خيال دي پر زړه باندي مېلمه سي چي يوازي سمه
د زړه پانوس لمبه لمبه سي چي يوازي سمه
ستا د يادونو پر شهيدي كربلا راځمه
د تور يزيد را باندي شپه سي چي يوازي سمه
له رقيبانو چي دانې د اوښكو پټي وړمه
روان مي سېل پر ګرېوانه سي چي يوازي سمه
په آيينو كي دي تصوير دى د جمال وهلى
هره شېبه مي بتخانه سي چي يوازي سمه
نه دي قولونه نه پلمې غزل ته وړلاى سمه
ورځ پر قلم باندي تياره سي چي يوازي سمه
چي پكښي عكس دي د سرو نازكو شونډو وينم
له ميو تشه مي پياله سي چي يوازي سمه
ستا د خيالونو تر لمبې مي وزر نه رسېږي
يوه يوه شمع دي مړه سي چي يوازي سمه
په دې پردېس ربات كي څونه اوښكي وسولوم
زړه د غمونو قافله سي چي يوازي سمه
لكه غوټۍ تر غوړېدو دمخه ورژېدم
ژوند مي خزان هره شېبه سي چي يوازي سمه
جهاني ما بې لا د وصل خوب ليدلى نه وي
ږغ د جانان د بېلتانه سي چي يوازي سمه
وير جينيا
2004/7/24
زړه مي راته وايي لا ځواني ده توبې ماتي كه
نن د زاهدانو په حرم كي سجدې ماتي كه
ځم چي د تيارې پر زنګانه خوبونه ووينم
ستړى يم له رنګه دا پانوس او ډېوې ماتي كه
زه له دوه رنګيه دې تيارې ته تښتېدلى يم
زړه كى مي جانانه د تصوير آيينې ماتي كه
زما يې له شهپره د پرواز نفس ايستلى دى
پرې مي ږده صياده د قفس پنجرې ماتي كه
نن مي ډبرين تندى په جنګ د قلم ورغى
راسه لېونتوبه دا نسكوري پيالې ماتي كه
څونه د آزر پر قدم پل د سجدې ونيسم
مه ګوره خليل ته د ايمان زولنې ماتي كه
ځه چي له آدم څخه تعبير د ګناه وپوښتو
پښو ته د غنمو د انګورو كاسې ماتي كه
بيا مي د خوبونو پر دښتو كيږدۍ وهلي دي
مسته كه شپېلۍ دي د سلګيو نغمې ماتي كه
خيال ته دي د وصل جهاني كچكول راوړى دى
خوب ته مي لمن كي څو د زلفو حلقې ماتي كه
وير جينيا
2002/12/12
نوري كيسې د هغه تللي اشنا نه يادوو
يوه شېبه يې لكه پرخه ځلا نه يادوو
لا به تر څو د خيال په زلفو رنګوو خوبونه
ژوند به له تورو زولنو سره بيا نه يادوو
شپه ده سېلۍ دي د مرګي څپو اخيستې بېړۍ
په توپانو كي به ساحل د پخوا نه يادوو
څو به لا اوښكى تويوو د رباتو پر لمن
له هر قدم سره سفر نيمه خوا نه يادوو
له افسانو سره مو ښخي كړې اغزني شېبې
هري تڼاكي ته دردونه جلا نه يادوو
هسي مو ستا په نامه شپې كړې په محراب كي ستړي
نوم دي جانانه په سجده كي تنها نه يادوو
زموږ دي مرګى ستا دي روزي سي د خسرو قصرونه
هري تېشې ته به تندى په ژړا نه يادوو
وير جينيا
2003/5/9
جانانه په سجدو درته راغلى يمه ځم
څو ورځي دي په غېږ كي اوسېدلى يمه ځم
د اوښكو په ګامونو اسوېلو درڅخه ولاړم
له سترګو تر باڼو را رسېدلى يمه ځم
تر اوسه مي باقي دي پر كوڅو د پلونو نښي
يو عمر پر دې لارو ژړېدلى يمه ځم
پېغور چي د سيالۍ مي د رقيب را پاته نه سي
سل ځله دي سكروټو ازمېيلى يمه ځم
ته ناست وې لاس تر غاړه له رقيب سره همراز
پر شمع د محفل دي كړېدلى يمه ځم
د عقل پر كوڅو مي كاڼو سر دى پېژندلى
په ټول د لېونو كي چي ښاغلى يمه ځم
له شپو څخه دي ولاړم جهاني رنګه په صبر
له شرنګه د نغمې دي پرېوتلى يمه ځم
وير جينيا
2003/5/8
نور مي د صبر په لېمو كي ډېوې مه بلوه
د ړندو ښار دى په تيارو كي ډېوې مه بلوه
د رقيب سترګي نظر ماتي سپېلني سه درته
د تورو زلفو په سايو كي ډېوې مه بلوه
زه له مزاره د خوبونو په قدم درځمه
د انتظار په سپينو شپو كي ډېوې مه بلوه
ستا د جلوې په قدر كله پوهېدلي دي څوك
د غمازانو په خېمو كي ډېوې مه بلوه
كلونه كېږي قافلې باندى راغلي نه دي
په هېرو سويو رباتو كي ډېوې مه بلوه
چي پسله مرګه دي لا سيورى باندي نه اورېږي
د چا د هيلو په سينو كي ډېوې مه بلوه
د جهاني نوم دى د كلي له كيسو وتلى
نور دي د خيال په افسانو كي ډېوې مه بلوه
وير جينيا
2003/9/5