George Gordon Lord Byron (1788 � 1824)
زما ښايسته داسي روانه په سامان كي
لكه ستوري چي ځلېږي په اسمان كي
لكه يخه د سپرلي شپه وي روانه
نور د ستورو باندي اوري له اسمانه
چي تياره او په رڼا كي بهترين دى
په وجود كي او د سترګو يې نګين دى
خداى پر دې هغسي نور دى اورولى
چي اسمان له ښايستو ورځو سپمولى
كه يې يو سيورى ور زيات سي په بدن كي
يا يوه شغله يې كمه سي په تن كي
تناسب به د ښكلا ولاړ سي له ميانه
د ښايست به يې كمى وسي له ځانه
دا ښكلا، چي ورته نه راځي نومونه
توري زلفي چي وهي پكښي موجونه
يا په ناز كي هغه ښكلى مخ روښانه
چي يې عقل سم عاجز سي له بيانه
شپه او نور څومره پر ځاى پكښي راغلي
پر سپين مخ يې شغلې څنګه ځلېدلي
سپين باړخو پاس پر تندي ورځي كږې دي
څه نازكي څه خاموشي نندارې دي
په موسكا كي تښتوي زړونه خوبونه
او د حال په ژبه ښيي تېر وختونه
څه آرام يې روح له تن سره راغلى
څه معصوم زړه يې سينه كي تپېدلى
George Gordon Lord Byron (1788 � 1824)
She Walks in Beauty
She walks in beauty, like the night
Of cloudless climes and starry skies,
And all that�s best of dark and bright
Meet in her aspect and her eyes
Thus mellow'd to that tender light
Which heaven to gaudy denies.
One shade the more, one ray the less
Had half impair'd the nameless grace
Which waves in every raven tress,
Or softly lightens o�er her face;
Where thoughts serenely sweet express
How pure, how dear their dwelling-place.
And on that cheek, and o�er that brow,
So soft, so calm, yet eloquent,
The smiles that win, the tints that grow,
But tell of days in goodness spent
A mind at peace with all below,
A heart whose love is innocent!