مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

سريزه


په وروستيو څلورو کلونو کې، چې کېدى شي د فرهنګي ازادۍ پيلامه يې وبولو، زموږ د هنري فرهنګ په تېره د شعر په ګلبڼ کې رنګارنګ ګلان وغوړېدل او د ادب او هنر د مينوالو زړونه يې باغ باغ کړل. رښتيا خبره داده، کله چې د هنر د ازاۍ وږمه په غرو، رغو، کلو او بانډو وچلېږي د شعر بلبل يې د هر کلي لپاره ګلورينې ترانې وايي. د تعجب خبره نه ده حتى هغه شاعران چې د کوم طلسم تر اغېزې لاندې له ځانه پردي شوي وو، له مسخ شوي حالت نه بېرته راوګرځېدل داسې ښکارېده چې هغوى خپله حافظه ترلاسه کړه، خپل کلى مالت او دوستان او دښمنان يې وپېژندل. زه په دې خبره بحث نه کوم چې د شعر ګلبوټي په هوسا او بسيا خاوره کې ښه وده کوي او که بحراني حالت د شاعر احساس راويښوي او طغيان ته يې لمسوي، خو ددې خبرې يادونه ضروري ګڼم چې شعر او د تخليق ازادي د مجنون او ليلا په شان يو له بله جدايي نه شي زغملاى، چېرې چې د تخليق ازادي نـــــــــه وه خداى خبر چې څومره خبرې به د شاعرانو په مغـــــــــــزو کې پـــــــــــــه ابدي خوب ويـــــــدې شـــــــــــوې وي، څومره د شعر چينې به وچې شوې وي، څومره استعدادونه به مټکور پاتې شوي وي او څومره خبرې به په نه زړه ويل شوې وي، حتى هغه کسان چې له شاعر نه له پلان سره سم شعرونه غواړي د تخليق له ازادۍ سره مخالفت نه کوي، خو هغوى د تخليق ازادي داسې تعبيروي: موږ شاعر ته ازادي ورکوو چې زموږ دښمنانو ته کنځلې وکړي. دا دى د تخليق د ازادۍ اصلي او ژور مفهوم.
زه پوهېږم چې ځينې کسان به ددغو يادونو په لوستلو سره بې حوصلې شوې وي او وبه وايي چې دا خو زړې بابولالې دي، د هغو تکرارول څه ګټه لري؟ ښه، دا نصيحت به ومنو خو دا هم بايد ووايو چې په تاريخ کې سپين فصل نه شته. زما ښه په ياد دي چې د داود په جمهوريت کې د تاريخ په درسي مفرداتو کې د ظاهرشاه دوره حذف شوې وه او له موجوديت نه يې انکار شوى و خو ما ورته وويل چې په تاريخ کې سپين فصل يوازې په اسطوره يي دوره پورې اړه لري او بيا هغه خاليګاه ډکه شوه.
موږ غواړو پر دغه ټکي زور واچوو چې فرهنګ يوازې د دموکراسۍ په فضا کې وده وکولاى شي، که څوک غواړي چې په دې خاوره کې فرهنګ وغوړېږي نو بايد د نوښت ازادۍ ته درناوى وکـــــــــړي، په تېرو څلورو کلونو کې سره له دې چې جګړې زموږ خــــــــــاوره دخپلو بچيانو په وينو ولمبوله، ودانۍ يې په کنډوالو بدلـــــې کړې، د کونډو، بورو او يتيمانو اسوېلو يې د فلک ماڼۍ توره کړه، باغونه، ځنګلونه يې پو پناه کړل او مادي هستي يې تالا کړه خو له دې ټولو سره سره د فرهنګ په برخه کې د يوې نسبي ازادۍ له برکته يو څه تنوع او ښکلا ليدله کېږي.

