څو جفا قبوله نه كړې د اغيار
وبه نه وينې په سترګو مخ د يار
"څو جفا قبوله نه كړې د اغيار"
له نصيب سره دي نسته نوم د يار
هره لار يې د جنون پر وطن وزي
رباتونه يې كرلي دي په خار
دا وطن د بېلتانه كور د هجران دى
د وصال پر پانوس شپې دي د انګار
ايله نن پر هوښ راغلى يم يارانو
عقل راوړې زولنې كرار كرار
چي هر پل مي د ازل په وينو كښلى
زه به څرنګه پرېږدمه هغه لار
لكه شمع په لمبه مي ژوند تړلى
قسمت راكړ په سكروټه كي قرار
دا د كومى منصوري چيغي افسون دى
ايينه مي ښيي مخ د خپل نګار
چي كوڅې يې سوې په نوم د غمازانو
راته مه يادوه نوم د هغه ښار
جهاني نن د رحمان په ليكه راغلم
درته ښيم په قدم د عرش رفتار
2004/12/23
كيسې مي د سوځلي ګلستان مه يادوه
په كور كي د بلبلو مى زاغان مه يادوه
پوهېږم چى پردى سومه د ميني په وطن كي
اغيار راته په كور كي د جانان مه يادوه
اسمانه تر لمني دي په سوال نه يم راغلى
نسكورو پيمانو ته مي ياران مه يادوه
تندي مى په څپو كي ځوانيمرګي شپې منلي
د ماتي بېړۍ كور ته مي توپان مه يادوه
د شپې تورو منګولو اوربلونه دي وژلي
زلميو هديرو ته مي پېزوان مه يادوه
له شمعي تښتېدلي دي لمبې د محفلونو
پانوس ته په تيارو كى پتنګان مه يادوه
لښكر د ابو جهل دي چښلي د حق وينى
د زړه شهيد بلال ته مي آذان مه يادوه
د سيوري په ګامونو جهاني درسره ځمه
تڼاكو ته اغزي مي په هرآن مه يادوه
2004/8/18
ويرجينيا
زما د زخمي زړه له كوګله يې غوغا وړې ده
د رقيب ضد مي له لېمو څخه ژړا وړې ده
كلونه كيږي نه آواز نه يې نكلونه راځي
چا د مجنون له غلبلو څخه بېديا وړې ده
نن له خلوته څخه ږغ د ذكر نه راوزي
شيخ د شرابو په پياله پسي بوريا وړې ده
اوس يې د غله ديدن له شرمه سترګي نه تخنېږي
شيطان د پېغلو له وطن څخه حيا وړې ده
نور يې دښتونه د لمبو له ګرمۍ ښكلي نه دي
چا د كيږديو له ماښام څخه رڼا وړې ده
نه څو ك راځي نه مي رويبار پر ژبه زېرى لري
چي لېونۍ ميني مي بيا د چا ښرا وړې ده
اوس به له لاري څنګه ګرځي پښتانه قولونه
د دې تورونو يې په سل ځله سزا وړې ده
جهاني پرېږده د جانان او د وصال خوبونه
ستا له قسمته يې هغه شېبه په غلا وړې ده
راځه يوه شېبه مي مل سه زه يوازي يمه
په دې پردي ښار كي مي خپل سه زه يوازي يمه
زه لكه سيورى د تيارې كفن ته ولوېدمه
پر تورو لارو مي مشعل سه زه يوازي يمه
زما په اورغوي كي يې كرښي د بېلتون وهلي
په خوب او خيال كي مي كابل سه زه يوازي يمه
دلته رقيبانو انګولا مي كړلې چيغى وركي
پر تور لښكر باندي يرغل سه زه يوازي يمه
د له چا سره كيسې د بېلتون وژړوم
راته نغمه راته غزل سه زه يوازي يمه
زما د وصال د نصيب لاري دي اغزو نيولي
نن د جانان د كوڅې پل سه زه يوازي يمه
راسه په خيال كي د كيږديو تصوير ونګوو
راته لمبه راته اوربل سه زه يوازي يمه
پېغله حيا مي جهاني پلو ته ودرېده
زما د ګودر د ديدن غل سه زه يوازي يمه
2004/8/11
ويرجينيا
د خيال وزر ته مي بې وخته لمبې مه راوله
نصيبه نوري راته تشي پيالې مه راوله
زما لا پر عمر باندي پاته دي ياغى پورونه
زلمي تندي ته مي اسمانه سجدې مه راوله
د زلفو تور مي د ازل پر تندي نه دى كښلى
تر سپينو شپو مي د جنون سلسلې مه راوله
راته په برخه دي قسمته سرابي خوبونه
خيالي ساحل ته مي بېړۍ او څپې مه راوله
زه تصويرونه د ژوندون پر زنګانه بيدوم
له تياره خياله د زندان غلبلې مه راوله
زما يې كرلي په خوبونو كي قاتلي سترګي
راته په ويښه د جلاد غرغړې مه راوله
ماته په زرځله فالونه پر بېلتون ختلي
د اوښكو كور ته د جانان جنازې مه راوله
ماشومي پاڼي غولومه د غزل په ليكو
د قلم ستوني ته د وينو كيسې مه راوله
راځه نن هېر كو جهاني ستا د اغزيو سفر
هره شېبه دي د لمبو قافلې مه راوله
2004/7/23
وير جينيا