يو كيسه مي اورېدلې ده يارانو
د ابليس د اولادونو شيطانانو
يوه ورځ ابليس راټول كړل اولادونه
د چا سل وه د چا زر كاله عمرونه
ترې يې وپوښتې كيسې د عملونو
د خاورين بنده د كړو ګناهونو
څه تخمونه د فساد مو دي شيندلي
څه بدۍ مو دي په مځكه كي كرلي
مشر زوى چي يې په عمر زر كلن و
مخ يې تور په ونه جګ په اوږو پلن و
سمدستي سو د خپل پلار مخ ته ور وړاندي
شيطاني پاڼي يې كړلې لاندي باندي
ويل پلاره يوه ډله ماشومان وه
په خوښۍ د مدرسې پر لور روان وه
ما يې لاره كړه بدله و بازار ته
له مكتبه مي رهي كړله قمار ته
تله جومات ته بله ډله د زلميانو
ما روان كړله پر لار د فساديانو
سل او څو پرهېزګاران مي شرابيان كړل
له خلوته مي پر بده لار روان كړل
ابليس وركړله پر مخ څپېړه كلكه
ويل يې چپ سه بېخبره بې دركه
لا اوس هم نه يې تر ځايه رسېدلى
ته وا نه يې له ابليس څخه زوولى
تا ته اوس هم شرابونه قمارونه
لا ښكارېږي جنايت او فسادونه
هى افسوس چي پر تا تېر سول زر كلونه
له خپل پلاره دي وانه خيستل پندونه
دوهم زوى سو را دمخه ويل پلاره
كښېنستلى پر ځاى نه يمه بېكاره
پرې به نه ږدمه چي يو سړى پر لار وي
چي ژوندى يم همېشه به مي دا كار وي
ډلي ډلي مي له لاري دي ايستلي
څوك مي غلا څوك مي زنا ته هڅولي
سل مي ښځي له مېړونو جلا كړي
نېكمرغيو ته مي ساندي دي وروړي
يو په بل مي انسانان دي قتل كړي
بې ګناه مي په ناحقه تور نيولي
ابليس وواهه پر مخ باندي په زوره
ويل كشكي ته پيدا نه واى له موره
ته لا اوس هم خبر نه يې فساد څه دى
د نېكيو او بديو بنياد څه دى
چي انسان خداى له ازله پيدا كړى
په خمير كي يې فساد دى ور اخښلى
پر دنيا چي خداى كرلي دي قومونه
د انسان په وينه ګډ دي فسادونه
كه پر مځكه شيطانان وي او كه نه وي
كه دامونه د شيطان وي او كه نه وي
انسانان به وي اخته په بدو چارو
دا دنيا به مالامال وي له بدلارو
خبردار چي نوم د قتل څوك ياد نه كړي
په نامه د قاتلانو زړه ښاد نه كړي
ما د قتل نوم دنيا ته دى راوړى
ما د ورور په چاړه ورور دى حلال كړى
ما هابيل دى په قابيل باندي وژلى
ما د خون او قتل تخم دى كرلى
چي پر مځكه انسانان وي دا به كېږي
له تېغونو به سرې ويني راڅڅېږي
هغه زوى چي يې تر ټولو كشرى و
هم خوارځواكى هم په ونه ټيټ ګردى و
خو په كور كي د شيطان لكه زمرى و
هم په عقل هم په ژبه ګړندى و
ويل پلاره ما ټول كال زحمت ايستلى
شپه او ورځ مي په خوارۍ دى ځان وژلى
كښېنستلى كرار نه يم له چالونو
يو ګړى نه يم بېغمه له دامونو
هلته ليري يوه ښار كي حكمران و
هم هوښيار و هم عادل پر خلكو ګران و
پر وطن يې جوړه كړې كراري وه
شپه او ورځ يې په كورونو كي ښادي وه
ما راپورته يو نا اهله كړ د ښاره
د قدرت مي ورته جوړه كړله لاره
اوس په ښار كي دا نا اهله حكمران دى
يو ناپوه دى په ګونګۍ ژبه ګويان دى
په وطن كي عدالت نسته ستم دى
خوښي نسته واويلا ده تور ماتم دى
نه مېلې سته نه سازونه نه جشنونه
نه زلمي او پېغلي ګډ كوي رقصونه
نه هوسيو غوندي ښكلي نجوني غورځي
نه خندا د چا پر شونډو باندي ګرځي
چي هوښيار دي نن سبا ورنه كوچېږي
د حاكم له لاسه مېنه سپېره كېږي
له خوښيه ابليس وكړله چيغاره
اخ تر خوله دي سم قربان زويه هوښياره
زوى دا ستا په شاني ښايي ابليس پلار ته
شرمنده دي مشران وي ستا كردار ته
چي نا اهله په وطن كي پر قدرت وي
تباهي به يې ليكلې په قسمت وي
اوس پخپله يو د بل په لاس قتلېږي
اوس پخپله د انصاف تله وركېږي
نه تميز د ښو او بدو به اوس كېږي
نه په شرم نه ګناه به څوك پوهېږي
نه به لاس د چا ګرېوان ته ور رسېږي
نه ظالم به له مظلوم څخه بېلېږي
نه په داد به څوك رسېږي د خوارانو
نه به اوري څوك فرياد د مظلومانو
قاتلان به ګرځي سرې سترګي په ښار كي
بېګناه به قصاصېږي په بازار كي
چي د چا په سر كي سترګي د ليدو وي
ورته مخ به د ناورين او جنازو وي
د چا عقل چي انسان غوندي پر لار وي
يا په دار لكه منصور يا به سنګسار وي
چي نا اهله واكداران چيري پيدا سي
د تيارو سي ورته مخ د ورځو شا سي
كه مو نه سړېږي زړه په انسانانو
كه تباه غواړئ نړۍ د بندګانو
كه اورونه ابدي غواړئ بچيانو
كه دوږخ مو وي مطلب د دې خاكيانو
كه تل غواړئ پاچهي د شيطانانو
واك ضرور دى د نااهلو حاكمانو
ويرجينيا
1999- 4- 6