يادښت
د خوښۍ ځاى دى، چې د ښوونې او روزنې مطبعه د خپلو بنسټيزو دندو، يانې د هېواد لوڼو
او زامنو ته د درسي کتابونو د چاپولو په خوا کې يو ځل بيا ددې برى ترلاسه کړ، چې د
يو ځوان او تکړه شاعر محمد عالم حيران، د شعرونو مجموعه چاپ کړي.
محمد عالم حيران په يوې غريبې کورنۍ کې سترګې پرانيستي، خپل خوږ عمر يې خلکو ته د
خدمت په لار او د خپلې مورنۍ خوږې ژبې پښتو په پاللو او روزلو کې تېر کړى دى.
د حيران د شعرونو دا مجموعه د ښاغلي محمد اسمعيل يون په زيار او هڅه راټوله او چاپ
ته تياره شوې ده. د حيران شعرونه يو خاص خوند او کيفيت لري او لکه څنګه چې له زړه
نه پاڅېدلي په زړه لګي او هغه ته قوت بښي. د ښوونې او روزنې مطبعه په داسې حال کې،
چې ښاغلي يون ته د هغه د کار او زيار په لار کې ستر برياليتوبونه غواړي، خپله دنده
بولي، چې د هېواد د بډاى فرهنګ په ژوندي ساتلو کې د هر راز علمي، ادبي او هنري
اثارو په چاپولو او خپرولو کې خپله ملي او هېوادنۍ دنده سرته ورسوي.
په درنښت
ډيپلوم انجنير عبدالکبير کاکړ
د ښوونې او روزنې د مطبعې رئيس