چي سو فارغه له كارو د جهان
خداي د ملكي په څېر جوړ كړ انسان
وروسته يې خپله څېره وركړه ورته
او لا يې خپل روح پكښي پوه كړ يزدان
د هغه روح په درناوي ملكي
سر پر سجده سولې پر مځكه آسمان
آدم يې نوم ورباندي كښېښود خالق
د جنتونو نعمتونو سلطان
چي دى رهي سو خالق ومسېدى
چي څومره ښكلى دى پر لاري روان
ويل د مځكي او د عرش ملكو
ترې اخيستلاى سئ اوس خپل امتحان
چي په اسمان كي لمر له سترګو سو پټ
تيارې له ستوني كړله تېره نړۍ
د آدم سترګي سوې له خوبه درنې
شيطان را واخيستلې خپلي كړۍ
د زه او زما په نوم يې جوړي كړلې
څو د لمبو څه د سكروټو بېړۍ
زړونو ارواح ته يې ور واچولې
له دوده جوړي د تيارو هتكړۍ
قابيل سبا ته د شيطان په لمسه
سره كړل لاسونه د خپل ورور په وينو
له هغې ورځي د آدم د بچو
سور دى ټاټوبى رنګ دى كور په وينو
چي لا تر څو به وي د وينو ويالې
چى لا به څو رنګېږي نور په وينو
چي يې وهلى د انسان دى قلم
حق په ازل كي دي ويلي ريشتيا
چي مي اشرف د مخلوقاتو كى جوړ
تر ده به ټيټ نه وي پيدا په دنيا
شيطان يې ځاله ده په روح كي كړې
په زړه كي زه پر شونډو ذكر زما
او لا په زور اخلي لمبې د جنون
لا به زلمۍ د زړه او زما وي ليلا
څنګه به سم سي د ازل بندېوان
چي يې په وينو كي اخښلې خطا
چي له قلمه غلطي سوې ده
كه شيطان لاري كړې بدلي د چا
چي سو ملګرى د ازل په سهار
دغه تور مخى د آدم او حوا
او لا تر ننه هنګامې د جنون
لمبې كرلي پر تيارې او رڼا
ويرجينيا
2004/6/29