نو وَ به وایم ....
ښه مې په زړه دي .... چې تکه سپینه ورځ به وه ، خو په ما باندې توره شپه .... ځکه
چې زما دَ ویدې نصیبې تورو زُلفو به دَ ګڼې وریځې په چم له ما څخه دَ رُوڼ لمر ژېړې
وړانګې ژغورلې - لاکن دَ خوب وَ پستې غېږې ته به په دې نه ورتلم چې زه دَ خپلې
نصیبې دَ کټ وَ سر ته ناست له مودو راهسې دَ هغې دَ ویښېدو په انتظار وم ـــــــــ
ما وئیل داسې نه ، چې دلته زه ویده شم او هلته نصیبه را ویښه شی - ولې چې ما غوښتل
، چې څنګه یې سترګې دَ خوبه رُوڼې شي نو زه به ورته خپله خالي لمن نیسم او دا به یې
دَ سکون په پیرزؤینو راډکوي - وروسته له دې به یې زه په سترګو کې دَ مُراد هغه چینه
لټوم چې دَ امکان په لاره زما رسېده ورته ګران ؤ .... بېخي ګران �
ولې چې ما په یو داسې کور کې سترګې غړَولي وې چې دَ زَړې کنډوالې غوندي به یې
دېوالونو خپل تېر هېر وختونه ژړَول ، دَ کوټو دروازو به دَ تړلو په وخت په هغه کور
کې دَ اوسېدونکو لوږه او خلاسولو په وخت دَ هغوئ دَ ځواني مرګو تلوسو دَ وٍیر ترانې
ژغوَلې - لا چې یادېدلو خوبه کور، لاکن ؤ به په مثال دَ یو قفس ، چې دَ بندېځونو
ګړدکې خو به یې په اوسېدونکو راجارباسلي وې ... خو دَ باران له څاڅکو، دَ تیارو له
یرغله او دَ ژمې او دوبې له تودو سړو بادونو به یې نه شولو ژغورلی �
نو ځکه .... که ما دَ خپلوانو او خواخُوږو مخته خپلې فطري تقاضې تر سره رسَولو
دپاره دَ حالاتو دَ دېبانو سره غېږ نه شوله ایستلی نو پټ په پټه خو مي نو سر دَ
دېوالونو سره وهلی شو ..... هو .... ما به خپلي محرومیاني ژړَولې او څنګه چې به وخت
مخ په وړاندي تېرېدلو ، نو زه به دَ خپلو ګُماني اوښکو په سېلاؤ کې ـــــ دَ غمونو
دَ یوغټ او ژوَر سمندر په لور بهېدم - او لا، کله چې به دَ سمندر په اوبو ورګډ شوم
، نو یو لاس به زما په لورې راوَغزېدو او زه به یې دَ وچې په خوا ورکښ کړم - دغه
لاس ، لاس نه ؤ ... یوه حوصله وه، یو همت ؤ ـــــــــــ حتی چې پښتو وه ، چې په ما
کې یې دَ ژوند دَ تېرَولو او دَ حالاتو سره دَ جنګېدلو یوه تکړه جذبه پیدا کړه �
بس .... بیا نو څه ؤ چې زه دَ رښتیا وَ نړۍ ته راستون شوم او نصیبه مې هغسې دَ
حالاتو په مات کټ ویده پرېښوله ..... دا کست مي وکړو چې زه به هغه ټول نیمګړي
ارمانونه پوره کوم چې ما ړومبی په نصیبې باندي پوره کول غوښتو- اوس به یویو دَ
تدبیر په تار کې پئیم او دَ هغې دَ کټ په پښې به یې راټالوم -
دلته چې ما څنګه امېل وَ پئیلو، نو هلته مې سم دستي نصیبه په کټ کې له خوبه جګه
راکښېنسته او ما هم دَ کټ دَ پښې په ځای دَ خپلو تدبیرونو هغه امېل دَ نصیبې په
غاړه کې واچولواو دَ یو فاتح په حېث ورته په ډېر ویاړ وَ موسېدم ــــــــــــــــ
خو نصیبې راته دَ منني دَ یو دوؤ تورو وئیلو په ځای زما دَ تدبیرونو امېل دَ لاس په
جټکه وَشلولو او په سینې پوري یې داسې په ټینګه وَ نیولم چې دَ ژوندون په اړه لیدل
شوي ټول خوبونه یې رارښتیا کړو - خو ... له بده مرغه مې دَ مُراد هغه چینه بیا هم
وَ نه لیده .. چې ما به دَ ورکو غوښته- او لا ، چې یې غواړم اوس هم .... ګوا دَ وخت
ترټلي او لمر سېځلي هر انسان دَ تندي دَ ماتولو چینه - هم ځکه خو زه په فطرت هغه
پاته شوم څنګه چې ړُومبی وم -
ــــــــــــــــــ افضل شوق ـ کوئټه