David Herbert Lawrance 1885-1930
د اهار په سره غرمه كي زما له كور څخه دباندي
د اوبو ډنډ ته راغلى يو لوى مار له ما د وړاندي
لوى منګى مي پر اوږه و چي اوبه مي كور ته يوسم
په قدم قدم راتلمه تر سايې د وني لاندي
خو بايد تر سيوري لاندي يو ګړى واى درېدلى
مار چښلو د اوبو ته له ما مخكي و راغلى
له خټين دېواله لاندي له تياره غاره وتلى
ژړ ځيګر يې و پر كاڼو په ارامه غوړولى
ستونى ايښى پر ډبره چي اوبه ترې څڅېدلې
د اوږده بدن پر خوا يې اوبه ورو ورو تېرولې
له ما مخكي رسېدلى ډبرين حوض ته مار و
منتظر سومه نوبت ته زما په برخه انتظار و
د څاروي په څېر يې سر كړ له اوبو څخه را پورته
په حيرت يې راكتله د څاروي په څېر زما لور ته
له دوو شونډو يې بهر كړه توره ژبه رېږدېدلې
سر يې بيرته پر اوبو كړ لا يې نوري هم چښلې
د اهاړ په سره غرمه كي مي د مار پر لور كتله
نصواري زرينه ملا مې تر نظره تېروله
عقل سمدستي را ږغ كړه چي يې وژنه دا دي وار دى
دا څه تور بې زهرو نه دى نصواري وژونكى مار دى
ما وې ژر لرګى راواخلم انتظار دلته د چا يم
ځاى پر ځاى باندي يې مړ كم نارينه كه په ريشتيا يم
خو په زړه كي مي ناڅاپه دا خبره سوه راتېره
چي مېلمه څرنګه مړ كم مېلمستيا كم څنګه هېره
ما وې پرېږده چي اوبه سي بيرته خپل كور ته روان سي
نه نېكي مي ور په زړه سي نه مي لاندي تر احسان سي
دا بې زړه وم بې غيرته چي قاتل مي ژوندى پرېښود
يا فاسد عقل مي غوښتل چي له مار سره ګويان سي
يا مي غوره تواضع كړه د مغرور احساس په زړه كي
خو كېدل مي دا ږغونه په رګو كي په سينه كي
كه بې زړه نه واى نامرده تا به ځاى پر ځاى وژلاى
خپل قاتل ته به دي څنګه په آرام آرام كتلاى
پوهېدمه چي بېرېگږم خو بيا هم غره په ځان وم
د غرور احساس په زړه كي دى مېلمه زه يې مېزبان وم
پرېږده راسي مېلمستيا ته له ګوښه له تياره غاره
پرېږده زما پر كور اوبه سي بيرته واخلي خپله لاره
مار اوبه كړلې تر ستوني سر يې پورته كړ اوبه سو
لكه وړى وي خوبونو او يا مست غوندي نشه سو
بيا يې ژبه را بهر كړه له شونډانو تكه توره
د پاچا په څېر مغروره او خبر له خپله زوره
د خپل غار پر لور رهي سو لكه ډوب وي په خوبونو
اوږد بدن ارام روان سو په كږو وږو ګامونو
سر يې غار ته كړ دننه نور هم وړاندي په ورو ورو سو
چي تور غار ته مي ور پام سو زړه مي سم په دربېدو سو
چي مي څنګه ارام پرېښود چي دښمن ولاړ سي تر كوره
دا وحشي دا ډك له زهرو زما په ځان دا بلا توره
له اوږو مي منګى كښته يو لرګى مي پسي وار كړ
هغه ولوېدى اوبو كي او خطا مي وحشي مار كړ
مار خبر سو زما له واري ځان يې كوږ ووږ په تلوار كړ
دى دننه سو خپل كور ته ما خطا وروستى ګوزار كړ
د اهاړ په سره غرمه كي د برېښنا په دود روان سو
په يوه ګړي كي ورك سو زما پر زړه پاته ارمان سو
زه حيران پاته دباندي كاشكي كاشكي مي په زړه كي
زه پر خپلو كړو پښېمان وم د افسوس نارې په خوله كي
څومره ټيټ څومره ذليل وم څه كانه راباندي وسوه
پر خپل ځان مي لعنت ووې له تعليمه مي توبه سوه
ما وې خدايه كشكي راسي هغه مار بيرته اوبو ته
د عنقا په څېر وتلى زما له لاسه اسمانو ته
پوهېدمه چي دښمن مي بيا مغرور لكه سلطان دى
زما له لاسه دى وتلى اوس مي بيا بلا د ځان دى
په تبعيد كي چي يې تاج و ككرۍ څخه لوېدلى
نن به بيرته تاج پر سر كي په خپل كور كي دى ښاغلى
زما تر لاسه خداى دښمن و څه اسانه راوستلى
څه وړيا راڅخه ولاړى څه نيژدې راته راغلى
اوس راپاته پښېماني ده سره موږمه لاسونه
څه فرصت له لاسه ولاړى ستنېداى نه سي وختونه
David Herbert Lawrence (1885-1930)
Snake
A snake came to my water-trough
On a hot, hot day, and I in pyjamas for the heat
To drink there.
