مــا کـه قلـــنـدر غــواړې او مـــا کـه تـل خــُـمــار غــواړې
مـا کـه بـې پـروا لـه نــړۍ، مـا کـه تـل هــوښــيـار غـواړې
اى د جـانـان يـاده ! نـو يـواځـــې بـه مــې نـه پـرېـږدې
راشـــه ، کــه مــې چـــــېـرتـه د غــــزل ســـپـه ســـالار غـواړې
افـــريـن افـغـان ځـــوانـه! هــمـــدا د وطــــن مـــــيـنـه ده؟
خـپل وطـن ويجـاړ پـرېـږدې، پـردي وطـن کـې کار غواړې
راشــه چـې خــپـل کـلــــي کـــې ســــــنـدرې درتــــه ووايـــم
تـه پـه بـازارونـو کـــې شــــغــارى د چــــــــنـار غــــواړې
بـس کــړه فضـلـيـاره کـوم بـل څـه خـو هـم تـرې وغـواړه
څـو پـورې بـه خــداى نـه دُعـاګـانـو کـې يــو يـار غــواړې
***
نــا آرام زړه مـــې آرام راڅخـه غــواړي
ياره ستا د شـــونډو جـام راڅخه غــواړي
ســــتـا لـــيـدو ســــره نـن ونـه لړزېـدلــــــو
زړه مـې ځکــه اوس انـعـــام راڅخـه غـواړي
يـا مـرګى او يـا جـانـان، لاسـليک دې وکړه
مـينه داســــې اســــتعلام راڅخـه غـــــواړي
د زړګي مې بله هيڅ غوښتنه نشته
سـتا يـادونـه تـل مــدام راڅخـه غـــواړي
ژوند مې يوڅه، تن مې بل څه، روح مې نورڅه
يــاره! ښــه بــد دې تمـــام راڅخـه غـواړي
ډېرڅه شته چې خوښ مې نه دي ، خـو يې وايم
هغـه ټـول مـې خـپل عـوام راڅخه غـواړي
تــه دا زړه ، دا ســــتا د زلـفــــو مـــېن ګــــوره
لـېونـى پـه خـپلـــه دام راڅخـه غـــواړي
يـار بـه څنګـه شـي؟ دا زړه يـې فضليـاره!
هـر سهـار او هـر مـاښـام راڅخـه غواړي
***
پـام زړه! چـې دې ژونـد لکـه ګــنډېـر نـشي
بـيــا د يــو چــا يـاد درنـه چــاپـېـر نـشـي
کلــه څــــوک د يـــار رضــــا مـــونــدلاى شـي؟
څــو پــورې لــه خــپـلـــې رضـــا تــېـر نــشـي
هـيـڅـکـلــــه فـــــــراق ورتــــه ونــــه وايــــــې
ژونـد چې دې سور اور، خواړه ګـنډېـر نـشي
زړه! څـه چـې دې خـوښـه وي، کـوه يـې خـو
پـام کــوه چــې رب درڅـخــه هـــېـر نــشــي
وامـــې ورېـــدل ودې ويـــل هــجــــــر تـــه
پـام چـې فـضـلـيـار درنـه کــوشـــېـر نــشـي
***
د خـپـل نـامــه پـه خــوا كـې (ګل) لـيکـي
زمــــا د نـــوم ســـــره (بـلـبـل) لـيـکــي
زهـــرو او شــاتـو نــه جـــوړ لـيـک رالــېـږي
چــې يــو ســــلام او يــو کــنـځـــل لــيـکـــي
د وخـــت قـلـــم د هــغــه چــــا پــر تـــنــدي
چــــې ډېــر وژونــکـــــى وي ، اتـــل لــيـکــــي
زه قـــافـــــــــيـه او رديـــــف نــه پــېـــــژنـــم
د وطـــن غــــم پـــر مـــــا غـــــزل لــيـکـــــي
زمـــونــږه هــــر ګـاونــډى خــپـل پــلان کــې
پـاس د (چـــور) لـفـظ لانـدې (کـابــل) لـيـکـي
تـورى د ( يـار ) پـه (فضل) څـومـره ګـران دى
پــه ځــــان پــســې يـې مـتـصــل لــيـکـــي.
