مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د حيا په اور


د يو اختر په ورځې
له انتظاره لرې
سترګه په سترګه شولو
ما خو هم ستا په سترګو
خواږه، خواږه خيالي خوبونه ليدل
په دواړو سترګو کې مو
د زړه درزا جوته
خو!
زما له بده بخته
دونه حيا په پښتنه غېږه کې
بېواکه ونغښتله
هله مې سترګې د حيا له اوره
لکه د شمعې ويلې شوې اوښکې
پر ځمکه پرېوتلې
پرهر په زړه پاتې شو
ځکه مې تاته د اختر د ورځې
مبارکي ونه ويل!.



صفيه صديقي


د مينې دنياګۍ

همدا چې په سينه کې مې غمونه نه ځايېږي
د سترګو په کاسو کې مې اورونه نه ځايېږي

ګرېوان اختيار بايللى مې سيلو ته دى د اوښکو
ماشوم زړه کې مې خدايږو دا رنځونه نه ځايېږي

رېباره يار ته وايه چې د خداى لپاره راشه
محل کې مې د مينې پېغورونه نه ځايېږي

تصوير د چا د عشق مې تصور کې ځاى پر ځاى دى
دا ځکه مې په سر کې نور فکرونه نه ځايېږي

که سل راته عالم د لېونو په سترګه ګوري
د مينې لېونتوب کې مې عقلونه نه ځايېږي

دا ولې ما په مينه کې ملګرو ګرمه بولئ
رښتينې دنياګۍ کې مې رسمونه نه ځايېږي

پرون چې مې اشنا راته وعده د ديدن راکړه
د زلفو په کمڅو کې مې ګلونه نه ځايېږي

چې ماتې هتکړۍ مې کړې د مينې پروا نه شته
خاطر د لېونو کې مې جېلونه نه ځايېږي

سرخي وينم شفق کې دا يې زړه په ما سېزلى
په شعر د صفيې کې نور غمونه نه ځايېږي.

صفيه صديقي




د خزان غېږ

تا چې يادومه نو ګرېوان په اوښکو ولامبي
ياره انتظا کې دې هجران په اوښکو ولامبي

واخله ژونده واخله ستا خوښي شه مبارک درته
پرېږده چې سينه کې مې خپګان په اوښکو ولامبي

دې زاړه ګوګل کې دي زړې زړې کيسې پرتې
ځوانې شئ اى هيلو چې حيران په اوښکو ولامبي

تا به په ګرېوان يا د وربل له پاسه وساتم
پټ په زړه کې ښه يې چې ګلان په اوښکو ولامبي

پرېږده چې مې مينه د هر چا په زړه کې وغورځي
پرېږده حسرتو کې مې اسمان په اوښکو ولامبي

پرېږده چې دا څيرې ګرېوان نور هم پسې څيرې کړم
څو سوي ګوګل کې مې ارمان په اوښکو ولامبي

ګل د پسرلي وم د خزان په غېږ کې مړاوى شوم
پرخه د سهار شه چې خزان په اوښکو ولامبي.


صفيه صديقي



کله نا کله

په زړه کې د ليمو چې اوسېدې کله نا کله
د اوښکو په باران به لمبېدې کله نا کله

که هلته به ځاى نه و د زړه کور کې به مېشته وې
توپان کې د اهونو ورکېدې کله نا کله
ارمان چې دې د هجر تورو شپو ته تنها پرېښوم
که نه زما ترڅنګ به سوځېدې کله نا کله
شي شپه په سودا تېره او سپېدو ته مې نظر وي
په سترګو کې چې هلته خندېدې کله نا کله

اشنا چې مې منلې جفا ګانې خپه نه وم
له هجره به مې اوښکې بهېدې کله نا کله.

صفيه صديقي

د محبت ګلونه

مالي ګلونه کره
په هغو زړونو کې چې
د شاړو دښتو په شان، وچې سپېرې پرتې دي
په څېر د کاڼو دي، دوى چې الفت نه پېژني
د دغو کلکو زړونو، ددې سپېرو ډاګونو
هوا بدله کړه ته، فضا بدله کړه ته
ورته رڼا وبښه د رنګارنګ ګلونو
بيا به يو لاس شو سره
کاڼي به وچوو موږ
د هغو زړونو شاړو دښتو ته به
د محبت له ويالې، اوبه په لپو راوړو
بيا به خړوب شي هغه
په کې به وټوکېږي
د محبت ګلونه.


صفيه صديقي

تپوس

سترګو نه دې وپوښته دا کتل کتل څه دي؟
غشي په ګوګل زما سر په سر ويشتل څه دي؟

ستا د محبت په تور ښه شوه چې تورنه شوم
سترګه د سبا ښه يم اوس نو پټېدل څه دي
چا ويلې چې ستا د عشق، ګل راشوکوى نه شم
سر په سر ګلونه مې ياره په وربل څه دي؟
رنځ د خوږې مينې دې پټ په زړه کې ساتمه
اوښکو ته حيرانه يم داسې وير کول څه دي؟
پرخه شومه پرېوتم پښو ته دې اشنا پرون
خاورې شوم ايرې شومه اوس دې نو ژړل څه دي؟

زړه د صفيې درته پټې دعاګانې کړي
لوړ همت مې لوړ ښه دى جار باندې ويل څه دي؟

صفيه صديقي


د سولې لمر ته


ته راته خاندې خاندې
شونډې موسکۍ دې وينم
دا ستا په سترګو کې يو زېرى د خوښۍ وينمه
ښايي چې ماته يې پيغام راوړى
ښايي چې ماته يې د اوږد وير انجام راوړى
که نه خو دا سترګې غمجنې وي تل
که نه خو دا زړګى غمجن و مدام
که نه خو جنګ و تل جګړه وه
د ګوليو ډارونکى غږ و
که نه خو وير و تل ماتم و او ژړاوې به وې
تل به ځوانان په وينو رنګ و دلته
تل به وې بورې او وير جنې ميندې
دلته وې کونډې يتيمان بې شمېره
دلته خوښي
دلته خندا
هېڅ نه وه
اوس چې ته خاندې، خاندې
شونډې موسکۍ دې وينم
دلته د جنګ ورځې ختمېږي نورې
ځکه ددې وطن د مور په غېږ کې
هر څوک چې وينمه په شونډو يې
د سولې نغمه
خوره، خوره ښکاري.

صفيه صديقي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery