غزل
د زلفو تسلسل کې چې تيارو ته رسېدم
په جګو ټيټو لارو اميدو ته رسېدم
دا ټول ښايسته چمن شولو زما په وينو رنګ
چې زه کله دا ستا د زلفو غرو ته رسېدم
مات نه شولو نن مرګه دا زما پښتني هوډ
قاصده په همت خپلو وعدو ته رسېدم
ماځان کړلو پيدا ستا د ښايست په تصور کې
پيدا مې نه کړې ته که زولنو ته رسېدم
په اور د جدايۍ شوله ځواني زما لوګى
په طمع د وصال وم سرو لمبو ته رسېدم
اشنا د ښايسته او د خوږې مينې له لاسه
که نه زه کله دې شاړو مېرو ته رسېدم.
عبدالله پانوس
١٣٦٦/ليندۍ/٢٥