William Blake
وايه پړانګه چي دوې سترګي دي ځلېږي
د ځنګله په تورو شپو كي چي ښكارېږي
بې زوالو كومو سترګو او لاسونو
در جوړ كړى تناسب د اندامونو
دا كوم ستوري وه له كوم ليري اسمانه
ستا د سترګو چي سوځل پكښي اورونه
كوم وزر دي وه راوړي الهامونه
ستا غوسې دي ازمېيلي كوم لاسونه
څه اوږې وې څه لاسونه څه هنر وو
جوړول چي ستا د زړه يې ټينګ رګونه
په سينه كي چي دي زړه په غورځېدو سو
څه غښتلي دي وې پښې څه مړوندونه
ستا ماغزه كومه كُره كي دي جوړ سوي
څه ځنځير و څه سوټك څه سامانونه
څه سندان و څه سامان وو چي يې جوړ كړل
ستا منګولي ستا سينه تېره غاښونه
چي نېزې ستورو له لاسه غورځولې
چي له عرشه څخه اوښكي تويېدلې
هغه خداى خپلو كارو ته موسكى نه سو
له پسه سره چي ته يې جوړولې
وايه پړانګه چي دوې سترګي دي ځلېږي
د ځنګله په تورو شپو كي چي ښكارېږي
بې زوالو كومو سترګو او لاسونو
در جوړ كړى تناسب د اندامونو
The Tiger
By William Blake
1757-1827
TIGER, tiger, burning bright
In the forests of the night,
What immortal hand or eye
Could frame thy fearful symmetry?
In what distant deeps or skies
Burnt the fire of thine eyes?
On what wings dare he aspire?
What the hand dare seize the fire?
And what shoulder and what arm
Could twist the sinews of thy heart?
And when thy heart began to beat,
What dread hand and what dread feet?
What the hummer? What the chain?
In what furnace was thy brain?
What the anvil? What dread grasp?
Dare its deadly terrors clasp?
When the stars threw down their spears,
And water'd heaven with their tears,
Did He smile his work to see?
Did He who made the lamb make thee?
Tiger, tiger, burning bright
In the forests of the night,
What immortal hand or eye
Dare frame thy fearful symmetry?