Alfred Lord Tennyson
موږ اوس هم په دې باور يو چي يو وخت به
دا د شر كړۍ د خير پر كور ختمېږي
دا د زور دا ګناهكاري ارادې به
لكه ويني پرېولل كېږي او هېرېږي
نه جهان كي سته ګامونه بې هدفه
نه د چا ژوندون بې هيڅه تباه كېږي
چي خالق هر څه تكميل دي پيدا كړي
له هستيه به څوك څرنګه نېستېږي
يو چينجى به څوك مړ نه كي بې اجله
نه بې ځايه پروانه په اور سوځېږي
او كه سوځي حقيقت موږ ته معلوم دى
چي عوض به د لمبو ورته رسېږي
په دنيا كي بل په هيڅ شي خبر نه يو
دومره پوه يو چي د شر نوبت تېرېږي
پروا نسته كه هر څو لاره اوږده ده
ژمى تل په زرغونه سپرلي بدلېږي
زه تل وينم دا خوبونه خو زه څوك يم؟
يو ماشوم يم نيمه شپه كي چي ژړېږي
يو ماشوم يم د رڼا دپاره ژاړم
نه په ژبه نه آرزو مي څوك پوهېږي
Alfred Lord Tennyson
Oh Yet We Trust
Oh yet we trust that somehow good
Will be the final goal of ill
To pangs of nature sins of will
Defects of doubts and taints of blood.
That nothing walks with aimless feet
That not one life shall be destroyed
Or cast as rubbish to the void
When God hath made the pile complete.
That not a worm is cloven in vain
That not a moth with vain desire
Is shriveled in a fruitless fire
Or but subserves another�s gain.
Behold we know not anything
I can but trust that good shall fall
At last-far off-at last to all
And every winter change to spring.
As runs my dream, but what am I?
An infant crying in the night:
An infant crying for the light:
And with no language but a cry.