William Broome 1745
ښايسته رنګين ګلابه شهزاده يې د عطرونو
ستا له پاڼو رنګ اخيستى ښكليو څانګو د ګلونو
مګر ته چي ښايسته يې لكه حوره د بحرونو
او پاشلې دي ښكلا ده د سپرلي پر وزرونو
ستا له سرو نازكو پاڼو د ښكلا اثر تويېږي
نن د حسن پر تخت ناست يې سبا هر څه خاوري كېږي
دا يوه ورځ دي خندا ده سبا نه يې په چمن كي
چي سهار غوټۍ غوړېږي په ماښام كي به زمولېږي
دا دي رنځ دى د نيكونو دغه لار ده د عمرونو
چي له رنځه روغ پاتېږي تباه كېږي له وختونو
په رنګ ښكلې هلن څه سوه پر يونان يې نوم يادېږي
كه ښايسته كلوپاترا وه له تش نوم سره هستېږي
د زمان دغه آهنګ دى د وختونو دغه لاره
ته به هم ورپسي درومې خلاصي نسته له ګوزاره
William Broome (1745)
The Rosebud
QUEEN of fragrance, lovely Rose,
The beauties of thy leaves disclose!
But thou, fair Nymph, thyself survey
In this sweet offspring of a day
That miracle of face must fail
The charms are sweet, but charms are fail:
Swift as the short-lived flower they fly
At morn they bloom, at evening die:
Though sickness yet a while forbears
Yet Time destroys what sickness spares:
Now Helen lives alone in fame,
And Cleopatra's but a name
Time must indent that heavenly brow,
And thou must be what they are now.