Paul Laurence Dunbar (1872 � 1906)
په دروغو مو موسكا ده موږ اغوستي نقابونه
چي پر سترګو كوي سيوري پټوي چي زموږ مخونه
د بشر د تزويرونو پرې كوو دغه پورونه
كه په وس وي او كنه وي كه مو زړه وي كه زړه نه وي
خولې مو وېړي وي نيولي وړو پر زړو د غم بارونه
پرېږده ولي نړۍ پوه سي ولي دونه وي هوښياره
چي پر مخ مو اوښكي شمېري حسابي چي مو آهونه
نه نه پرېږده چي غلط سي تر قيامته دي غولېږي
موږ اغوستي نقابونه موږ به پټ ساتو رازونه
موږ به خاندو مګر خدايه تا ته زموږ چيغي رسېږي
چي آسمان ته پورته كېږي د زخمي زړو فريادونه
موږ سندري وايو ناڅو خو تر پښو لاندي مو مځكه
لكه كنده د دوږخ ده او فاسد يې رباتونه
نړۍ پرېږده چي ويده وي بېخبره زموږ له رازه
موږ اغوستي نقابونه موږ به پټ ساتو رازونه
Paul Laurence Dunbar (1872 � 1906)
We Wear the Mask
We wear the mask that grins and lies
It hides our cheeks and shades our eyes
This debt we pay to human guile,
With torn and bleeding hearts we smile
And mouth with myriad subtleties.
Why should the world overwise,
In counting all our tears and sighs?
Nay, let them only see us while,
We wear the mask.
We smile, but, O great Christ our cries
To thee from tortured souls arise.
We sing, but oh the clay is vile
Beneath our feet, and long the mile
But let the world dream otherwise,
We wear the mask!