Robert Soutwell
ژونده چا يې ګرزولى په تلوار له ختمېدلو
مرګه چا راڅخه ستون كړې زما دعا ته له راتللو
زما د رزق برخه پوره ده زما به روح سي پر آرامه
زما وعده ده پوره سوې مرګه كار دي كه تمامه
زه په داسي ژوند ژوندى يم چي مي مرګ هره شېبه دى
زه په داسي مرګي مرمه همېشه چي راسره دى
مرګى ختم ته رادرومي ژوند يې نه پرېږدي چي راسي
مرګ د ژوند لاره نيولې غواړي تل يې ما ته شا سي
زه په داسي مرګي مرمه خو له ژوند سره پايېږم
ژوند له ما بېزاره سوى چي له مرګ سره اوسېږم
دا مي برخه د قسمت ده چي لا اوس هم ژوندى پايم
پر مزار د آرزوګانو چي لا نوم د هيلي وايم
زه ژوندى په نفس نه يم چي مين يم هلته يمه
هلته نه يم چي مين يم زه چي يمه هلته مرمه
زما آرزو هغه ژوندون دى چي روښانه مي سبا كي
نن چي مرګ احساسومه خطرونه يې په خوا كي
Robert Soutwell
I dye alive
O LIFE! What lets thee from a quick decease?
O death! what drawes thee from a fresent praye?
My feast is done, my soule would be at ease,
My grace is saide, O death! come take away.
I live, but such a life as ever dyes,
I dye, but such a death as never endes;
My death to end my dying life denyes,
And life my living death no whitt amends.
Thus still I dye, yet still I do revive;
My living death by dying life is fedd;
Grace more than nature kepes my heart alive,
Whose idle hopes and vayne desires are deade.
Not where I breath, but where I love, I live;
Not where I love, but where I am, I die;
The life I wish, must future glory give,
The deaths I feele in present daungers lye.