غزل
ناست يم غمزده نن د اشنا غزل ليکم
ګورم يې تصوير ته په ژړا غزل ليکم
د مينې کور ودان و په کې ګرځېدم خوشال
اوس وران د مينې کور شو چې تنها غزل ليکم
په ښار کلي کوڅه کې پسې ګرځم شاوخوا
وفا نه شته مجبور يم په جفا غزل ليکم
ته زما د سترګو تور او د زړه سر يې دلربا
له تا مې ګيله نه شته په دنيا غزل ليکم
ګرېوان مې تراټې تراټې شو په اوښکو باندې لوند
په سرو ګلو ژړېږم په ژړا غزل ليکم
اخر به پرې يادېږم زه روښان دلته ضرور
پر وخت د زنکدن باندې چې ستا غزل ليکم.
الله داد روښان
امن او جنګ
باز: زه يو سور شهباز يمه لوړ په پرازونو کې
ته سپينه کوتره يې کښته په سيلونو کې
کوتره: ګرځمه په تړو کې پل په اسمان وينم ستا
ځکه اوس پرواز کوم زه په دې دښتونو کې
زه ياغي کوتره يم هېڅ څوک مې نيوى نه شي
ځکه الوتل کوم لوړو غرو رغونو کې
باز: دا خوني پنجه به زه ستا په وينو سره کړمه
بيا به الوتل نه کړې هېڅکله په غرونو کې
کوتره: زه د سولې لور يمه لوړ مې دى ارمان همېش
څوک چې ځغلي ما پسې مري به ارمانونو کې
باز: امن امن څه کوم امن د بېوسو کار
زه خو هغه باز يمه ځاى مې دى په غرونو کې
کوتره: ډېر په ځان مغرور يې ته، سر په سر سرونه شته
چا چې سوله نه غوښته وسول په اورونو کې
باز: هر څو که نعرې کړې ته نعرې دې څوک نه اوري
لاړه به له مانه شې ته په اسمانونو کې
کوتره: واوره اى روښانه ته، زور او ظلم پاى لري
زه د امن چغې کړم ټولو ولسونو کې.
الله داد روښان