يادګارونه يادګارونه
ما درته ليکلي واى شعرونه او شعرونه
تا زلفو کې ايښي واى ګلونه او ګلونه
ما په وچو شونډو درنه کړي واى سوالونه
تا په زړه را ايښي واى زخمونه او زخمونه
ما ژوند ته نيولي واى دارونه او دارونه
ستا شونډو خندا کړاى غورځنګونه غورځنګونه
زړه کې زما بل واى سره اورونه سره اورونه
ستا ژوندون ډيوې واى څراغونه څراغونه
دغسې واى هيلې او همداسې ارمانونه
ما ورته ژړلى تا خندلى ولونه ولونه
حسن به د تا و داستانونه داستانونه
ژوند به ټول زما و يادګارونه يادګارونه.
١٣٦٨/٧/٢١
کاڼو ونه ژړلې
عشق د هوس په لمبو
د مستو کــاڼو د خندا په څپو
د تــېزابــونو د اورونو ژرنده
تاوه راتاوه کړه د درد په وينو
او د اميد د ګلو موسک نظر يې
د غم پر ليکه په اور واړاوه راواړاوه د حسن په زور
خو کاڼو ونه ژړل
لاهسې خاندي له خندا نه شنه دي
د عــشق لـــمــبو کـې اميدونه کري
زړو د اغــزيـــو کــــې ګلـــونـــه کري
د خوږې مينې د ښکلا په اميد
د سرو سکروټو سره تخمونه کري.
١٣٦٧/١/١
مېږتونخور
څنګ ته ناست ومه د ونې
د ټپي پرېشانۍ خيال مې سترګې ورو ورو خوبولې
پام مې شو د ونې ډډ ته
يو سورکي مېږتونخور پرې خپل وزرونه رپولو
اوږده ژبه يې له خولې نه بهر کړې په هنر وه
چې مېږيان به پرې راټول شول
لکه غړپ د مستو ميو به يې تېر کړلو له ستوني
د خوندو د عشق لمبو و مخ په پورته روان کړى
ورو نږدې شو د غومبسو د ژوندون د ځالې څنګ ته
چې ټول عمر وې له تندې جل وهلې
له غوسې نه تکې سرې په اور کې تاوې
کړه يې ژبه ورته مخکې په هنر په مکر وړاندې
يو ناڅاپه سرو غومبسو يې پر ژبه پر مښوکه
او پر سترګو
زهرجن نېشونه ښخ کړل
((لس يوولس شېبې)) وروسته مې کتل چې:
درد کې تاو مېږتونخور
د ونې ډډ نه راګوزار شو.
١٣٦٩/٦/١٤
د اميد څانګه
د زړه کور کې مې د شعر غوټۍ غوړېږي
د خزان سړه سيلۍ ده رژوي يې
د اميد څانګه چې لږ شانته اوږده شي
د ظالم په لاس کې لور دى پرېکوي يې.
١٣٦٥ل کال
خوشال لېسه