Edmond Gore Alexander Holmes 185 - 1906
خداى چي خپل خلقت ته ګوري له دننه
زه يې هم په هغو سترګو سم ليدلاى
د ښايست شا ته يې پټ دي كمالونه
د زور شا ته اراده يې سم كتلاى؟
زه ليداى سم په موسم د پسرلي كي
چي د ژوند لمبه له مځكي پورته كېږي؟
زه كتلاى سم چي موج د ژوندون څنګه
له صفا او دايمي چينې نه زېږي؟
زه كتلاى سم د دوبي په موسم كي
خداى په خپل قدرت كي لمر پر اسمان پورته
د سپوږمۍ روښانه شپه كي سم ليدلاى
چي آرامي څپې څنګه ځي هر لور ته؟
لا هم دى ځانته نژدې سمه ليدلاى
ټپوم په تاريكه كي چي لاسونه؟
او د ده د نور خوښي ده چي مي غورځي
په سينه كي د زړګي تاوده رګونه
د ساړه ژمي په شپو كي يې بلېږي
د تودې ميني روښانه سره اورونه
چي ظاهر دى په جهان كي زه يې وينم
څه چي خداى ويني هغه نه سم ليدلاى
چي باطن دى هغه ذات د ستر خالق دى
د ظاهر نړۍ پر هيڅ نه سم شمېرلاى
څه بېځايه ده آرزو د پوهېدلو
سترګي نه دي د باطن د پېژندلو
خداى د خپل ذات په لويي سي پوهېدلاى
خداى ته مينه د خدايي سي ښكارېدلاى
له ما پټ دي زړه او روح د كايناتو
زه په خپلو سترګو هيڅ نه سم ليدلاى
زه يوازي تر پښو لاندي مځكه ګورم
زه يوازي پاس اسمان سمه ليدلاى
څه بېځايه ده آرزو د پوهېدلو
زه د روح په اسرار كله پوهېداى سم
نه د عقل له زندانه سم وتلاى
نه د خپل غرور له بنده خلاصېداى سم
زه د خپلي خودۍ فكر يم بېل كړى
د دې بشپړ ژوندانه له پراخ جهانه
زما نړۍ هم رانيژدې ده هم باريكه
او د خداى نړۍ هم ستره هم پرېمانه
څه به پوه سم د وختي سهار له رازه
له ختيځه چي سرې وړانګي راښكارېږي
چي شبنم د ګل په غېږه كي ځلېږي
چي بلبلي باندي الوزي چغېږي
زما دننه د كوګل په مړو ايرو كي
يو ناڅاپه يوه سره لمبه بلېږي
او ښايست مي د خالق په سترګو وينم
نقابونه راته يو په يو څيرېږي
څېرل كېږي نقابونه رڼا كېږي
زه تېرېږمه له وېري له ګومانه
زه وركېږم د خالق په عظمت كي
يو ځاى كېږمه له ذاته د يزدانه
زه راكاږمه نړۍ خپلي سينې ته
استومه مي خپل روح له خپله ځانه
نور مي زړه ته هر تپش راځي له خدايه
زه د خداى په نور كي پروت يم بې ګومانه
آرزو ومري په شېبه د زېږېدلو
د مستيو نېكمرغيو د خوښيو
داسي ومري چي ثمر يې راته ښيي
د ژوندون له تورو شپو د خوشحاليو
داسي مرګ دى چي د ژوند له تورو ورځو
د اميد او د بري وړانګي ځلېږي
د زګېروي او د فرياد له خوږمن غېږه
زمزمې د مناجات اورېدل كېږي
پر زړګي مي سي د مرګ آرزو غالبه
چي مي ژر د ژوندانه ورځي ختمېږي
هغي پټي دايرې ته ور كشېږم
تر ابده چي حيات پكښي هستېږي
د اسرارو دايرې ته ځم د ميني
چي پخپله د خداى روح پكښي جوړېږي
چي هم مينه جوړوي هم مينه غواړي
چي په مينه كي طالب مطلوب يو كېږي
اې د ټول جهان خالقه ستره خدايه
غواړم خپل وجود مي محوه كړم په تا كي
پرېږده بيرته هغه څه سم چي دي جوړ كړم
يو شغله ستا د لمبې سم په بقا كي
چي د نفس له ناپاكيو وجود پاك كړم
او د خپل خالق په ذات كي مي لمبه سم
تر هغو پوري سوځېږمه بلېږم
چي د اور د سرچينې وركه ذره سم
چي راغلى وم هغه جهان ته ورسم
په ازل كي تر ابد پوري دېره سم
Edmond Gore Alexander Holmes (1850- 1906)
Nirvana
COULD my heart but see Creation as God sees it,- from within;
See His grace behind its beauty, see his well behind its force;
See the flame of life shoot upward when the April days begin;
See the wave of life rush outward from its pure eternal source;
Could I see the summer sunrise glow God�s transcendent hope;
See His peace upon the waters in the moonlit summer night;
See Him nearer still when, behind, in the depths of gloom I grope
See the darkness flash and quiver with the gladness of His light
Could I see the red-hot passion of His love resistless burn
Through the dumb despair of winter, through the frozen lifeless cold;
Could I see what lies around me as God sees it, I should learn
That its outward life is nothing, that its inward life is God
Vain the dream! To spirit only is the spirit-life revealed:
God alone can see God�s glory: God alone can feel God�s love.
By myself the soul of Nature from myself is still concealed;
And the earth is still around me, and the skies are still above.
Vain the dream! I cannot mingle with the all � sustaining soul;
I am prisoned in my senses; I am pinioned my pride;
I am severed by my selfhood from the world-life of the Whole,
And my world is near and narrow, and God�s world is waste and wide.
Vain the dream! Yet in the morning, when the eastern skies are red,
When the dew is on the meadows, when the lark soars up and sings,
Leaps a sudden flame within me from its ashes pale and dead,
And I see God�s beauty burning through the veil of outward things.
Brighter grows the veil and cleaner, till, beyond all fear and doubt,
I am ravished by God�s splendour into oneness with His rest;
And I draw the world within me, and I send my soul without;
And God�s pulse is in my bosom, and lie upon God�s breast.
Dies the beatific vision in the moment of its birth;
dies, but in its death transfigures all the sequence of my days,
Dies, but dying crowns with triumph all the travail of the earth,
Till its harsh discordant murmurs swell into a psalm of praise.
Then a yearning comes upon me to be drawn at last by death
Drawn into the mystic circle in which all things live and move,
Drawn into the mystic circle of the love which is God�s breath
Love creative, love receptive love of loving, love of love.
God! The one, the All of Being! Let lose my life in thine;
Let me be what Thou hast made me, be a quiver of Thy flame.
Purge my self from self�s pollution; burn it into life divine;
Burn it till it dies triumphant in the firespring whence it came.