څرګندیږي له شفقه هر سبا د وینو بوی
چي نیولې سر تر پایه دا دنیا د وینو بوی
د غاټوی ټټریې سورکړ،په یوه څاڅکي بیدیا کي
چی شبنم غوندي اوریږي له فضاء د وینو بوی
سورکفني شهیدان چي،دي پراته د خاوروغیږکي
ځکه پاڅي له هر ګوټه د صحرا د وینو بوی
زړونه وچاودل له درده،سیني ډکي سوي له وینو
رسیدلی تر دماغه د هر چا د وینو بوی
چي بشر خپل سعادت ټول ، لټاوه پکښي نوولي؟
تمدن له باغه خپور سو هره خوا د وینو بوی
چي پرون به یې په مینه ، یو وبل ته کړې خبري
نن را وزي د هغو خولو له وینا د وینو بوی
نیمه شپه کي دبي وزلو ، آه فریاد راپورته کیږي
ډېر بېرېږم چي رانه سي له سما د وینو بوی
د کوګل له پټ پرهرنه،راغله څوڅاڅکي د اوښکو
آه پاڅیــــــږي د دردمنو له ژړا د وینــو بوی
د بشر پرنامرادۍ مي،دزړګي وینی خوراک سو
ځکه نغښتي په اشعارو کي مي بیا د وینــو بوی