په عمومي ډول دوه حالتونه لري : معنوي او لفظي.
اول : معنوي حالت : د نوم مشهور حالتونه څلور دي .
۱ � فاعلي حالت : كوم نوم چې په جمله كې فاعل وي يانې له هغه څخه يو كار صادرشي يا
ورپوري تړلي وي هغه حالت ته فاعلي حالت وايې لكه :
ځلمى خط ليكي تورپيكۍ كورته ځي چې په دې جملو كې زلمي او تورپيكۍ دواړه فاعلي حالت
لري .
۲ � مفعولي حالت : بريالى ډوډۍ خوري ملالۍ سبق وايي . په دي جمله كې ډوډۍ او سبق په
مفعولي حالت كې دي .
۳ � ندايي حالت : كه چيرې يو نوم ته غږ او ندا وركړى شي نو هغه نوم په نداي حالت كې
دي لكه : اي وروره ا هلكه ا خوركۍ ا تاته وايم.
په دي جملو كښي ورور ـ هلك او خوركۍ نداي حالت لري.
۴ � ارتباطي حالت: كه چيرې يو نوم د ارتباط له حروف سره وكاريږي او د ارتباط توري
ور څخه د مخه او وروسته راشي نو هغه نوم ارتباطي حالت لري لكه : له كوره راغلم .
بازارته ځم ملالۍ ته قلم وركړه. په دې بيلګو كې كورـ بازار او ملالۍ ارتباطي حالت
لري او د ارتباطي توري په كي .
په پښتوكې د اړيكي ( ارتباط ) توري دي بې ـ په ـ پر ـ د ـ تر ـ له ـ ته ـ لره ـ څخه
ـ ځنې ـ سره .
كه چيرې دوه نومونه د (د) په واسطه له يو بل سره ارتباط پيداكړي نو هغه وخت ورته
اضافي ارتباط وايي . په اضافي ارتباط كې لومړى مضاف اليه او وروسته مضاف راځي لكه :
د اختر ورځ ـ د زروگوته ـ او كه مضاف اليه د ( مې ـ دي ـ يي ) ضميرونه وي نو بيا
مضاف د مخه راځي لكه : قلم مي راكه كتاب دې څه شو . زړه پريشان دى .
دوم : د نوم لفظي حا لتونه :
په پښتو كې نومونه د پاى د بدلون له پلوه .
۱ � هغه نوم چې په نرمه (ى) ختم شوي وي په ندايي حالت كښي مفتوح راځي او فتحه (زور)
په ( ه ) ليكل كيږي په فاعلي او ارتباط حالت كې د جمعې په شكل اوړي يعني نرمه ( ى )
په څرگنده (ي) بدليږي او په نورو حالاتو كې په اصلي شكل راځي لكه :
ندايې حالت : اي زلميه ! ، اي سړيه ! .
فاعلي حالت : زلمي خط وليكه ، توريالي سبق ووايه .
ارتباطي حالت: په منگي كې اوبه نشته ، ته څه وايې ، توريالى يې بوته .
۲ � كوم نومونه چې په صحيح حرف پاى ته ورسيږي او جمع يې په (ان ـ ونه) راځي په
ندايې حالت كې مفتوح او په نورو حالاتو كې په اريز (اصل ) ډول راځي لكه :
اې ځوانه ! ، اې هلكه !.
اې باده ! ، اې كوره ! .
۳ � هغه صفت چې په منځ كې يې (واو) وي په ندايي حالت كې يې مفتوح او په فاعلي او
ارتباطي حالت كې د جمعې په صورت كې راځي لكه :
اې پښتونه ، كوچني هلك وخندل .
بې ننګي د پښتانه مرگ دى .
يادونه: دغه راز د (له ـ تر ـ بې ـ نا) له حروف سره هم مفتوح راځي لكه : بي فكره
سړى دى ، ناشكره دى ، تركوره پورې ځم ، له كوره راغلم.
۴ � سماعي مونث او په (هه) او څرگند (ي) مختوم مونث په ندايي ـ فاعلي ـ ارتباطي درې
واړو حالتونو كې په جمعه بدليږي لكه : اې ميرمنې! دښمنۍ ډير كورونه وران كړل ، نن د
ښادي ورځ ده . ، اې ملګريه ! هغوى لاړل يا نن د مياشتې شلم دى .
۵ � هغه معنوي مونث چې په صحيح حرف ختم وي په ندايي حالت كې يي پاى پر اوږدې (ې )
زياتيږي د (له ، بې، تر) سره مفتوح او په نورو حالتوكې په خپل شكل راځي لكه : اې
مورې ! اې خورې! له موره بل څوك خوږ نشته.
دا هلك بې موره دى .، داډالۍ ( تحفه ) ترموره ورسوه .
۶ � اسم جنس او جمع نومونه چې په څرگنده (ي) يا (ه) مختوم وي ندايي ، فاعلې او
ارتباطي حالاتو كې د پاى (ي) او (هه) په اوږده (واو) بدليږي لكه : اې سړو! ميلمنو
ډوډي وخوړه .
دغوړو بيه زياته شوې ده . زما خويندو ميندو ! اې ښځو! خپل حقونه وغواړئ .
اې ملګريه !دمېلمنو كوټه چېرې ده .
۷ � جمع مذكر او اسم جنس چه په صحيح حرف ختم وي په ندايي ، فاعلي او ارتباطي
حالاتوكې يي پاى ته كوچنى (واو) زياتيږي لكه : اې هلكا نو ! نورو هلكانو سبق ووايه
، اې ځوانانو ! دغو ځوانانو ډير كار وكړ .