کسات
زه د ارزو په مخ
د زخمي ژوبل شهيد شوي احساس
له نا اميده او نا ښادو
وينو
يو څو خالونه کېږدم
خو ته حسرت يې
د غرور په الماسينو نوکو
د چا د مکر د تسل لپاره
بې لوره وشپېلوي
بيا د خيال
د ناوې
سپېرې، زړې ډولۍ ته
په کوڼ نظر وګورې
او په کړس، کړس وخاوندې
خو
رنګ دې ژېړ شي
ژړغونې شې ته!
ممتاز
د اور څپې
ما د لمرين حسن د اور په څپو
د پېغلو، پېغلو او ناښادو هيلو
د بې درملو نامرادو ارمانو په خاطر
لکه
ليتکى
ځان ډوبول غوښتل
خو
د بې لورې
او بدنامې بوډۍ
د تورې شپې بچيو
زموږ په کلي
د سکروټو باران ووراوه
او
ان کوڅه کې
د حسرت په څاڅکو وڅڅېدم.
ممتاز
د لېمو په لار
په مينه کې مجنون شه د فکرو په لاره مه ځه
منصور شه ابدي شه د شېبو په لاره مه ځه
د سرو شونډو موسکا شه په هوس، هوس مې ښکل کړه
احساسه لېونيه! د لېمو په لاره مه ځه
د شمعې څنګ کې کېنه ژوند کول ورځنې زده کړه
پتنګه ځوانيمرګه د لمبو په لاره مه ځه
قدم ګوره پښتون ږده چې ګودر د پښتنو دى
غروره! ماتوي دې د پردو په لاره مه ځه
د مينې سرو لمبو ته له تکل سره رادانګه
تنکيه! ګلاليه د نخرو په لاره مه ځه
خفه نه شې ګرېوانه زړه حره د قلندر ده
غمونه چې راتله نو د ګيلو په لاره مه ځه.
ممتاز
د حسرت شغلې
کله منزل کله ډيوې وسوزي
کله شفق کله سپېدې وسوزي
د حيرت تاو کې د حسرت د شغلو
کله لمبې کله ايرې وسوزي
فطرت يې سيزي د غربت په لوګو
کله نصيب کله وعدې وسوزي
حسنه! چې تا په مړو کتو وويني
عشق اورين شي ارادې وسوزي
د وخت نادودو کړم لوګى غرور ته
کله مې سر کله پښې وسوزي
چې د حسرت د خيال کوڅې ته درشي
زما د ذهن زلزلې وسوزي
د احساس سترګو کې تکذيب تهذيب شي
تالو مې وچ شي او ګيلې وسوزي.
ممتاز