Hartley Coleridge
لكه پرخه د سهار هسي پناه سوه
چي لا لمر پر اسمان نه و راختلى
دونه لنډه يې د ژوند برخه راوړې
چي يو آه يې تر خوله نه و را ايستلى
لكه ګرځي پر ګلاب د عطرو وږم
خوږه مينه تر دې هسي تاوېدله
په همزولو كي سرداره وه روانه
لكه څانګه د سرو ګلو ګرځېدله
ناببره مرګي وركړله څپېړه
د ښكلا چي ملكه خلكو بلله
خپاره كړي باندي ميني وزرونه
فرشتې غوندي له مرګه يې ساتله
خو چي غشى د نصيب له ګوتو وار سو
همدا مينه وه چي مرګ ته يې سپارله
كه هر څو مينه خوږه ده روانېږو
له منګولو د مرګي ولي بېرېږو
Hartley Coleridge (1796 -1849)
Early Death
SHE pass'd away like morning dew
Before the sun was high
So brief her time, she scarcely knew
The meaning of a sigh
As round the rose is soft perfume
Sweet love around her floated
Admired she grew-while mortal doom
Crept on, unfear'd, unnoted
Love was her guardian Angel here;
But love to death resign'd her;
Tho'Love was kind, why should we fear
But holy Death is kinder?