William Butler Yeats
زه سهار پر سپېده چاود پاسم له خوبه
پر ګونډو سم او پيل وكم په پوكلو
چي بڅري او پېلوزي سي اورونه
او لمبې سي را ولاړي له خزلو
وروسته فرش مينځم او بيا ورپسي لوښي
بيا نوبت سي د ډوډۍ د پخولو
پر آسمان باندي لا ښكاري راڼه ستوري
سترګكونه لا وهي لا غلي ګوري
خو ځوانان لا په خوږو خوبونو تللي
بسترو كي اوږدې پښې يې غځولي
په بستر كي د جامو وهي چرتونه
جوړوي په خيال كي شنه او سره رنګونه
كرۍ ورځ په ټنبلۍ باندي تېرېږي
كرۍ ورځ له بېكاريه نه مړېږي
كه يې باد پر مخ كاكل كي كښته پورته
هم به باد هم به آسمان لره قهرېږي
خو زه ټوله ورځ لګيا يم په كارونو
او دا ځكه چي زړه يم عمر تېر دى
په نغري كي لمبه وار په وار سړېږي
اور كمزورى دى شين يخ تر ما چاپېر دى
William Butler Yeats (1865 � 1939)
The Song of the Old Mother
I RISE in the down, and I knee and blow
Till the seed of the fire flicker and glow
And then I must scrub, and bake, and sweep,
Till stars are beginning to blink and peep
But the young lie long and dream in their bed
Of the matching of ribbons, the blue and the red,
And their day goes over in idleness
And they sigh if the wind but lift up a tress
While I must work, because I am old
And the seed of the fire gets feeble and cold.