د هيلو کاروان
د سوي زړګي حال مې له تصوير نه وپوښته
نيمګړې ارزوګانې مې تقدير نه وپوښته
د هيلو کاروانونه مې منزل ته نه رسېږي
د اوښکو سېلابونه مې ضمير نه وپوښته
ما جوړ ورله امېل کړو مرغلرو نه د اوښکو
اشنا پروا ونه کړه دې تقصير نه وپوښته
تنکۍ هيله د زړه نه مې په شونډو کې سلګۍ شوه
سلګۍ بېرته ستنه شوه دې تاثير نه وپوښته
د سترګو په ګرداب کې مې د وينو جوړ ډنډونه
دنيا په کې غرقېږي اوس تدبير نه وپوښته
د خيال نيله يې ونښته د زلفو په ولول کې
خلاصى يې ترېنه نه شته له زنځير نه وپوښته
د يار په غېږ کې خوښ دى هيله من د وصال تږى
هجران ځپلې سترګې له شوګير نه وپوښته.
محمد قاسم هيله من
١٣٦٥/١٠/١٨
د هيلو غوټۍ
هلته د دنګو پر تمناکو غرونو
لويې ورشو او زرغونې لمن کې
د ګڼو ونو
د تريخ سيوري لاندې
يوه هسکه کېږدۍ
د ازادۍ او خپلواکۍ په وړانګو
لکه د لمر داسې روښانه ښکاري...
يوه سپوږمۍ د کېږدۍ خوا کې ناسته
سترګې (يې) په لوړو څوکو
د لويو غرو لګېږي
ورته ناپايه دښته
د لمر په وړانګو ښکلې
څپه څپه ښکارېږي
او لکه:
تانده غوړګه
د پسرلي په موسم
ورو ورو غوړېږي
او بيا ټوله ګل شي...
داسې د پېغلې په ماشوم زړګي کې
يوه د هيلو غوټۍ
د غوړېدو په خاطر
سر راوباسي له ګرېوانه وايي:
کاشکې ما هم د يو ناپايه درياب
د قهرجنو څپو
ماتې کښتۍ ته د ساحل په هيله
لار ښوولاى!
محمد قاسم هيله من