غزل
يو وار مې ته په مړوندو ويده که
بيا مې په خاورو او ايرو ويده که
زه د مودو په لمرو سوى يمه
ته مې د زلفو په کمڅو ويده که
زه د ګلشن ګلونه نه غواړمه
خزانه ته مې په اغزو ويده که
ګوندې رباب مې ستا کي درد در قرار
مطربه لږ مې په نغمو ويده که
ولې دې لرې کړم له ځانه څخه
لږ مې په خپلو زنګنو ويده که
زه قدردان پاس په هوا چې راغلم
ما لکه زېرى په بڼو ويده که.
محمد يوسف قدردان