دا هغه كليمه ده چې فعل يا صفت يا بل قيد په مكان ، زمان ، حالت ، او يا اندازه
قيدوي او له فعل سره يو ځاى كيږي ، په يوه حالت يې اړ باسي د بيلګې په توګه په دې
جمله كې (زلمى راغى) هيڅ قيد نشته اوكه ووايو چې ( زلمي ته خندا راغله ) نو دلته يو
بل شى هم پيداشول چې د راتلو فعل يېورپورې وتاړه ( مقيد كړ ) او هغه د خندا حالت دي
.
قيود په پښتو كې ډير ډولو نه لري او دبېلا بيلو مصدرونو لپا ره راځي مشهور ډولونه
يې دادي:
۱ � زمان قيود : چې يو فعل ته د زماني او وخت قيد وركوي لكه :
پرون ولاړم اوس راغلم، هر كله راشې، نېكمرغه اوسې، زه تل كارته له وخت سره سم ځم .
۲ � د ځاى او مكان قيود : لكه دلته كېنه ، پاس وخيژئ، ښكته راشه، نژدې راشه .
۳ � دشك قيود : لكه گوندې ( ښايي ، كېداى شي ) راشى ، ښايي سبا ته ولاړ شم .
۴ � د علت قيود : لكه: څه له ځي ؟ ولې نه كېنې؟
۵ � د وضعيت او حالت قيود: لكه : ژر ژر راځه ، په منډه منډه( چټك ) ځه، ولې ورو ورو
ځې ؟
ځنې نور قيود هم شته چې د بيلا بيلو مصدرونو لپا ره كار يږي او د فعل مانا ته يو
مانيز ( معنوي) قيد وركوي لكه : نا څا په ولاړ ، سبا ارومرو راشه ، دا مضمون په
پرله پسې توګه خپريږي ، افغانان ډير زړور دي او د ټاټوبي ساتنه يې په تش لاس كوي .
ياد ونه : په پښتو كې صفات هم دقيد په ډول كاريږي لكه : يواځې مه ځه له عمران سره
ملگرى ولاړشه ، پرون له ما پټ ولاړې، زلمى هلته غلى ناست دى ، لكه يو صفت هم دبل
صفت لپاره د قيد دنده تر سره كوي لكه : زلمى ډير تږى دى .
جانان لږ ناروغ دى ، مېرويس ښې خوږې خبرې كوي .