Albert Edward Housman
هله پاڅه چي راپورته سپين سبا سو
له ساحله د تيارې لمن ټولېږي
د لمر سترګه راختلې په آسمان كي
له ختيځه څخه وړانګي راښكارېږي
د تيارې جامې څيري زريني وړانګي
مخ د مځكي د طلا په شان ځلېږي
پر آسمان د وړانګو تخت دى غوړېدلى
پاڅه وګوره خېمه د شپې څيرېږي
سترګي روڼي كه چي وخت د پاڅېدو دى
نغارې د سهار واوره چي ږغېږي
لويي لاري د كاروان په انتظار دي
وايي څوك د غرونو شاته ور تېرېږي
د سيالۍ ميدان ته ووتل ښارونه
د آسمان پر لور يې پورته سول ږغونه
ځوانه پورته سه برى به د هغو وي
د رڼا سره چي ويښ وساتي زړونه
ځوانه پورته سه وخت نه دى د خوبونو
وړانګي نه دي د آرام د بالښتونو
څوك چي ځانته نارينه او ژوندى وايي
ورځي نه بېګاه كوي پر بسترونو
د خټين دېوال په برخه درېدل دي
د ژونديو ګرځېدل نفس ايستل دي
چي دي ختم سي دا ستړي سفرونه
د آرام دپاره پاته دي قرنونه