پښتني حيا
اوس چې مې په زړه کې اندېښنې راځي
وايي چې جانان سبا دلې راځي
لارې به جارو په خپل بڼو کړمه
ګوره چې د ورځې که د شپې راځي
بيا به پخوانۍ مينه تازه کړمه
خير که مې حيا د پښتنې راځي
راشه که راځې ته د زړه کور ته مې
کور کې د زړګي مې ولولې راځي
ستا په انتظار کې زه رڼا يمه
اوښکې مې په سترګو کې رڼې راځي.
شفيقه رڼا
١٣٦٥/١٠/٣
نرګسي لېمه
دا ستا د نظر ياد مې په خيالونو کې راناڅي
هوس مې د زړګي په پيوندونو کې راناڅي
د هجر توره شپه کې د وصال شمع لګېږي
پتنګ له ډېره شوقه غورځنګونو کې راناڅي
حيا د پښتنې ده چې پلو ونيسي مخ ته
رخسار يې د حيا په سروګلونو کې راناڅي
د سترګو په نګاه باندې دې زړه زما زخمي کړ
هر زخم د زړګي مې خنجرونو کې راناڅي
خزان د بېلتانه مې د خوښۍ پسرلى يووړ
نرګس غوندې ليمه په بارانونو کې راناڅي
رڼا شوله څپه څپه د مينې سمندر کې
د عشق هره څپه يې په موجونو کې راناڅي.
شفيقه رڼا
کتل
ستا په ياد کې ياره عالمونه هېرومه
د زړه په درد او غم کې پرهارونه هېرومه
په وخت د سحرګاه باندې شبنم په ګلو پرېوزي
ارمان د وصل را چې خپل دردونه هېرومه
د زړه مرغۍ مې والوته اسمان ته بې وزره
ديدن سره د يار دا پروازونه هېرومه
ته ګل د بيابان شولې و هرې خواته خاندې
د ګل په دې خندا کې ستا غمونه هېرومه
د مينې ګل خزان شو د ظالم بېلتون له لاسه
خزان ته د هر ګل مې خپل اهونه هېرومه
دا ستا کتل مې ياره ټول وجود راته لمبه کړ
رڼا ته د لمبې مې خپل اورونه هېرومه.
شفيقه رڼا
آه
د اسمان په مخ دا آه دى که زړګى دى پاره شوى
دا شفق دى په اسمان کې په وينو دى لړلى
يا اثر دى پاتې شوى د مظلوم شهيد د وينو
يا لمن د کوم خونخوار ده که فرياد دى راوتلى
يا غوغا ده د مظلومو د اسمان سترګې سرې شوي
يا نګاري مخ سور کړى که عاشق يې دى وژلى
يا د پېغلې پښتنې مخ له حيا څخه سور شوى
يايې سور سالو په سر دى که پلو يې دى نيولى
د اسمان لمنه سره ده که شين شوى لاله ګل دى
يا يې ټيک پر تندي ايښى که مين په زړه داغلى.
شفيقه رڼا