ډالۍ: درنو صبورجان او غيور جان ته!
***
کــــنــدهــــاري يــاران چــې کلـــه راپــه زړه ســي بــارا
پــه هــغــه دم مــې نــو زړګـــى ذره ذره ســـي بــارا
دا تــه نــو چــېـرې يـې چــې نــه ښــکارېـږې وه ظـالـمـه !
هـسې نــه ژونــد مــې درپــسـې ايــره ايــره سـي بــارا
ژبــه مــې ګــونـګـــه ســي بـيـخـــي غـــزل ويـلاى نــســم
خـــو چـــې تــا وويـنـــم غــــزلــې راشـــــــېـوه ســــي بــارا
بــس ګـــرده ورځ لـکـــه پـايـلـــــوچ ايـلــه ايـلــه ګــرځــېـږم
تـه څـونـه ښـه يـې چـې رايـاد سـې ورځ مـې ښــه سـي بــارا
کـه بـيـا خــوابـدى سـوې نـو بـيـا بـه دا نــړۍ ورانـه سـي
بـيـا بــه مــې ګـــرده ســره زړه بــس لـــولــپـه ســي بــارا
کـنـدهـار
***
داسې خو نه ده چې تنها مې په زړګي کې اوسې
ته په ګلاب ، ته په شــفق ، ته په سـپرلـي کې اوسې
تـه د تــروو اوبـو مـاهــى يـې د جــانــان انـځـــوره !
تل مې د سـتـرګـــو په راڼـه سـمـنـدرګـي کـې اوسـې
زړګيه! ټوله ورځ کې يو سات هم په خپل ځاى نه يې
بس هـمـېــشـه د يار د غاړې په ځونډي کې اوسې
د جانان خيال، مضر چينجيه! پام چې مات يې نه کړې
څـومره بې پامه مې د سـر پـه وچ لرګي کې اوسې
د يار وصـالـه! ته هم سم د خپلـواکۍ غوندې يې
ماته کې نه ښکارې په سيوري د بري کې اوسې
نـورو نـه ولـې سـتا پوښـتنه وکـړم وه کـم عقـلــې!
ته خو هر وخت ګوره زما په خپل زړګي کې اوسې
اوره ! د ټـولـو عاشـقانو کې دې وخــت تېـر کــړى؟
کــنـه تـنــهـا د فضـلـيـار پــه اســوېـلــي کــې اوســـې
***
مـيـنـه، خـنـدا، ټـوكـه، ادا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
سـخـتـو حـالاتـو كـې دعـا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
چې هم دې وژني او هم خوند پـه كې لـه ژونده ډېر وي
داسـې نـظـر داسـې مسـكا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
غـروره! پـام كـوه چـې يـار درنـه خـوابـدى نـشـي
سـاه اخـيـسـتـل د زړه درزا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
وخـتـه! دا څـو ښـكلـي بـې قـدره نـه كـړې پـام پـرې كـوه
داسـې پـښـتـو داسـې تـقـوا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
سپوږمۍ په ( لـمـر) ډېر ظلـم مه كوه كه مړ شي ګوره
تـه بـه هـم خـواره شـې رڼـا بـه بـيـا لـه كـومـه كـوې
***
زړه کـې مـې دواړه روح او وينـه لا شته
پکـې سـتا يـاد پکـې سـتا مينه لا شته
چـېرتـه بـه زړه شي لـه دې کلي صبر؟
چـې پکــې هـاغـــه نـازنيــــــنه لا شـته
بـچــي د کــرکــې نـنـګـــرهـــاره وايـي
څنګـه تـر اوسـه دلـــــته مـيـنـه لا شـته؟
راشه په خپل رنګ يې رنګينه کړه نور
د ژونـد پـه پاڼو کې مــې سپينه لا شته
يو فضلـيـار دى چې بـې مـينې ګـرځي
کـه دلـته بـل څـوک هـم بـدبـينه لا شـته
***
يـوې بـهـرنۍ مـېلـمـنې تـه!
