=چي اوښان پـه نڅېدو سي په رقصونو
خپل څښتن يې شرمولى په شرمونو(1)
اوښه هر څه دي بې هوښه راته ښكاري(2)
لوى به يې مګر فارغ له وزرونو(3)
له سوالګر څخه چى سوال كوې بې بخته
لكه سپى چي ډوډۍ غواړي له فقيره(4)
د زمري په دود په ښكار پسي روان سه
لا تر څو به يې ګدا په زړه زهيره
څوك چي اورته نيژدې كېږي سوځل كيږي(5)
دا متل دى اور په اور نه وژل كيږي(6)
اورته خپل او پردى يو دى كه پوهېږې(7)
او همېش به له بڅركي اور لګيږي(8)
باز چي خپله ځاله پرېږدي په هوا سي
د پاچا منګول يې ځاى وي يا جالونه(9)
باز كه هر څونه بوډا سي اويا خوار سي
له چونګښي يې په خوله وي پرهېزونه(10)
نوم له نومه نه بېلېږي په وطن كي(11)
شرمېدلى څوك په ورور څوك په ابا دى
د غاتري يې د پلار وكړه پوښتنه
ويل خداى راكړى آس غوندي ماما دى(12)
د يوه ناورين به پاى د بل به سر وي
غم هيڅكله له غمونو نه شرمېږي(13)
د عالم سره به غم په هيڅ كى شمارې(14)
خو په وير كي هر څوك خپل مړى ژړېږي(15)
څه په كار دي له واده وروسته نكريزي(16)
كه خواړه دي خو ژوندو ته په كارېږي
هسي نه چي دي پر مړي طبيب ګرځي
په درملو د ژونديو رنځ رغېږي
چى نېستي يې په هستي كي په ياد نه وي
تل پر مخ باندي څپېړي د سبا خوري
د نېستۍ د ژوندون هر ساعت مرګى دى(17)
د نېستۍ غمونه هر سړى تنها خوري
دوست ته دومره طمع وكړه چي يې توان وي(18)
پر اوږو باندي يې مه ايږده بارونه
د دوستۍ مزل د سلو كالو لار ده(19)
په سختۍ كي وي په كار د دوست لاسونه(20)
كه د وني عمر سل كاله په شمار وي
د مرغۍ به يوه شپه باندي تېريږي(21)
يوه شپه به له پلندر سره هم وسي(22)
خو كلونه احتياج نه ګلول كېږي
پر ړانده د شپې او ورځي توپير نسته(23)
ورته مه راوړه په شپو كي څراغونه
د كاڼه له ډول وهلو سره څه دي
د ړانده مخي ته مه كوه رقصونه(24)
هر ړانده ته د خولې لاره ده معلومه(25)
له ړندو به امسا يو ځلي وركېږي(26)
د هوښيارو آزموينه تل پر بل وي
جاهلان به هره ورځ په دام كي لوېږي(27)
نه د بدو نه د ښو غم ورسره وي
نه اتڼ لره پيدا نه د ناورين دي
اور پر خپله ټكۍ اړوي وګړي(28)
د ابا په غم كي نه دي د خورجين دي(29)
مېړه نسته چي ملك مو ميروګى دى(30)
خود به بولو د ابا مېنه ميراته
وران دي غواړمه اتڼه ښاد به نه سې
چى نارې دي امر الدين ته سولې پاته(31)
هغه هم نن د خانۍ د ملكۍ سو
چي مرغه يې ده شنه سوې په دېګدان كي(32)
څلور پښې كړلې چونګښي ورته پورته
نالول چي يې آسونه په ميدان كي(33)
د خداى برخي دي پخپله خداى وېشلي
په ازل كي سپور او پلى نه سمېږي
كه سل منه په روپۍ سي د اوربشو
په حساب د خره يوه لپه رسېږي(34)
چي په كور كي يې يو موټى اوړه نسته
هغه هم پر بام جوړ كړي تنورونه(35)
په وطن كي اوس د سپيو له نيستيه
پشو ګرځي پر بامونو شخ برېتونه(36)
تركاڼي پر بيزوګانو حواله كي(37)
د ړندې زمانې وګورئ كارونه
را وستلي يې دى اوښ الغبندۍ ته
څوك دانه وايي چى نه لري لاسونه(38)
د اوښانو له بازيو سره څه دي
جوړنګان له بېخه مه ورباندي باسه(39)
اوښ كه غټ دى د شيدو تمه ترې مه كړه(40)
پوره نه وي هره چار د چا له لاسه
چي سركار اوښان له خلګو سركاري كړل
ګيدو وځغستل په تاخته سوه روانه
چي پوښتنه چا كول د ستړو ځغاستو
ويل سخته پاچهي ده بې پرسانه(41)
د طالع او بخت وېشونه په قسمت دي
سيالداري يې نه په زر سي نه په زور سي
د بې بختو پر سر اوري غيبي كاڼي
بخت يې تور سي چي دښمن يې د پلار كور سي(42)
اوږده شپه به بېله چرګه هم سبا سي(43)
چي چرګ نه و آذان چا كاوه يارانو(44)
خپل بازو ساتندوى دى د مرګ ناموس دى
تمه پرې كه له خپلوانو له يارانو
چي مېږي ته خداى په قار سي وزر وركړي(45)
د چغال چي اجل راسي مخ پر ښار ځي(46)
چي د غار و خولې ته ورسېږي سم سي
همېشه په لويو لارو كي كوږ مار ځي(47)
كه تمام جهان جنت سي خو د بل دى(48)
هر سړي ته خپل وطن لكه كشمير دى(49)
پر پردي ولات سي كم د مړو قدر(50)
هر سړى پكښي اخته د ځان په وير دى
خداى هر چاته په قسمت برخي وركړي
هيچا خر آس كړى نه دى په زينونو(51)
كوټه سپى د تازي ځاى نه سي نيولاى
نه ټپوس كولاى ښكار سي د بازنو
چا چي ځاى په شيش محل كي وي نيولى
په ډبرو د چا نه ولي كورونه(52)
چي د چا شړۍ شلوي شال به يې شلېږي
تر قيامته ټينګيداى نه سي شالونه(53)
كه هم سر او هم حيا غواړې ساتلې
ځان محتاج نه كړې د هر چا د لاسونو
نه د سوال په اوبو ژرنده چلېداى سي(54)
نه د حج سفر لنډېږي په ټوپونو(55)
هر بنده لري عيبونه بي حسابه
نيك بختانو ګوته ځان ته وي نيولې
پر دنيا به داسي ونه پيدا نه سي
چى يو ځلي به باد نه وي ښورولې(56)
سل علته يې په ځان وي باك يې نه سي
د بل يو عيب ورته ښكاري سل عيبونه
خپل عيبونه همېشه د اوږو منځ وي(57)
چا ته نه ورځي د خپلي خولې بويونه(58)
يوه ورځ به د كلونو كسات اخلي
باور كله په قولونو د دښمن سي(59)
چي د نوك ځاى يې پيدا كړ سوك به ځاى كړي(60)
اور ته راسي عاقبت د كور ميرمن سي(61)
د دوو بنو په جنګونو كي رسوا سول
په كاله كي پراته وه پټ عيبونه
د موچي خونه پخوا لا هم ورسته وه
لا بوينه سوه چي وسول بارانونه(62)
ښه خو دا چي د جا نوم په نېكي ياد سي
يو كفن هم د غريب هم د ماړه دى(63)
چي مرګى سته ښادي نسته په دنيا كي(64)
مرګى اړ نه په واړه نه په زاړه دى(65)
چي غيرت لري په خپل ايمان به پايي
بې غيرته د بل مرګ ته هوسېږي
دا متل دى يو به مړ بل به موړ نه سي(66)
څوك د مړو په ميراث كله مړېږي
مرګ د ډېرو پرده پوښ وي كله كله(67)
كه د ټولو پر همدغه لاره يون دى
جنت ښه ځاى دى د هر چا به زړه كېږي
خو ګټل يې هم د زړونو په چاودون دى (68)
ځان شيرين دى ژوند پر هر چا باندى ګران دى
مرګى تريخ دى او تاوان هم سراسر دى
خو تر دې چي ژوند په لوږه كى تېرېږي
په ډك نس مرګى ترې سل ځله بهتر دى(69)
كه عمرونه سي زر كاله د وګړو
آخر مرګ دى چاره نسته له دې يونه(70)
مه مي چاته كړې څه پاته چي ميراث سم
مه د چا كړې راته پاته جايدادونه(71)
دا دوستي تر مزله نه سي رسېدلاى
نن سبا به سره ووهي سرونه
كه د غلو وروري خوږه ده يوه شپه ده
او پر وېش به خامخا كوي جنګونه(72)
دا ملګرى په خوله خوږ دى په زړه كوږ دى(73)
يوه ورځ به دي د سر دښمنان ستايي
په خواږه، خواږه ويل درته لګيا وي
نن سبا به دي د كندي پر لور بيا يي(74)
چي په كلي كي د دوو سره جګړه سي
همېشه به د دريم سړي په ښه سي(75)
د چغلو شيطانانو ځالګۍ سي