د دولس کلنې جګړې په وړاندې د شاعرانو انتطباعات او تاثرات يو شانته نه دي: څوک د اتلانو حماسې انځوروي، څوک د شهيدانو پر مقبرو اوښکې تويوي، څوک د سولې ارمانونه بيانوي، څوک وران کلى او زړې خاطرې راپه يادوي، څوک د نهيلۍ او بېوسۍ نغمې غږوي، څوک سباوون ته په تمه ناست دي او ځينې په تورتم کې د اميد مشالونه ګوري.
د (مټکور) په نامه د شعرونو دغه مجموعه چې د ځوان او حساس شاعر، اسمعيل يون د اندېښنو امېل دى، د پښتني غاړې لپاره په ډېر ظرافت جوړ شوى دى، دا مجموعه د پښتو په فرهنګي ګالرۍ کې يوه ښکلې تابلو ده، چې له خپل ولس سره د اورنۍ مينې په زمينه کې انځور شوې ده، دا مجموعه د صداقت او وجدان غږ دى چې د يوه فرهنګيالي ځوان د احساساتو ترجماني کوي او څه چې وايي شاعرانه مګر رښتيا دي.
که څوک ددې مجموعې په لفظي اړخونو څېړنې کوي نو ښايي چې په لـــوى لاس به خپل ځان له هغه هــــــنري اتذاذ څخه

بې برخې کړي چې د شعر په کليت، انسجام، تصوير او رسالت کې پروت دى. د ځوان شاعر اسمعيل د شعر هره ټوټه يوه هنري تابلو ده چې په هغه کې ښکلا، تناسب او د خيال ظرافت ځان ښکاره کوي. اسمعيل يون د خپل وخت تصوير ايستلى دى او په دغه تصوير کې يې خپل موقعيت هم ښودلى دى.
هو، هغه مټکور شوى پاتې دى او ولې به مټکور نه پاتې کېږي. هغه شاعر دى، زموږ د وخت شاعر چې نه يې ((لېوني)) خوښېږي او نه له ((هوښيارانو)) سره په يوه لاره تللاى شي. دده برخليک دادى چې مټکور پاتې شي او زموږ اکثر شاعران همداسې دي. زموږ د وخت شاعر له معنوي وياړ نه پرته بل هېڅ نه لري او نه يې لرلى شي: ((دواړه نه کېږي رحمانه يا به دين کړې يا دنيا.)) خو څوک چې معنوي وياړ لري هغه په واقعيت کې هر څه لري:

خرقه پوشو په خرقه کې دى موندلى
هغه حظ چې په دنيا کې دنيا دار کا
د اسمعيل يون شعرونه تر زياتې اندازې له خپل کلتور سره تړلي دي او له خاصو حالاتو نه يې رنګ اخيستى دى. دا تصادفي خبره نه ده چې د شاعر په تصويرونو کې د اور لمبې، د وينـــو څپې، د اوښکـــــــــو سيند، قطار قطار جنازې، اغزنه خوني لار، دتېزابـــــــو باران، اورنى اسمان او بـــــــــــــالاخره سوى اسمعيل تر سترګو کېږي. شاعر هغه څه ته اريان پاتې دي چې نور خلک هم ورته اريان دي: د وينو سوداګري د معنويت سقوط، د عقيدې او اعتماد بحران، د شخصي ګټې په مقابل کې له ټولو اخلاقي نورمونو نه تېرېدل او داسې نور.
زه نه غواړم چې ددغې مجموعې په باره کې د خپل برداشت ټول اړخونه بيان کړم او يا دده د اشعارو مضمون تفسير کړم. پرېږدئ چې لوستونکي دده شعر ته له خپلو عينکو څخه وګوري، په دې مجموعه کې رمزي شعرونه هم شته، خو څوک چې له موږ سره اوسېږي هغوى په اسانۍ سره په دغو رمزونو پوهېدى شي. اسمعيل ځوان دى او ځوانان خپل احساسات نېغ په نېغه بيانوي زه فکر کوم چې زمان به دغه د استعداد خاوند شاعر ته لا زياتې هنري هستونې ورپه برخه کړي.


په درناوي
کانديد اکاډميسين
محمد صديق روهي
د خوشال د فرهنګي ټولنې رئيس
١٣٧٠/١/٢

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery