په نوره نړۍ كې د ژباړې لپاره منظم ارګانونه شته، چې ارزښتمن كتابونه ژباړي
او په لوړ تيراژ يې خپروي. هلته ژباړن د خپل مسلك، پوهنيز مهارت او ذوق لـه
مخې كتابونه ټاكي، يا يې هم خپرندوى ارګان ورته په ګوته كوي. خو زموږ
ستونزه دا ده، چې تر اوسه يو خپرندوى ارګان يا ټولنه نه لرو، چې په پراخه
پيمانه پښتو كتابونه، راخپاره كړي. ژباړې ته خو لـه زياته وخته پاملرنه نه
ده شوې، كه شوې هم ده، خلكو لـه ژباړن څخه زياتې بېځايه غوښتنې لرلې دي.
د ساري په توګه: هغه څوك چې لـه ادبياتو سره مينه لري او پښتو ناولونه
ژباړي، ورته ويل كېږي: په پښتو كې ناولونو ته هېڅ اړتيا نه شته، ته بايد يو
قاموس وليكې، يا د بل لوى علمي كتاب ژباړې ته ګونډې ووهې، چې ګټه يې زياته
ده!!
كه چېرې ژباړې د هر ژباړن د ذوق او خوښې لـه مخې وشي، پايله به يې زياته
غوره وي، كه يو اديب يا د ادبياتو لېوال كس مجبوروو چې يو علمي قاموس
وژباړي، يا يې وليكي، ښايي د يوه بل پوه او په دې مسلك كې د وارد كس په كچه
يې ښه ونه ژباړي.
په هره برخه كې خلك شته، چې د خپل مسلكي مهارت او ذوق لـه مخې يوه هڅه و
هاند كوي. كه د كيميا استاد يو كتاب وليكي، يا يې وژباړي، ښايي زيات معياري
يې وژباړي، خو كه يو اديب اړ كړو، چې د مثلثاتو يو كتاب وژباړي، نو ښايي
زياتې تېروتنې ولري.
كه ډاكټر د طب اړوند كتاب وليكي يا وژباړي، هم به د زياتو نيمګړتياوو مخه
نيول كېږي، هم كېدى شي په كتاب كې پخوانۍ تېروتنې او غلطۍ اصلاح شي. ښايي
ځينې داسې ډاكټران هم وي، چې لـه ادبياتو سره مينه لري، هغه كه د ادبياتو
اړوند كتاب ليكي يا په دې برخه كې بل ادبي كار ترسره كوي، بايد مخه يې ونه
نيسو. ځكه چې دا د ذوق او تندې خبره ده، هرڅوك كولاى شي، له خپل ذوق او
خوښې سره سمې ليكنې وكړي.
ليكوال او ژباړن ته بايد موږ قاعدې او معيارونه وړاندې نه كړو، بايد
پرېښوول شي، چې هر كس په خپله خوښه يوه څانګه وټاكي، كتابونه په كې وليكي
او يا يې وژباړي. په دې شرط چې وضعه شوي اصول او تيورۍ له پامه ونه غورځوي.
په دې وروستيو كلونو كې چې دولتي ټولنې او پښتو منځي (مركزونه) نه شته، نو
اكثره ليكوال مو په انفرادي ډول فرهنګي او ادبي هڅې كوي، چې په زياتو
خپرونو كې هم ځوان ليكوالان ژباړې او ليكنې كوي. له بده مرغه چې اكثره كسان
چې كله كومه ليكنه راژباړي، نو د ليكوال نوم نه يادوي، چې دغه كار د ژباړې
له اصولو او قاعدې بهر كار دى، سړى د هرې ليكنې تر لوستلو وړاندې بايد پوه
شي، چې ليكوال يې څوك دى؟ بله دا چې موږ اكثره ځايونه وينو چې ماخذ هم نه
څرګندېږي، سړى نه پوهېږي چې دا ليكنې له كوم كتاب څخه ژباړل شوي، له انټرنټ
څخه اخيستل شوي او كه لا خپرې شوې نه دي؟ ځوان ليكوالان بايد كوښښ وكړي، د
ژباړې په وخت كې د ليكوال نوم او ماخذ هم له ياده ونه باسي. بله دا چې ځينې
ليكنې او كتابونه له انګرېزۍ يا بلې ژبې څخه اردو يا پاړسۍ ته راژباړل شوي،
كله چې يې زموږ ځينې ژباړونكي پښتو ته اړوي يوازې د ليكوال نوم ليكي، حال
دا چې اردو يا پاړسي ته ژباړونكي هېڅ نه يادوي، چې دغه دا هم خلاف كار دى.
بايد د لومړي ژباړن پر هڅو سترګې پټې نه شي، لومړىخو دې هڅه وشي، چې راساً
له اصلي ژبېڅخه ژباړه وشي، كه امكانات وو، د لومړي ژباړن يادونه حتمي ده،
ځكه هغه هم خپله خواري كړې ده، بويه چې سترګې پرې پټې نه شي.
ژباړه د څلورو اصلونو د يوځاى كېدو ټكى دى:
_ ليكوال.
_ ليكنه.
_ لوستونكي.
_ ژباړونكى.(19)
ژباړن ته په كار ده، چې پر دواړو ژبو ښه برلاسى وي او په لوستلو، خبرو او
ليكنه كې هېڅ ستونزه ونه لري.
زيات كسان ټكي په ټكي ژباړه كوي، چې اكثره ژباړل شوې جملې يې اوږدې، مبتدا
او خبر يې سره وړاندې وروسته، يا هم ګډوډ راځي، چې ښه بېلګه يې د ملايانو
له خوا ليكل شوي كتابونه دي. هغوى په دې باور دي، چې ديني كتابونه، ايتونه
او حديثونه بايد ټكي په ټكي وژباړل شي، كنه ګناه لري. خو د ژباړې اصلي موخه
د خلكو پوهونه او له اصلي ژبې څخه بلې ته د مفهوم لېږدونه ده. كه ژباړه
څومره له اصلي ژبې سره نژدې، روانه او ښكلې وي، هومره زيات لوستونكي
پوهولاى شي او زيات كسان ترې ګټه اخيستلاى شي.
بله ژباړه مفهوم په مفهوم ژباړل دي، چې دا يو غوره طريقه ده او كه ژباړن
غواړي، چې بريمنه او ګلالۍ ژباړه وكړي، بايد مفهوم په مفهوم ژباړه غوره كړي.
د اصلي متن يو پراګراف دې ولولي، بيا دې په خپله ذهن كې د خپلې ژبې له
اصولو او قواعدو سره پرته كړي، تر هغه وروسته دې وليكي. چې د ژباړې اغېز
ونه ليدل شي، كاميابه ژباړه هغه ده چې په لوستلو سره يې سړى ګومان ونه كړي،
چې دا هم ژباړل شوى متن دى.
د ژباړ لپاره امانتداري هم ارزښتمن ركن دى، ځكه چې ژباړن حق نه لري، په
ژباړه كې بېځايه زياتونې يا كمونې وكړي، كه چېرې زياتونې يا كمونې ته اړتيا
پېښېده، دغه كار دې په لمنليك كې وكړي او يادونه دې هم وكړي.
استاد نجيب منلى، چې په فرانسه كې مېشت دى او هورې پښتو ليكنې په فرانسوي
او فرانسوي ليكنې هم پښتو ته راژباړي، د ژباړې په برخه كې خپله ځاني تجربه
له موږ سره شريكوي، راشئ چې موږ هم ترې ګټه واخلو:
"...تر هرڅه دمخه د ليكوال او په تېره بيا د ژباړن لپاره د نورو ليكوالو د
ليكنو لوستل او په ژبنيو ځانګړتياوو يې فكر كول، د لومړنيو ضرورتونو په
كتار كې راځي.
د دې په څنګ كې دا هم بايد په پام كې ونيول شي، چې ژبه له نورو (او زموږ په
ټولنه كې له نالوستلو خلكو) څخه زده كېږي. وايي خداى انسان ته يوه خوله او
دوه غوږونه ددې لپاره وركړل، چې يوه وكړي او دوه واوري. دا مقوله له نورو
انسانانو څخه لا ښه پر ليكوالو او ژباړونكو تطبيقېږي".(20)
كه تازي ژبه هر ګوره ښه ده
پاړسي هم ښه په خوند خوږه ده
چا يې پلو لـه مخ وانه خيست
پښتو لا هسې بكره پرته ده
خوشال بابا