په يوه ځاى كي چي يو موټى كلى دوه سي(76)
په دوستي كي دښمني درته پيدا كړي
خپل دوستان او ځان دي وساته له پوره
د بدۍ تخم كه نه پېژنې پور دى(77)
څه ښه وايي پوره ورك دي كړه دوه كوره(78)
نابلده به څه غلا څه به پيدا كړي
څرك له كوره دى چى خونه دي تالا سي(79)
چي په خوا او په خاطر كي نه را ګرځي
يوه ورځ به هغه څوك درته بلا سي(80)
د ځوانۍ يوه نشه وي همېش نه وي(81)
بېكاري دي سپين ږيرتوب لره خواري ده(82)
د چا برخه ده اول د چا آخره(83)
چي د زرو زور لري څه يې زاري ده(84)
دا دنيا ده په نصيب د بډايانو
پر اغزيو څرخي برخي د خوارانو(85)
تل د خوار وزه هم ګوډه هم ړنده وي(86)
آذان څوك اوري د خوارو ملايانو(87)
چي اوبه پر ځاى ولاړي وى شنې كېږي(88)
يوه شپه سي ميلمنه بله ترخه سي
په هغه ګړي د خواښي شپه كږه وي
په نصيب چى يې د زوم په كور كى شپه سي(89)
نه د غلو كلى چا وليدى په سترګو
نه د شګو څلى چا دى درولى(90)
نه ځايېږى غل په لويو لويو غرو كي(91)
همېشه به وي د غله پر ږيره خلى
تل اوښيار اوسه باور ورباندى نسته
همېشه به د لېوه زوى لېوه كېږي(92)
د غله سپي زوى كه غل نه وي نو څوسن وي(93)
يوه ورځ به يې له پزي بلا زيږي
تر كابله به ځان خوار كړې په مزلونو
خپله برخه دي معلومه در رسېږي(94)
په ازل كي يې وېشونه دي ټاكلي
نه په زور نه په سيالي د چا بدلېږي
په تندي كى دي ليكلي هغه كېږي
بې نصيبه خواړه ګران دي په جهان كي(95)
كه دا ټول جهان طبيب سي نه رغېږي
چاري واړه په نصيب سي په آسمان كي(96)
(1) اوښ چي ګډېږي نو خپل څښتن شرموي.
(2) اوښه هر څه دي بې هوښه.
(3) اوښ كه هر څو لوى دى الوتى نه سي.
(4) چي سوال كړې له سوالګيره لكه سپى چي مړۍ غواړي له فقيره.
(5) چي اور ته نيژدې كېږې آخر په سوځل كېږې.
(6) اور په اور نه مري.
(7) اور ته خپل او پردى يو دى.
(8) اور له بڅركي لګېږي.
(9) باز چي خپله ځاله پرېږدي ځاى يې د پاچا منګول سي.
(10) باز چي هر څونه خوار سي چونګښي نه خوري.
(11) نوم له نومه نه پرې كېږي.
(12) غاتري ته يې ويل پلار دي څوك دى ويل آس غوندي ماما لرم.
(13) غم له غمه نه شرميږي.
(14) له عالمه سره غم نه غم.
(15) په وير كي هر سړى خپل مړى ژاړي.
(16) نكريزى چي تر واده تېري سي په دېوال يې وتپه.
يا تر اختر وروسته نكريزي په ديوال وتپه.
(17) د نېستۍ هر ساعت مرګ دى.
(18) دوست ته دونه طمع كوه چي د لاسه يې كېږي.
(19) دوستي د سلو كالو لار ده.
(20) دوست د سختۍ دپاره دى.
(21) كه د وني عمر سل كاله وي، د مرغۍ به باندي يوه شپه وي.
(22) يوه شپه د مور له مېړه سره هم تېرېږي.
(23) ړانده ته شپه او ورځ يو شان وي.
(24) ړانده ته ګډېږه مه، كاڼه ته ډول مه وهه.
(25) ړانده ته د خولې لار معلومه ده.
(26) ړوند يو ځل امسا وركوي.
(27) هوښيار يې پر بل آزمېيي، بې عقل پر ځان.
(28) هر يو پر خپله ټكۍ اور اړوي.
(29) ابا مه ګوره خورجين يې ګوره.
(30) د نه مړو ملك سو ميرو.
(31) اتڼه وران سې چي نارې دي امرالدين كوي.
(32) په دېګدان كي يې مرغه شنه سوې ده .
(33) آسان يې نالول چونګښو هم پښې پورته كړې.
(34) اور بشي كه د روپۍ سل منه سي د خره برخه يوه لپه ده.