In the deep, strange-scented shade of the great dark
I came down the steps with my pitcher
And must wait, must stand and wait, for there he was at the trough before me.
He reached down from a fissure in the earth-wall in the gloom
And trailed his yellow-brown slackness soft-bellied down, over the edge of the
stone trough
And rested his throat upon the stone bottom
And where the water had dripped from the tap, in a small clearness,
Silently.
Someone was before me at my water-trough,
And I, like a second comer, waiting
He lifted his head from his drinking as cattle do,
And looked at me vaguely, as drinking cattle do,
And flickered his two-forked tongue from his lips, and mused a moment.
And stooped and drunk an little more,
Being earth-brown, earth-golden from the burning bowels of the earth
On the day of Sicilian July, with Etna smoking.
The voice of my education said to me
He must be killed,
For in Sicily the black, black snakes are innocent, the gold are venomous.
And voices in me said, if you were a man
You would take a stick and break him now, and finish him off.
But must I confess how I liked him,
How glad I was he had come like a guest in quiet, to drink at my water-trough
And depart peaceful, pacified and thankless,
Into the burning bowels of this eargh?
Was it cowardice, that I dared not kill him?
Was it perversity, that I longed to talk to him?
Was it humility, to feel so honoured?
I felt so honoured.
And yet those voices:
If you were not afraid you would kill him!
And truly I was afraid, I was most afraid,
But even so, honoured still more
That he should seek my hospitality
From out the dark door of the secret earth
He drank enough
And lifted his head, dreamily, dreamily, as one who has drunken,
And flickered his tongue like a forked night the air, so black,
Seeming to lick his lips
And looked around like a god, unseeing, into the air,
And slowly turned his head,
And slowly very slowly as if thrice adream,
Proceeded to draw his slow length curving round
And climb again the broken bank of my wall-face.
And as he put his head into that dreadful hole
And as he slowly drew up, snake-easing his shoulders, and entered farther,
A sort of horror, a sort of protest his withdrawing into that horrid black hole,
Deliberately going into the blackness, and slowly drawing himself after,
Overcame me now his back was turned.
L look round, I put down my pitcher,
I picked up a clumsy log
And threw it at the water-trough with a clatter.
I think it did not hit him,
But suddenly that part of him that was left behind convulsed in undignified
haste,
Writhed like lightning, and was gone
Into the black hole, the earth-lipped fissure in the wall-front,
At which in the intense still noon, I stared with fascination.
And immediately I regretted it.
I thought how paltry, how vulgar, what a mean act!
I despised myself and the voices of my accused human education.
And I thought of the albatross
And I wished he would come back, my snake.
For he seemed to me again like a king,
Like a king in exile, uncrowned in the underworld,
Now due to be crowed again.
And so, I missed my chance my chance with one the lords Of life
And I have something to expiate; A pettiness.