ګــوره لـــومــې ، جـــال او زولـــنــو ســـره بــه نــه راځــــې
زلــفــو تــار پـه تــار خـــورو ورو ســـره بــه نــه راځـــې
دا خـلک تيارو کې دي بـلـد سترګـې يې برېـښ کـوي
دې ځـاى تــه د لـمــر د پـلــوشــو ســره بــه نــه راځـــې
مـرګ دې راشي مرګ له دوى نه سل ځلـه بهتره دى
ژونــده ! د بـېـلـــتـون لــه تـورو شــپـو ســـره بـه نـه راځــې
سـترګـې دې پـه کـور کې پـرېـږده بـيــا راځـه زمــا خــواتـه
دلــــتـه دانــه تــېـــرو تـمـانـچـــو ســــره بــه نــه راځــــې
بـې لــه ښـکلـــو راشـــه فـضليـار دې هــرکلــى کـــوي
پـام کــوه د مــرګ لــه پـرېـښــتـو ســره بـه نــه راځـــې
***
تـر اوســـــه زړونــه د اغــيـارو لا ســـاړه نـه ښـــــکـاري
لا مـې د زړه پـه غـوښــو دوى راتـه مـــاړه نـه ښـــکـاري
هـغـوى ژونـدي دي هـغـوى ژونـد او مـيـنـه دواړه کـوي
د خـداى پـه لاره کـې مـړه شـوي مـونـږ تـه مـړه نـه ښـکاري
اوس خـو مـې دادى لـه ســيـنـې څـخـه غـټ شـى ورک شوى
اوس دې هــم تـا تـه مـــړه کـاتـه لـکـه چـې غـلــه نـه ښـکاري
پـام کــوه بـيـا دې پـه ســـيـنـه چـې لــونـګ ځــوړنـد نـه کـړې
د پـاچـاهـۍ پـر تـخـت مــې مـاتـه بـل څـه ښـه نـه ښـکاري
لکــه لــېـوه وهـــي ټـوپـونـه هـــر يــو ښـــکلــــــــي پـــسـې
دا پـه ســينـه کې مې پـروت شى خو ماته زړه نـه ښکاري
خــــداى خــــــبر ولــې فضلـيـاره پـه تـا څــه شـوي دي
اوس دې برېـتـونـه د پـخـوا پـه څــېـر کـاږه نـه ښـــکـاري
***
پــه عـــــاجـــزۍ کــــوم غــوښـــــتـنـه پـيـره
کــوه د زړه مـــې لـــــږ پـوښـــــتـنـه پـيـره
روح او جسد مې دا ستا غبرګ مريدان
غــــواړي لـــه تـــا ســــــره لـــيـدنـه پـيـره
تک سـپين بـشـر او تکـې تورې جـامې
مـــــــه کــــــوه ډېــره ټـولـــــــــوژنــه پــيـره
څــومـــره لـــه کـــوډو او تـاثـيـر ډکــــه وه
هــغـــــــه اول ځــلـــــــې کــــــــتـنـه پـيــره
درنـه بـې لارې شـاعــــــري مـــــې نـشــي
ښــه يـې پــه غـــور کـړه څــــارنــه پــيـره
چـې هم شي خـوږ، هـم نازکـخـيالـه داسې
د تــخـــــــــــيـل غــــــــــــواړم روزنــه پـيـره
کـه دې دا خــــواسـت د فضـليـار ومــانـه
نـو ســــــــل او زر ځـلــــــــه مـــــنـنـه پـيـره