(35) په كور كي يې يو مټ اوړه نسته پر بام يې تنور جوړ كړى دى.
(36) د سپيو له نيستۍ پشو پر بام كوي بازۍ.
(37) تر كاڼي د بزو كار نه دى.
(38) اوښ ته يې ويل الغبندي وكه، ويل يې په كومو لاسو.گ
(39) اوښ ته يې ويل بازۍ وكه ده جوړنګان له بېخه و ايستل.
(40) اوښ كه غټ دى هم د شيدو تمه مه ورڅخه كوه.
(41) اوښان سركاري كېدل، ګيدړي هم ځغستل ويل يې بې پرسي ده.
(42) بخت يې تور سي چى دښمن يې د پلار كور سي.
(43) بې چرګه به هم سبا سي.
(44) چي چرګ نه و اذان چا كاوه ؟
(45) مېږي ته چي خداى په قار سي وزر وركړي.
(46) د چغال چي اجل راسي مخ پر ښار ځغلي.
(47) مار پر لاري كوږ كوږ ځي، د غار په خوله كي سم سي.
(48) كه دنيا جنت سي خو د بل ده.
(49) هر چا ته خپل وطن كشمير دى.
(50) پردى ولات د مړو قدر كموي.
(51) خر په زين نه آس كېږي.
(52) څوك چي په شيش محل كي اوسي د چا كور ته ډبري نه غورځوي.
(53) ته زما شړۍ ته لاس مه راوړه زه به ستا شال ته لاس نه در وړم.
(54) د سوال په اوبو ژرنده نه چلېږي.
(55) د مكې سفر په يوه منډه نه لنډېږي.
(56) داسى ونه نسته چي باد نه وي ښورولې.
(57) خپل عيب د اوږو منځ وي.
(58) د خپلى خولې بوى چاته نه ورځي.
(59) د دښمن په قول اعتبار نسته.
(60) يو وار نوك ځايوي بيا سوك.
(61) اور ته راغله د كور ميرمن سوه.
(62) د موچي خونه پخوا ورسته وه چي باران وسو بويونه يې پورته سول.
(63) دوه ګزه كفن هم د خان هم د نېستمن.
(64) چي مرګ سته ښادي نسته.
(65) مرګ نه په واړه دى نه په زاړه دى.
(66) يو به مړ نه سي بل به موړ نه سي.
(67) مرګ د ډيرو پرده ده.
(68) جنت ښه ځاى دى خو ورتلل د زړه په چاودون وي.
(69) تر هغه چي ژوند په لوږه تېرېږي ، مرګ په ډك نس بهتر دى.
(70) كه دي عمر سي زر كاله، آخر به ومرې زما لاله.
(71) مه مي چاته پاته كړې، مه د چا را پاته كړې.
(72) د غلو وروري خوږه ده خو پر وېش باندي جګړه ده.
(73) په خوله خوږ په زړه كوږ.
(74) خواږه خواږه به درته وايې و ژور ته به دي بيايي.
(75) چي د دوو سره جګړه سي، د دريم به پكښي ښه سي.
(76) چي كلي دوه سي د چغلو ښه سي .
(77) پور د بدۍ تخم دى.
(78) پوره ورك دي كړه دوه كوره.
(79) چى څرك يې له كوره وي خونه يې خوره وي.
(80) چى نه دي وي په خوا هغه تاته سي بلا.
(81) د ځوانۍ يوه نشه وي نه چى همېشه وي.
(82) د ځوانۍ بيكاري د سپين ږيرتو ب خواري ده.
(83) د چا اول د چا آخر.
(84) چي زر وې زاري نسته.
(85) د خوار برخي پر اغزيو څرخي.
(86) د خوار يوه وزه وه هم ګوډه هم ړنده وه.
(87) د خوار ملا په آذان څو ك روژه نه ماتوي.
(88) اوبه چي پر ځاى ودرېږي شنې كېږي.
(89) د خواښي هلته شپه كږه سي، چى د زوم كره يې شپه سي.
(90) د غلو مى كلى ونه ليدى، د شګو مى څلى.
(91) غل په غره كي نه ځاييږي.
د غله پر ږيره خس وي .
(92) د لېوه زوى عاقبت لېوه سي.
(93) د غله سپي زوى كه غل نه وي، څوسن خو وي.
(94) كه ته ولاړ سې تر كابله، برخه به ځى درپسي خپله.
برخى ازلي دي ، نه په زور نه په سيالي دي .
(95) بې نصيبه خواړه ګران دي .
(96) كه ټول جهان طبيب سي، چاري واړه په نصيب سي.