ما په خداى قسم دركړى نجلۍ وايه يار دي څوك دى
ته د چا له ميني سوځې خپل دي څوك اغيار دي څوك دى
دا پر مخ چي دي را توى سي سپيني اوښكي مرغلري
د ځوانۍ له مالګي جوړي دا خوږې له شكري
دا چى ژاړې په خندا كي چي موسكۍ سې په ژړا كي
د زلميو وينو زور دى كه جنون د وينو تا كي
ستا هم ورځي لېونۍ دي له تا هم تښتي خوبونه
ته هم سره لكه غاټول يې پر زړګي لرې زخمونه
د غوټۍ په څېر نازكي خداى كه پوه سم چى د چا يې
ته مينه يې كه نه يې سر تر نوكه معمى يې
هر ګړى مى د دردونو د زړګي پر كلي شپه وي
هره شپه د بېلتون وېره د ځوانۍ د خوب نشه وي
تا ته هم كله يادېږي د اغزو پر سر خوبونه
لېونتوب دي مېلمه سوى ورځي شپې مياشتي كلونه
ښكلي دومره خو مي پوه كه چى مينه پر چا نه يې
تش خوبونه خو مي خپل دي كه په برخه زما نه يې
چي د زړه پر مرمر جوړ كم ستا لوېدلي تصويرونه
چي په وينو مي اوبه كم لېوني تږي خوبونه
چي له خياله دي ژوندي كم تصوير كړي اندامونه
چي سجدې ته ازل راوړم په تندي كي محرابونه
چي دي مينه قواله كم د قسمت په كتابو كي
ستا د اوښكو تندى راوړم د فالونو په لاسو كي
بيا به نه وايې چي هېر سول د خوبونو تعبيرونه
د مرمرو پر اورغوي د ازل كښلي خطونه
ويرجينيا
2002/12/11