Anonymous
يوه ښاخ باندي د وني سره ناست درې ټپوسان وه
يو تر بله په رنګ تور وه يو له بل سره ګويان وه
يوه ږغ كړه هغه بل ته چي پر څنګ يې كښېنستلى
څه به خورو د نن دپاره تا څه چرت پكښي وهلى؟
دوى ليدل چي كرونده كي پروت انسان د دوى د وړاندي
وژل سوى شهسوار و هلته پروت د سپر د لاندي
وفاداره دوه تازيان وه د څښتن پښو ته پراته وه
څوك نيژدې ورتللاى نه سو ورته ويښ په ورځ په شپه وه
دوه بازان پهره داران وه په هوا كي ګرځېدله
ټپوسان به هلته څوك وه چي نيژدې ورته راتلله
راښكاره سوه يوه چټه په رنګ ښكلې نازولې
ښايسته به داسي بله كله مور وه زېږولې
دې په غېږ كي پورته ځوان كړ چي ټوك ټوك و له زخمونو
پر هر ټپ باندي يې مچ كړ چي و سور تر سرو ګلونو
دې په شا هغه زلمى كړ نو يې واخيست هديرې ته
بيا يې وسپاره پر خاورو د ژوندون وروستۍ دېرې ته
دې زلمى خاورو كي ښخ كړ لمر لا نه و راختلى
لا بلبل ږغ كړى نه و دې وروستى نفس ايستلى
خداى دي وركړي هر سړي ته د ژوندون پر سخته لاره
داسي رنګ بازان تازيان وي يوه چټه وفاداره
Anonymous
The Three Ravens
There were three ravens sat on a tree
They were as black as they might be
The one of them said to his mate
Where shall we our breakfast take?
Downe no yonder greene field
There lies a knight slain under his shield
His hounds they lie downe at his feets
So well they can their master keeps
His haukes they flie so eagerly
There�s no fowle dare come him nie
Downe there comes a fallow doe,
As great with yong as she might goe
She lift up his bloudy hed,
And kist his wounds that were so red.
She got him up upon her backe,
And carried him to earthen lake.
She buried him before the prime,
She was dead herself ere even-song time
God send every gentleman,
Such haukes, such hounds, and such a leman.