A.E Houseman 1859 � 1936
زه او ګرانه يو كال مخكي كرونده كي تېرېدلو
د شنو ونو په سايو كي لاس په لاس ملګري تللو
د غونډۍ په څنګ كي شنه وه د سپېدار ونه ولاړه
د خپل ځان سره لګيا وه په كيسو په جګه غاړه
چي دا څوك دي لاس تر غاړه مچوي دلته تېرېږي
اطرافي زلمى روان دى خپلي ګراني ته پسخېږي
دوه مين دي داسي ښكاري يوه شپه خو به ودېږي
يوه كور كي به اوسېږي پر يوه كټ به ويدېږي
مګر ګرانه به يې ومري په لحد كي به ښخېږي
او زلمى به لاس تر غاړه بلي ښكلي ته خندېږي
يوه ورځ د هغې وني تر سايې لاندي روان يم
راسره ده بله ګرانه بې خبره له جهان يم
او هغه سپېدار ولاړ دى را الوتي دي بادونه
په نخرو په ناز كږېږي رپوي لانده برګونه
چي لندې پاڼي يې ښوري زه پوهېږم چي څه وايي
دا ځل ګډ دى زما ليلا ته او ښكلا د هغې ستايي
وايي ګوره هغه ښكلې چي له يار سره تېرېږي
دا چي لاس په لاس روان دي په كيسو چي نه مړېږي
دى به ځي پر خپله لاره مخ به نيسي ګورستان ته
دا به بل جانان پيدا كي او ودېږي به بل ځوان ته
A. E. Houseman (1859 - 1936)
Along the field as we came by
Along the field as we came by
A year ago, my love and I,
The aspen over stile and stone
Was talking to itself alone
�Oh who are these that kiss and pass?
A country lover and his lass;
Tow lovers looking to be wed;
And time shall put them both to bed,
But she shall lie with earth above
And he beside another love�.
And sure enough beneath the tree
There walks another love with me
And overhead the aspen heaves
Its rainy-sounding silver leaves;
And I spell nothing in their stir,
But now perhaps they speak to her
And plain for her to understand
They talk about a time at hand
When I shall sleep with clover clad,
And she beside another lad.