نه وې نږدې
كړې چې د سونيا د مور د تېلفون زنګ راغى ، مورې وپوښتله :
- سلام سونيا ! چېرې يې ؟
سونيا ځواب وركړ :
- له خپل نوي ملګري سره .
مور يې پوښتنه وكړه :
- دا دې لومړى ملاقات دى ؟
سونيا ځواب وركړ :
- هو مورې !
- مور يې وپوښتل :
- څوك دى ؟
- يو غنم رنګه اسيايي ، وايي د افغانستان يم .
مور يې حيرانه شوه .
- هم ( 34 ) كلن او هم د افغانستان ؟
- هو مورې ! پاخه ډېر مهربانه وي � ځوانان په مينه كله پوهېږي .
- زه مشوره نه دركوم ، لورې ! خو چې ټينګار كوې ، سبا يې كور ته راوبوله .
سونيا خوشاله شوه او اينځرګل ته يې مخ كړ :
- پوه شوې چې مور مې څه وويل ؟
اينځرګل ځواب وركړ :
- نه .
سونيا وويل :
- بس سبا زموږ مېلمه يې ، مور مې غواړي ، تا وويني ، د هغې تصديق ضرور دى .
اېنځرګل وپوښتله :
- مور دې څو كلنه ده ؟
- بس ستا همزولې ( 35 ) .
اينځرګل وويل :
- كه زما مخالفت وكړي ؟
سونيا يې اندېښنه په بيړه ځواب كړه :
- مه وېرېږه ، كه مخالفت هم وكړي ، زما مخه نشي نيولى . زه د مور درناوى لرم، خو
مينه ، مينه ده ، ته مې اوس په زړه كې ناست يې .
اينځرګل په بيړه ښكل كړه او مشوره يې وركړه :
- په دې عمر كې دې مور حق لري چې تا وڅاري .
سونيا يې په پلوۍ وويل :
- مور مې ګرمه نه ده ، په همدغه عمر كې يې په يو چا زړه بايلود او له هماغه لومړني
كوروالي يې زما نطفه په جوړېدو شوه ، خورا بيرېږي چې زه يې په برخليك وانه وړم .
بيا يې اينځرګل ته وويل :
- خو ګوره زه دومره اسانه او ساده نه يم چې په مينه دې پوره باوري نه شم ، غېږې ته
دې بېدېدو ته نه درځم . ان نه غواړم شونډې مې ورودې .
له دې وروسته يې پوره چكر سره وواهه ، او بيا سره له يو بله بيل شول .
سبا اينځرګل نېغ د سونيا كور ته ورغى او له رسېدو سره سمدستي يې د دوې د كور زنګ
وواهه :
سونيا يې هركلى وكړ ، په خوشالۍ يې دروازه پرانېستله او كور ته يې دننه كړ .
اينځرګل په بيړه پوښتنه وكړه :
- مور او نوره كورنۍ دې چېرته دي ؟
سونيا اوسيلى وويست او په ژړه غوني غږ يې وويل :
- زه له مور سره يوازې ژوند كوم ، دا مې تېره ورځ هم درته وويل ، پلار مې نه دى
معلوم ، مور مې پوهېږي ، خو له ما هر څه پټوي او ښايي هغه يې هم پوره درك ونه لري .
اينځرګل حيران شو :
- دا څنګه ؟
سونيا ځواب وركړ :
- مور مې وايي چې هغه كوم اسيايي محصل و ، د تحصيل وروستۍ شېبې يې وي . خدايزده نوم
به يې هم سم وركړى وى و كه نه !؟
او د هېواد په باب يې هم زما مور شكمنه ده .
د اينځرګل حيرانتيا نوره هم لوړه شوه :
- دا څه وايي !؟ څومره سره وګرځېدل ؟
سونيا ځواب وركړ :
- له مياشتې هم كم .
اينځرګل مخامخ هېندارې ته ځير شو او بيا يې په سونيا سترګې خښې كړې ، په اوږدو
چُرتونو كې لاړ ، خو د دروازې د زنګ ناببره غږ يې چُرتونه ژر والوځول .
- سونيا له خوشالۍ چېغه كړه :
- هغه دې چې مور مې راغله .
او بيا يې د دروازې په لور منډه كړه :
دروازه په بيړه پرانېستل شوه ، د اينځرګل چې څنګه په هغې سترګې ولګېدې ، بيا په
درنګ شېبه كې له حيرانتيا سور راواوښت ، غړي يې له وارخطايي سست شول . له خولې يې
بې اختياره ووتل :
- اوه ! لويه خدايه ! دا كومه معجزه راښايي ، � دا خو هماغسې ښاېسته پاتې شوې ، بيا
يې بې اختياره چېغه كړه :
- تانيا ! ما وبخښه !
په تانيا هم خولې راغلې او له غوسې تكه سره شوه ، وار له واره په سپكو سپورو شوه :
- بې وفا ! بې وجدانه !
خو سونيا ژر مداخله وكړه :
مور يې صبر وكړه ! څه خبره ده ؟ ته يې پېژنې ؟ ما ته خراب سړى نه ښكاري .
اينځرګل په زاريو شو :
- هو سونيا ! زه خراب سړى يم ، ستا مور په حق ده .
هغه غوښتل خپلو خبرو ته دوام وركړي چې سونيا وپوښت :
- ته نو له كومه زما مور پېژنې ؟ � ته څوك يې ؟
نور نو تانيا صبر ونه كړ په احساساتي بڼه يې له خولې راووتل :
- ته ړنده يې � دواړه په آئينه كې وګورئ !
سونيا نوره هم حيرانه شوه :
- ولې آئينه !؟
تانيا نوره ټينګه نه شوه :
- دا بدمرغه دې پلار دى !؟
بيا يې دوعا وكړه :
- يا مسيح ! ښه شوه چې په خپل وخت مې مرستې ته راغلې ، زما لور به اوس له خپل پلار
سره څه كارونه نه وو كړي .
د اينځر له خولې هم چېغه شوه :
- اوه ! لويه خدايه ! دا څه معجزې راښايي � په خپله سكنۍ لور دې مئين كړم ، دا څه
رسوايي ده .
براتسلاو � سلواكيا
د 2003 د اكتوبر 25