دَ نظم برخه
نظم ۵۶ ـــ ّ یوازې نه یم ّ
یوازي نه یم ، اندېښنې لرمه
دَ زړه په سر بلې لمبې لرمه
ّ ځکه خو کله خوب له خوبه ګرځم
کله دَ شنې لُوخړې غوندې ترځم
لا دَ تیارو دَ یو ملګري په چم
په هر دویم قدم دَ ورځې پرځم ّ
یوازې نه یم ، وسوسې لرمه
ځانته چارپېره څو ساې لرمه
ّ ځکه خوکله له خپل سیورې تښتم
کله له وامه دلې دُورې تښتم
دَ مرګ له خلې او دَ اجل له ګولې
له ښاره زه دَ غره په لورې تښتم ّ
ــــــــــــــ
نظم ۵۷ ـــ ّ سباؤن ّ
دَ پرونۍ شپې
دَ ښائیسته غوندې خوب
که تعبیر ّ نن ّ وَ ګڼم
نو به دَ ژوند
په غم لړلي لمحو
او چارپېرچل کې دَ وخت
زه خوار په وږي خېټه
وَ لرم هیله په څه
دَ خندني سباؤن ؟
ــــــــــــــ
نظم ۵۸ ـــ ّ پیسې ّ
دَ سهار له لمر ختو
دَ ماښام تر خورېدو
ټول اقدار دَ ژوندانه
ورکړه راکړه بد او ښه
ګوا هر څه او تقا ضې
نن سبا ښکاري پیسې
ــــــــــــــ
نظم ۵۹ ـــ ّ نفس ّ
هغه سړی
هغه نوموَړی سړی
هغه غښتلی سړی
چې ما ترځان دباندې
خپل چارپېرچل کې چېرې
نه کړو مونده کله هم
هغه سړی
هغه غاوٍره سړی
هغه جابره سړی
نن ورځ په خپله بڼه
ما په خپل ځان کې وَ لید
دَ زړه په سترګو باندې
ــــــــــــــ
نظم ۶۰ ـــ ّ یوه خطا ّ
کشکې زه ړُومبی خبر وای
فقط دومره
هوکه ، دومره
چې یو ورځ به زه او زړه هم
سم سره له آرزوګانو
دَ دې خپلو سرو سرو اوښکو
په سېلاب کې وَ یهېږو
لکه خټې
لکه شګې
او لا خړ کچه کورونه
نو به نه وای ورګډ شوای
کله هم داسې په مینه
زه دَ مینې وَ دریاب ته
لا دَ هغو ښکلو سترګو
دَ خُمار ډکو چینو ته
چې تر ننه یې نشو کې
لامبوزن لامبوزن ښکارم
ــــــــــــــ
نظم ۶۱ ـــ ّ عقیده زما دَ مینې ّ
چې له خدائیه که بل چا ته
اجازه دَ سجدې وای
نو به ما وای لګولی
خپل تندی وَ هغه یار ته
چې هم خپله تل ولاړ وي
وَ بُتانو ته خاورو
لاس نړلی ـ ـ لاس تړلی
دَ اغراضو په مندر کې
ــــــــــــــ
نظم ۶۲ ـــ ّ څوک به واي دَ ناز غاړې ؟ ّ
څوک به واي دَ ناز غاړې ؟
دَ ساه ګانو په دې لوبه
چې یادېږي په نامه ژوند
خو ښکارېږي دَ خوب غوندې
خاورې خاورې
سپېرې خاورې
ــــ ۲ ـــــ
څوک به واي دَ ناز غاړې ؟
دَ اُمېند په وږمو باندې
چې ښکلاؤې زېږَوي تل
خو څکَلی یې څوک نه شي
لکه زهر
تراخه زهر
ــــ ۳ ـــــ
څوک به واي دَ ناز غاړې ؟
دَ وختونو په دې ناوې
تر سپرلي چې هم ده ښکلې
خو همېش له غمه ژاړي
لکه کونډه
خواره کونډه
ــــ ۴ ــــ
څوک به واي دَ ناز غاړې ؟
دَ دې ژوند په موسمونو
چې بدلېږي رابدلېږي
خو سکون په کې هغئ لا
همېش ښکاري
یو پُوښتنه
ــــــــــــــ
نظم ۶۳ ـــ ّ جنون ّ
ورک یم له ځانه زه په تا کې دُونې
دَ انتها ، چې انتها ده څونې
خو بیا هم زه دَ ویده بخت له جوره
په ویښه لرې یم له تا هغونې
***
ورک یم له ځانه زه په تا کې دُونې
چې زما دَ فکر ژورتیا ده څونې
خو بیا هم زه دَ سترګو وړاندې مُدام
ښکارم بندي دَ خپل وجود هغونې
ــــــــــــــ
نظم ۶۴ ـــ ّ ړنده نړۍ ّ
لمر که خېږې که ډُوبېږي
خو دا خُونه
دَ زړه خُونه
لکه تور لحد دَ مَړي
چې وړانګه هم دَ رڼا لا
نه شي کښلی ورته لاره
ــــــــــــــ
نظم ۶۵ ـــ ّ ؟ ّ
یو خواته مري
سړی سړی له تندې
وَ یوه ګوټ ته
دَ خواهش دَ چینې
او بلې خوا،
ډُوبېږي ښځه ښځه
په خپل اوبه غوندې وجود کې خپله
لکه سُوروۍ کشتۍ
په شنه دریاب کې
ــــــــــــــ
نظم ۶۶ ـــ ّ پښتو ّ
هغه څوک ده ؟
دَ چا لُور ده ؟
دَ چا وینه ، دَ چا خور ده ؟
چې په سرو سرو اوښکو ژاړي
سر ببره، در په دره
دَ ژوندون لارو کوڅو کې
په مخ لُوځه
په پښو لُوڅه
په زَړو څیرو جامو کې
سرګردانه ، پرېښانه
په وجود ستړې ستومانه
له خپل ځانه بې خبره
له جهانه بې خبره
دَ بې رحمه وخت په لاس کې
لېونۍ سپېڅلي غوندې
په ارمان کې دَ نکریزو
يېغلتوب بائیلي زړېږي
په فریاد فریاد ژغېږي
چې ، اې خلګو!
ړندو خلګو!
ماته وَ ګورئ ، زه څوک یم ؟
دَ چا لُور او دَ چا خور یم ؟
زما په سر پړونی نه شته
زما لاسونه بې بنګړئیو
زما غوږونه بې والئیو
آخر ولې ـ ـ ـ آخر ولې ؟
یَه دَ وخت زامنو ولې ؟
زه بې وسه ، بې آسرې نن
زه بې کوره ، بې پړدې نن
دَ خپلوانو په لټون تل
دَ مُراد کچکول په لاس کې
دَ سوالګیرې په شان ګرځم
زه سوالګیره ؟
زه سواګیره ؟
سترګې رُوڼې کړئ یَه خلګو!
دَ غفلت دَ تیارو خلګو!
ما هم وَ پېژنئ خلګو
زه دَ دنګو غرونو لُور یم
زه پښتو یم
پښتنه یم
ــــــــــــــ
نظم ۶۷ ـــ ّ فاصلې ّ
یو قدم په زیژه کاڼي
بل قدم په ازغن بُوټي
خو، لا هغه فاصلې دي
دَ ژوندون دَ خواهشاتو
چې لنډېږي نه هیڅکله
په دې لارو زوال جنو
ــــــــــــــ
نظم ۶۸ ـــ ّ ازلي تړون ّ
کومه ورځ چې ستا دَ زُوکړې وه
هغه ورځ
ما لیدلي وه په ویښو سترګو باندې
په اینداره کې
خیالي غوندې څېره ستا
کومه شپه چې راته مرګ وله
هغه شپه
تا په مینه زما دَ زړه په واړه غولې
دَ تیارو په ضد
څراغ دَ ژوندون بل کړو
ــــــــــــــ
نظم ۶۹ ـــ ّ دَ رڼا ملګري ّ
ته دَ رڼا سره سم ځغلې
دَ ماښام په لورې
او زه دي سیوری دَ وجود یم
تا سره سره ځم
خو، دَ بېل بېل فطرت له جوره
ما او تا هم مُدام
چې څونې دواړه لیدل کېږو
څنګ په څنګ دَ ورځې ،
دغونې ورک شو له یو بله
په کوڅو کې دَ شپې
ــــــــــــــ
نظم ۷۰ ـــ ّ دَ طلب تنده ّ
چې دَ سوچ هر یو نیلی مې
دَ اُمید له هر ګودره
دَ جانان په طلب ستړی
او ناهیله غوندې بیرته
دَ ماښام خواته ، راغبرګ شي
نو، په اوښکو یې دَ سترګو
اوبَومه تنده داسې
لکه زه چې یې له ورکو
ټوله ټوله ورځ غوښتمه
ــــــــــــــ
نظم ۷۱ ـــ ّ ټپ دَ نامه ّ
که له سترګو
زما دَ هر یو عکس په رنګه
زما دَ نوم
هغه تک شنه او مړه حرفونه
چې تا کښلي په سپین لېچ ؤ
په نرۍ ستن ،
لا هم بیرته
په پنر وَ پژَې ګله!
نو
هغسې به یو ټپ
لکه اینداره
زما دَ یاد هره څېره تل
په تا ویني
ــــــــــــــ
نظم ۷۲ ـــ ّ تلکې ّ
که تښتېده غواړي څوک
له خپله ژونده چېرې
نو به په کومه تښتي ؟
چېرې به مخه کوي ؟
ځکه چې ښکاري هر لور
دېوال دېوال رسمونه
غُونډۍ غُونډۍ خنډونه
دریاب دریاب غمونه
او لا ، قدم په قدم
ولاړي دي تلکې
ــــــــــــــ
نظم ۷۳ ـــ ّ آخري سندره ّ
نه شمه پاللی بس ...... نورې اندېښنې زیاته
نه دَ وٍیر شېبې زیاته ، نه دَ ژوند لانجې زیاته
***
چاته لُوند ازغی ښکارم، څوک غمَوي ژوند په ما
چاته خوارَکی ښکارم، څوک وهي پسخوند په ما
نه شمه زغملی تل ، داسې مسخرې زیاته
نه دَ وٍیر شېبې زیاته ، نه دَ ژوند لانجې زیاته
***
څونې چې نېستمن یمه ، دُونې مانده تول لرم
څونې چې غمجن یمه ، دُونې تش کچکول لرم
نه شم ټکولی زه ، بندې دروازې زیاته
نه دَ وٍیر شېبې زیاته ، نه دَ ژوند لانجې زیاته
***
دلته مې لمر ملا سېځي ، هلته دَ کلو مزل
دلته مې خپل بخت ترټي ، هلته په ارغو مزل
نه غواړم ساتل شوقه! ساه سره رښتې زیاته
نه دَ وٍیر شېبې زیاته ، نه دَ ژوند لانجې زیاته
ــــــــــــــ