شاهين نظر
حسنه په لېمو مې ولې ته ولې
دومره په تېغو مې ولې ته ولې
غوڅ دې کړه نظر رانه شاهين نظر
بس دى په پنجو مې ولې ته ولې
خير که ته برېښنا مې تر نظر شولې
نور په تهمتو مې ولې ته ولې
ما که ګناهکار د خم په غلا نيسي
بس نور په توبو مې ولې ته ولې
پرېږده د عقبى خبرې هلته کړو
دلته په ښېرو مې ولې ته ولې.
حبيب الرحمن قربانخېل