چي شپېلۍ بنده نه كې
شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه كې
په دې دښتونو كي يوازي دا يوه نغمه ده
چي موږ ته نكل د پېړيو كوي
يوازي دغه آواز
اوس د آشنا دښتونو
د جګو جګو غرونو
زموږ د زهيرو چپاو سويو زړونو
د نړېدلو سوځېدلو خونو
د ځوانيمرګو نيمه خوا قبرونو
يوه يوه كيسه پر ژبه لري
يوازي دغه آواز
يوازي ستا د شپېلۍ مستي او آزادي نغمې
د لوړو غرونو تر كمرونو ورځي
لا د كيږدۍ تر ماښامونو ورځي
لا په دښتو كي تر اورونو ورځي
لا د زلميو مينانو تر نكلونو ورځي
لا د بلبلو چڼچڼيو تر غوږونو ورځي
شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه كې
چي زموږ د غرونو دا ژور لاښونه
چي دا زخمي ګلونه
دا سوځېدلي او دا وچ ډاګونه
دا نيمه خوا ښارونه
دا بې صاحبه دا ميرات كورونه
دا د مرګي له ساندو ډكه خونه
يوازي تا پېژني
شپانه كلونه كېږي
چي وطن رنګ د لېونتوب اخيستى
جنګونو باج له سړيتوب اخيستى
د څو قاتلو لوټمارانو ټولۍ
د بېګانه داړه مارانو غدۍ
زلمي سرونه په لمنو كي وړي
شهيدي ويني په خُمونو كي وړي
پردي تېغونه په لاسونو كي وړي
نه يې په شپو كي دي كيسې پرې ايښي
نه په كيږديو كي لمبې پرې ايښي
نه يې پر شوندو ترانې پرې ايښي
نه يې شهباز نه يې نغمې پرې ايښي
نه يې لنډۍ نه يې نارې پرې ايښي
ستا له شپېلۍ به هم نغمې تللي وي
ستا له نغمو به هم كيسې تللي وي
ستا له كيسو به هم مزې تللي وي
تا ته به هم سورونه نه وي پاته
ستا له آوازه به هم ويني څاڅي
ستا له سورونو به هم اوښكي پاڅي
تا ته به كله دونه شور پاته وي
ستا د نغمې به كله زور پاته وي
ستا به د وينو چېرته اور پاته وي
خو ته دا خپله شپېلۍ بنده نه كې
ستا له شپېلۍ وارى سم
كه سبا بيا مو ګودرونه خپل سول
كه مو دا غرونه دا دښتونه خپل سول
كه په كيږديو كي اورونه بل سول
او بيا كيسې د اورېدلو سولې
بيا غاړګۍ د اچولو سولې
پېغلي ګودر ته د ورتللو سولې
د پايزېبونو د پاوليو شرنګولو سولې
د محتسب سترګي ړندې سوې د ايستلو سولې
بيا به دا ستا په نغمو
بيا به دا ستا په آواز
دا ستا په مسته شپېلۍ
راويښوو د نيمو شپو نكلونه
له شپو به باسو شيطاني خوبونه
بيا به را ياد كو پخواني وختونه
بيا به رباب ته شهبازونه راسي
بيا به نغمو لره سورونه راسي
بيا به نڅا ته پايزېبونه راسي
بيا به محفل ته پانوسونه راسي
د ساقي لاس كي به جامونه راسي
ته به شپېلۍ ږغوې
ياغي سندري به دي
راپاڅوي د رګو وچي ويني
ژوندۍ كوي به زمولېدلي ميني
راويښوي به ډكي ډكي پيني
دا شپېلۍ بنده نه كې
په دې شپېلۍ كي زه خوبونه وينم
پكښي خيالونه وينم
درته خوبونه زنګوم پكښي ټالونه وينم
د نن اورونه هېرومه جنتونه وينم
شپانه دا خپله شپېلۍ بنده نه كې
ستا له شپېلۍ وارى سم
په دې دښتونو كي يوازي دا يوه نغمه ده
چي موږ ته نكل د پېړيو كوي
ويرجينيا
2000- 8- 12