مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دَ کتاب لومړی فلېپ



افضل شوق زمونږ دَ سیمې یو نامتو زُلمی او مخَور شاعر دی - په خصوصي توګه په نوي کهول او په نوی ادبي دُنیا کې ځان له یو داسې لوړ مقام لري چې دَ دوئ نوم دَ نوي کهول دَ لومړي قطار په لیکوالانو کې په ویاړ اخیستل کېدای شي - دائ یو خپل انداز، خپل اُسلوب او خپل یو فکر لري ــــــ او دائ دَخپل لیک او انداز له کبله په جوت ډؤل پېژندل کېږي - دَ فکر ژورتیا او دَ خپل چاپېرچل دَ مسائلو کتنه .. او مخته راویستل دَ افضل شوق دَ شاعرۍ غوره خصوصیت دی �

په شاعرۍ کې نظم او غزل جلا جلا میدانونه دي لاکن افضل شوق په دې دواړو میدانونو کې دَ خپل فکز آس برابر زغلولی دی - لاکن دَ ده دې مجموعې " شلېدلی امېل " څخه دا څرګندېږي چې نظم دَ ده دَ خوښې میدان دی او هیله ده چې په آئنده څو کالونو کې به دائ ځانته ډېر لوړ مقام پیدا کړي - په لنډ نظم کې په خصوصي توګه افضل شوق چې څومره په قدرت خپل مافی الضمیر څرګندولی شي ، هغه ډېر کم شاعران کولی شي �

هم دا رنګه زه هیله کوم چې دَ افضل شوق دَ شاعرۍ دا مجموعه به په پشتو ادب کې دَ ویاړ وړ زیاتوب وګرځي او په درنه سترګه به ورته وکتلی شي �

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ سرور سودائي
۳/۲/۱۹۸۸
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery