انتساب دَ کتاب ....
ـ ـ ـ ( ( دَ پخواني چاپ ))
� په نامه دَ هغې جذبې ، چې ژبه په پښتو وئیلو، سترګې په پښتو لوستلو او قلم په
پښتو لیکلو پارَوي �
� په نامه دَ خپل محترم اُستاد پروفېسر ربنواز مایل، چې دَ پښتو او اُردو ادب په
اړه دَ لفظونو په لوبه کې دَ فکرونو دَ یو نامتو لوبغاړي په حېث پېژندګلوي لري �
ـ ـ ـ (( دَ اوسني بریښائی چاپ ))
� په نامه دَ خپل وجود دَ هغه نیمي خوا، چې زه یې په زمیني سفرونو باندي په نیمي
نړۍ کي او دَ ویښو سترګو دَخوبونو په خیالوَرو فکري جهانونو کې تر دې دمه نه یوازې
کړَولی یم بلکې اوس خو مې لا دَ ځان سره دَ لا محدودو آسمانونو په لور دَ بوتللو
دپاره دَ تکمیل په غرض په داسې زینو هم خېږوي لګیا ده ، چې بیرته ورباندي راکُوزېدل
په ممکناتو کې نه راځي -
� په نامه دَ هغه چا، چې پښتنه نه ده خو زما دَ ځینو پښتوکتابونو دَ چاپَولو سره
سره یې زما دَ پښتني شعري افکارو په انګلسۍ کې ژباړل شوې کتاب (ټوئیسټ آف فېټس) په
نړۍ کې دَ خپرَولو دَ پاره دَ الې بولنګ سره تر خپله وسه کومک هم شامل کړی دی � هو
ـ ـ ـ زما اشاره دلته زما دَ ګرانې کور وداني ډاکټر وهیبه سکاني افضل په لور ده، چې
زما دَ ژوند دَ اصل روح او خوږې لورکۍ هدیل بریښنا افضل خان مثالي مور هم ده -
ـــــــ افضل شوق