مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اورېدونكي

Walter De La Mare

مسافر په زوره ږغ كړه څوك به وي په دې قلا كي؟
ټك يې وركړ دروازې ته د سپوږمۍ تته رڼا كي
آس په چوپه چوپيايي كي پښې پر مځكه ټكولې
خرهارى يې سو پورته زنګولې يې شرنګولې
د قلا له واړه برجه مرغه والووت په هوا سو
او پر سر د مسافر يې وزر كش كړ په چغا سو
مساپر په زوره ږغ كړه له ځنځير سره شرنګا كي
په دې شپه كي به څوك ويښ وي چي د ږغ جواب مي راكي
نه راكښته له قلا سو څوك ليدو د مسافر ته
نه چا سره له كړكۍ وايست نه يې وكتل بهر ته
مساپر د قلا مخ ته منتظر ولاړ حيران و
نيمه شپه وه له سفره له اوږدو لارو ستومان و
نه يې ږغ د چا تر غوږ سو نه يې څوك خوا ته ور ګوري
په قلا كي سړي نه وه ګرځېدله پكښي سيوري
هغه سيورو په قلا كي مساپر ته غوږ نيولى
له نړى د انسانانو څوك په شپه كي و راغلى
د انګړ له تاريكيه تر زينو بيا تر بامونو
يو څو سيوري ګرځېدله له صالونه تر برجونو
ږغ تنها د مساپر و چي يې خوني ډكولې
نيمه شپه توره تياره وه آزانګې يې اورېدلې
مساپر هك پك ولاړ و په درياب د خاموشي كي
د قلا په دروازه كي په تياره په تنهايي كي
آس په چوپه چوپيايي كي پښې پر مځكه ټكولې
په قلا كي يې دننه آزانګې پورته كولې
مساپر په زوره ږغ كړه بيا ټك ټك د دروازې سو
يو څوك سته چي ور را خلاص كي، ږغ يې بيا شومه د شپې سو
مساپر ويله واورئ په قلا كي چي اوسېږئ
د راتلو مي شاهدان ياست بيا به نه پښېمانه كېږئ
ما وعده خپله پر ځاى كړه دروازې ته يم راغلى
په څو ځله مي نارې كړې ږغ مي نه دى اورېدلى
له قلا څخه را نه غى هيڅ آواز د انسانانو
توره شپه تپه تياره وه لكه كور د پېريانانو
دوى خبر سول چي روان سو مساپر په نيمه شپه كي
په ځنګله كي يې ږغ ورك سو په تور تم كي په تياره كي
آس روان پر خپله لار سو ږغ يې راغى د ګامونو
له ډبرو جنګېدلې كلكي څوكي د نالونو
د ځنګله زړه ته دننه چي په نيمه شپه كي سپور سو
په قلا كي خاموشي سوه هر يو كونج يې لكه ګور سو

Walter De La Mare
The Listeners
�Is anybody there?� said the traveler,
knocking on the moonlit door;
and his horse in the silence chomped the grasses
Of the forest�s ferny floor
And a bird flew up out of the turret
Above the traveler�s head:
And he smote upon the door a second time:
�Is there anybody there?� he said
but no one descended to the Traveler;
No head from the leaf-fringed sill
Leaned over and looked into his gray eyes
Where he stood perplexed and still.
But only a host of phantom listeners
That dwelt in the lone house then
Stood in the listening quiet of the moonlight
To that voice from the world of men:
Stood thronging the faint moonbeams on the dark stair
That goes down to the empty hall
Hearkening in an air stirred and shaken
By the lonely Traveler�s call
And he felt in his heart their strangeness
Their stillness answering his cry,
While his horse moved cropping the dark truf
'Neath the starred and leafy sky;
for he suddenly smote the door, even
Louder and lifted his head
�Tell them I came and no one answered
That I kept my word� he said
Never the least stir made the listeners
Though every word he spake
Fell echoing through the shadowiness of the still house
From the one man left awake:
Aye, they heard his foot upon the stirrup,
And the sound of iron on stone,
And how the silence surged softly backward
When the plunging hoofs were gone.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery